نظــر

د ۲۰۱۴م کال خپسکه!

څو پېړۍوړاندې داسې اټکلونه او وړاندوينې شوې وې چې د دوه زره دولسم کال د دسمبر د میاشتې په یوویشتمه نېټه به د ځمکې د کرې پر مخ خلک له قیامت سره مخ شي، د ځمکې حالات به بدل شي او د ځمکې پر مخ به د ژوند کولو ټول امکانات ختم شي. په دې اړه ډېرې څېړنې او پلټنې وشوې، مقالې او کتابونه پرې ولیکل شول، دغو ګنګوسو د نړۍ د ډېرو خلکو پام د ځان پر لور اړولی و، د ډېرو باطلو مذهبونو پیروانو په دغه درواغجن قیامت باور درلود. په اروپا، امریکا، روسیه او نورو ډېرو هېوادونو کې خلکو خپلې شتمنۍ راغونډې کړې او خپل جایدادونه یې وپلورل.دعمر ټولې کړې پیسې یې په لنډه موده کې خرچ کړې، له دغه قیامت څخه د خلاصون او خوندي ځای په لټه کې شول.

د دسمبر یوویشتمه نېټه رانږدې کېده او دخلکو ترهه ډېرېده، خلک له ښارونو څخه په کډه او د خوندي ځای په لټه کې شول، د اړتیا وړ خوراکي او د لنډ مهالي ژوند نور اړین توکي یې له ځان سره واخیستل او د غرورغونو پر لور ولاړل، تر څو که قسمت ورسره یاري وکړي او هلته د قیامت څخه خوندي او ژوندي پاتې شي. دغو ناپوه خلکو هغه ځایونه چې د دوی په اند ګوندې له قیامت څخه به خوندي وي په ډېره لوړه بیه یا وپېرودل او یا یې په کرایه ونیول. بالاخره د قیامت(!) هغه ورځ یا د دوه زره دولسم کال یوویشتمه نېټه هم راورسېده خو هېڅ ونشول، یو اټکل هم رښتیا نه شو، هغه قیامت تر اوسه رانغی چې د نړۍ د ډېرو بې ایمانه خلکو خوبونه یې تښتولي وو. د دنیا نظام اوس هم هماغسې روان دی، نه دنیا ورانه شوه او نه هم قیامت راغی. د افریقا په دښتو او جونګړو کې اوسېدونکي خلک هم له دغه قیامت څخه خوندي پاتې شول او د اروپا او امریکا په محلونو کې هم، دا یو درواغ و، یوه ډرامه وه، دغسې ډرامې او پروپاګندې له دې وړاندې هم څو څو کرته د نړۍ او سيمې په کچه جوړې شوي او خپرې شوي دي، څو کلونه وړاندې له اسمان څخه د ځمکې پر لور د یوې لويې ډبرې د رالوېدو انګازې او ګنګوسې وې، ډېر خلک یې پریشانه کړي وو، ډبره لا هم نه ده رارسېدلې. همدا راز څه موده وړاندې په افغانستان، پاکستان ایران او ځینې نورو هېوادونو کې د سختې زلزلې اوازې خلک دومره وترهول چې په نیمه شپه،سړه هوا او تېز باران  کې له خوبه راپاڅېدل او له خپلو کورونو او ودانیو څخه په تېښته شول. دا ټول هسې بې بنیاده ګنګوسې دي چې خلک یې د خپلو خاصو موخو ته د رسېدو لپاره خپروي او عامو خلکو کې وېره خپروي.

د بهرنیو ځواکونو شتون، د ستونزو عمده لامل!

