
ایټالیا وايي چې د جرمني «بریدګر» یې وژلی دی
نن ټکی اسیا (جمعه، مرغومی ۳، ۱۳۹۵ل): د ایټالیا امنیتي چارواکو اعلان وکړ چې د جرمني هغه بریدګر یې وواژه چې د تیري دوشنبې په ورځ يې د کریسمس په مناسبت را ټول شویو خلکو باندي د لوی موټر په واسطه برید وکړ او لږ تر لږه یې ۱۲ تنه ووژل.
د ایټالیا د کورنیو چارو وزیر «مارکو مینیت» په یوه خبري ناسته کې رسنیو ته وویل چې د «انیس عمري» په نامه کس یې نن د «میلانو» ښار په یوه برخه کې د ډزو په تبادله کې وواژه.
یوه بل امنیتي چارواکي ویلي چې د جرمني بریدګر «انیس عمري» د پولیسو له لوري په یوه عادي تفتیش کې ودرول شو خو نوموړي خپل توفنګچه را وویستل او پر پولیسو یې ډزي وکړې چې په پایله کې هغه ووژل شو.
انیس عمري په اړه ویل کیږي چې په ایټالیا کې ډیر وخت تېر کړی، خو په وروستیو کې جرمني ته انتقال شوی وو، نوموړي د تیري دوشنبې په ورځ ۱۲ کسان ووژل او بیرته ایټالیا ته تښتېدلی وو.
انیس عمري په اصل کې دتونس هیواد وو، لومړی د دغه برید په اړه پر یوه پاکستاني مهاجر اشتباه شوې وه خو وروسته د «عمري» کارټ په هغه موټر کې موندل شوی وو چې په برید کې استخدام شوی وو، له هغه وروسته یې پلټنه پيل شوه.