دغه مقدمه مې د دې لپاره کېښوده چې اوس یو بل درواغجن قیامت راروان دی، دغه قیامت د دوه زره دولسم کال له هغه سره توپیر لري، دغه قیامت(!) د دوه زره څوارلسم کال د دسمبر په میاشت کې دی، د دوه زره دولسم کال د قیامت وېره نږدې د نیمې نړۍ په خلکو وه خو د دوه زره څوارلسم کال د قیامت ترهه یوازې د افغانستان په بېچاره او زورېدلي ملت کې پاشل شوې ده. د دغه قیامت وړاندوینه څه موده وړاندې هله وشوه،چې کله په افغانستان کې دایساف قواوو له افغانستانه د وتلو پرېکړه اعلان شوه. دولس کاله کیږي چې امریکایي او ملګرې قواوې يې یوازې په دې بهانه په افغانستان کې دېره دي چې موږ افغانستان ته امن او سوله راولو، دیموکراسي راولو، له افغانانو سره مرسته کوو او داسې نور… خو دیموکراسۍ په رښتیا موږ ته څه راکړل؟!ټول ملت په دې ګواه دی چې په افغانستان کې امن ورځ تر بلې خرابېږي، د ملکي افغانانو د ژوند د ټولو اړخونو کچه هره ورځ مخ پر ټېټېدو ده، ګرد ارزښتونه مو هر وخت تر ګواښ لاندې دي، نه خپله خوشالي لمانځلی شو او نه هم د غم پر مهال راټولېدلی شو، یو ځل نه، بلکې په ځلونو مو ودونه او جنازې د ړندو بمباریو په قصدي توګه هدف ګرځېلي دي، چې هر ځل په کې لسګونه بې ګناه خلک شهیدان شوي دي. غربت او ناانډولي د هرې ورځې په تېرېدو ډېرېږي، تر دې چې د افغانستان په ډېرو سيمو کې مورګانې او پلارونه اړ دي چې خپلې د زړه ټوتې او د غېږې بچې وپلوري، تر څو یو څه مال تر لاسه کړي او همدا راز د دغو بچیو له نفقې څخه خلاص شي، زور یې شاید هغه چا ته مالوم وي چې په چا راغلي وي. په تېرو څو کلونو کې د هغو افغانانو شمېره چې په قاچاقي او مرګونو لارو اروپا او نورو هېوادونو ته د پیسو پیدا کولو لپاره ځي د بل هر وخت په نسبت زیاته او لوړه ده، دا هغه افغانان دي چې د دوی له انده که په هېواد کې همدغه ناوړه نظام وي نو خپل راتلونکی په افغانستان کې تاریک ویني. په هېواد کې دننه ژبني، سمتي او مذهبي تعصب خو داسې کچې ته رسېدلی چې د افغانستان په تاریخ کې یې ساری نه لیدل کیږي. له ګاونډیو هېوادونو سره خو مو اړيکې دومره ترینګلې شوي دي چې یو بل ته په مورچلو کې ناست یو… دا او دې ته ورته ټول هغه څه دي چې موږ ته غربي دیموکراسۍ تر اوسه راکړي دي. له دومره ډېرو ناخوالو سره بیا هم ډیری افغانان له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو وتل یو بد شګون بولي. اخر ولې؟! لاملونه یې ممکن  ډېر وي خو یو عمده لامل یې د افغانانو اقتصادي وضعه ده، ډېر ناپوه  افغانان چي پهوَاللَّهُ خَيْرُ الرَّازِقِينَیې باور کمزوری دی فکر کوي که بهرنیان له افغانستانه ووځي او د امریکا بې خرته ډالر پر دوی بند شي نو دوی به ګوندې لوږه ووهي، دوی پر دې پوه نه دي چې امریکایان نور په خپله د سوال په ګدۍ ناست دي، امریکایان دې زموږ اقتصاد نه پیاوړی کوي بلکې مهرباني دې وکړي د چين او جاپان له پورونو دې ځان خلاص کړي، اوس مهال اقتصادي پیاوړتیا د امریکا د سیاست او تګلارو تر ټولو مهمه برخه ګرځېدلې ده، د امریکا په تېرو ولسمشریزو انتخاباتو کې د کمپاین پر مهال د کاندیدانو او عامو امریکایانو له خوا تر ټولو ډېره پاملرنه اقتصادي تګلارو ته کېده. امریکایان افغانستان ته یوازې د مذهبي او سیاسي ګټو په موخه نه دي راغلي، بلکې تر ډېره یې اقتصادي ګټې په نظر کې نیولې دي. امریکایانو په افغانستان کې په جګړه باندې په تریلیونو ډالره سرمایه ګذاري او لګښتونه وکړل، دوی لیوني نه ول چې زموږ لپاره دغه پیسې ولګوي، بلکې دوی فکر کاوه چې په ډېرې اسانۍ سره به د افغانستان طبعي زېرمې چې تر اوسه خوندي دي چور او تالا کړي، او شوي لګښتونه به په لنډه موده کې بېرته تر لاسه کړي. د افغانستان د طبعي زېرمو او شتمنیو څخه به شاید ډېر کم افغانان خبر وي، ځکه خو ځان د امریکا اقتصادي مرستو ته اړ بولي. زموږ یوا ستاد به ویل چې امریکایان دې ته تیار دي چې د افغانستان د یو ولایت په بدل کې ټوله امریکا درکړي. د افغانستان هره سیمه د طبعي زېرمو او شتمنیو څخه ډکه ده، یوه وجه همدا ده چې کله انګرېز، کله چنګېز او کله شوروي او امریکا پر موږ حمله کړې ده او د دغو زېرمو د چور کولو خوبونه یې ليدلي دي.

زېرمې مو له احتاجه ژغوري!

سعودي عربستان چې زیاته برخه یې وچه او بې اوبو دښته ده، کرنیز تولیدات یې ډېر کم دي، د اړتیا وړ خوراکي توکو زیاته برخه له نورو هېوادونو څخه واردوي، همدا راز صنعتي تولیدات يې هم له هېڅ سره برابر دي، ما خو په خپل ژوند کې داسې شی نه دی ليدلی چې په هغې دې سعودي جوړ لیکلی وي.څو لسيزې وړاندې سعودي عربستان یو ډېر غریب هېواد و خو اوس ځان د پرمختللیو هېوادونو په کتار کې شمېري، اقتصادي وضعه یې دومره ښه ده چې ډېری مخ پر ودې هېوادونو ته پورونه ورکوي، د عامو خلکو اقتصادي حالت يې د سیمې د هېوادونو په کچه بې بېلګې دی، هر کور موټر لري، هر فرد ته دولت له خوا میاشتنۍ پیسې ورکول کېږي، د جنوبي اسیا هېوادونو په لکونو خلک سعودي عربستان ته د پیسو پیدا کولو او مزدورۍ لپاره ځي، د دومره اقتصادي پرمختګ لامل څه شی دی؟! یوازې یو لامل یې دی او هغه هم د پاک الله رحمت چې په دښتو کې یې ورته تېل او نفت راوویستل، تر څو چې تېل ورسره وي، سعودیان به له هر قسم اقتصادي ستونزو او فشارونو څخه بېغمه وي.
د تازه څېړنو او سروې ګانو له مخې د افغانستان طبعې زېرمې له سعودې څخه په څو برابره ډېرې دي، که د افغانستان دغه طبعي زېرمې په سمه توګه راوویستل شي او نیمايي یې هم په افغانستان او د افغانستان په ملت ولګول شي، بیا نه موږ د امریکا اقتصادي مرستو ته اړتیا لرو او نه د بل کوم هېواد، بیا د دې پر ځای چې زموږ ځوانان د پیسو ګټلو او مزدورۍ لپاره خلیج هېوادونو ته مسافري وکړي، له هغه ځایه به دلته خلک د مزدورۍ لپاره راځي. څه موده وړاندې د پنټاګون له خوا یو راپور خپور شو چې په کې ویل شوي ول افغانستان د لیتیم ډېرې غنې زېرمې لري او کولی شو چې ووایو افغانستان د لیتیم سعودی عربستان دی، د دغه راپور سره سم افغانستان د مسو، کوبالت، اوسپنې،باریت، سلفر، سرپو، سپینو زرو، جستو، نیوبیو او نورو قیمتي منرالونو غني زېرمې او د ځمکې د نادرو عناصرو یو اعشاریه څلور ملیون متره مکعب زېرمې لري. په پنټاګون کې د ټاسک فورس مشر جیم بولیون وایي چې د نړۍ د طبعي زېرمو د نقشې له مخې کېدای شي افغانستان د منرالونو په برخه کې د نړۍ مخکښه یا لیډر هېواد شي. د ځمکې نادرو عناصرو ته په پرمختللې اوسنۍ ټکنالوژۍ کې، لکه موبايلونو، کمپيوټر، تلويزون، هايبرډ ماشينونو، بېټريو، آپټيک فايبر، د ټانک په نويګاسيون سېسټم، د توغنديو د لارښود سېسټم، د جنګي جېټ الوتکو په  ماشينونو، د توغنديو دفاعي سېستم،  ستلايټ او نورو پرمختللې ټکنالوژۍ کې اړتيا ده. داسې خوشبيني ده چې افغانستان  به په دې برخه کې د  نړۍ اوږدمهالې اړتياوې پوره کړای شي. د دغه راپور له مخې د افغانستان د طبعي زېرمو اندازه له یو ترېلیون ډالرو څخه هم زیاته ده، خو د افغانستان اوسنی حکومت وایي چې د افغانستان د طبعي زېرمو ارزښت له درې تریلیونو ډالرو هم ډېر دی چې دغه اندازه کولی شي افغانستان د تل لپاره د پردیو له مرستو او پورونو څخه خلاص کړي.

د لوګر د عینکو د مسو کان د لوګر په شمال ختیځ او د کابل په جنوب کې د دنګو غرونو تر شا پروت دی چې په سیمه کې د مسو ستر کان پېژندل شوی دی، دغو دنګو غرونو په خپله غېږه کې ستره خزانه ساتلې ده، مس ورځ تر بلې د ورځنۍ ټکنالوژۍ له پرمختګ سره لا ارزښتمن کیږي. د عینک د مسو کان زېرمه شاوخوا پنځلس ملیونه ټنه اټکل شوې ده، دغه لوی کان په زرګونو کسانو ته د کار زمينه برابرولی شي. دافغانستان د اوسنۍ ادارې د کانونو وزارت له راپور سره سم د عینکو د مسو کان په راویستلو سره به د افغانستان حکومت هر کال څلور سوه ملیونه ډالر ګټه تر لاسه کړي. د نفتو او تېلو په برخه کې هم افغانستان یو غني هېواد دی، د امریکا د ځمکې پېژندنې اداره د افغانستان د نفتو د زېرمو کچه یو اعشاریه اته بلیونه بېرله او یا له دې هم زیاته اټکل کړې ده. په افغانستان کې د نفتو پنځه زونونه پېژندل شوي دي:
۱-د کندز او تخار په سیمه کې د افغان تاجک د نفتو حوزه؛
۲-په لویدیځ هرات کې د تېر پل د نفتو حوزه؛
۳-په هلمند کې د هلمند د نفتو حوزه؛
۴-په پکتیکا کې د کټواز د نفتو جوزه؛
۵-په سرپل، جوزجان او فاریاب کې د اموسیند د نفتو حوزه.

د افغان تاجک د تېلو حوزه د افغانستان په شمال کې موقعیت لري، دغه حوزه بیا په شپږو برخو ویشل شوې ده، د دغې حوزې تېل څه د پاسه یو ملیارد بیرله اټکل شوي دي، د همدغې حوزې د یوې برخې په توګه د مزار شریف په سیمه کې تر اتو ملیاردو متر مکعبو ډېرګاز او تر سل ملیونو بیرلو ډېر نفت شته دی، د صندقلي په سیمه کې یې تر شپږ شيېته ملیونو بېرلو ډېر نفت شته دي. د امو سیند د تېلو حوزه چې د افغانستان په سرپل، جوزجان او فاریاب ولایتونو کې موقعیت لري د سویډنې ځمکپوهانو له خوا کشف شوې وه، په ۱۹۵۷م کال کې داسې اټکل شوې وه چې په یاده حوزه کې به د اووه اتیا ملیونه بېرلو تېلو څخه هم زیات وي، که په دغه حوزه په شفافه توګه کار وشي هر کال به ترې څلور سوه ملیونه ډالر ترلاسه شي. له دغې حوزې څخه د تېلو راویستلو قراداد یه یوه چینايي شرکت سره شوی دی، داسې ویل کیږي چې تېر کال کې یې ترې یو نيم لک بېرله تېل ویستلې، سږ کار به دغه اندازه درې لکه بېرلو ته ورسیږي او په راتلونکو کلونو کې به څو چنده شي. افغانستان د تېلو تر څنګ د ګازو غني زېرمې هم لري، د افغانستان د کانونو د وزارت د چارواکو په وینا  افغانستان د ۵۰۰ بلیونه متر مکعب څخه په زیاته اندازه د مایع ګازو زېرمې لرې. د کارپوهانو په وینا که دغه ګاز یوازې د موټرو او نقلیه وسایلو کې د تېلو پر ځای استعمال شي نو د سلو کلونو لپاره د افغانستان اړتیا پوره کوي. په افغانستان کې د ګازو درې لوی سيمې د جوزجان ولایت د ګازو زون، د افغان تاجک زون او د هلمند نفتي زون دي. د افغانستان په جوزجان ولایت کې د ګازو پېژندل شوې سترې زېرمې وجود لري، له دغو سیمو څخه هر کال تر یو ملیارد مکعب زیات ګاز پخواني شوروي ته صادرېدل. همدا اوس افغانستان ۲۵۰ زره مترمکعب ګاز مصرفوي خو له بده مرغه چې ډېره برخه یې له ترکمنستان او ایران څخه واردیږي. له دې ټولو سره په څنګ کې سره زر چې په يوویشتمه پېړۍ کې د اقتصادي پیاوړتیا لپاره اړین توکی بلکې شرط دی د افغانستان په مختلفو سیمو کې یې کانونه او زېرمې شته، د سرو زرو بیې دهرې ورځې په تېرېدو سره لوړیږي چې څه موده وړاندې خو یې بیه داسې کچې ته لوړه شوه چې د انسان په تاریخ کې یې بېلګه نه لیدل کیږي.څو لسيزې وړاندې د پخواني شوروي اتحاد څېړنې ښيي چې د افغانستان د سروزرو د کانونو ارزښت د پنځه ویشت بلیونه ډالرو څخه هم ډېر دی او اوسنۍ څېړنۍ له دې هم غټ عدد ښيي. د افغانستان د سرو زرو لویې زېرمې د بدخشان، تخار، بامیان، زابل او غزني ولایتونو کې شته دی. اوسپنه چې زموږ په ورځني ژوند کې د ارزښت وړ عنصر  دی په افغانستان کې یې د حاجيګک په نوم د اوسپنې یو لوی کان شته دی، د حاجیګک کان دکابل څخه نږدې سل کېلو متره فاصله کې د بامیانو په ولایت کې پروت دی چې د اسیا په سطحه د اوسپنې تر ټولو غټ کان دی، په دغه کان کې د اوسپنې د ډبرو اندازه دوه ملیارده ټنه اټکل شوې ده چې دوه شپېته سلنه یې اوسپنه ده. په دغه کان کې د اوسپنې سره په څنګ کې د ډبرو سکاره هم شته دی چې تر ډېره ورڅخه د سونګ د موادو کار اخیستل کیږي. د حاجيګک له کان څخه د اوسپنې د راویستلو قرارداد له هندي دولتي او شخصي کمپنیو له یوې ډلې سره شوی دی.
په افغانستان کې تر اوسه څوارلس سوه داسې ځایونه  په ګوته شوي او څېړنې پرې شوي چې هلته پرېمانه قیمتي کاڼي او منرالونه شته دی، په دغسې یوه وړه لیکنه کې د افغانستان د ټولو طبعي زېرمو په باره کې مالومات راټولول یو ستونزمن او د دغې لیکنې له ظرفیت څخه وتلی کار دی. د افغانستان د زېرمو په اړه اوس د امریکا او چین په شمول د ډېرو هېوادونو موسسې او شرکتونه لګیا دي څېړنې کوي، هر یو یې غواړي چې دلته پانګونه وکړي،که څوک وغواړي اوس په ډېره اسانه توګه کولی شې د افغانستان د طبعي زېرمو په اړه په ډېر څه ځان پوه کړي.

افغانستان، د سیمې نښلوونکی!

یو بل شی چې افغانستان ته یې سیاسي او اقتصادي ارزښت ورکړی دی هغه د افغانستان جیوستراتیژیک او جیواکانومیک موقعیت دی، افغانستان دی چې جنوبې اسیا له منځنۍ اسیا سره نښلوي، د جنوبي اسیا هېوادونه هم د افغانستان په شان پراخه د تېلو او ګازو طبعي زېرمې لري، ټول هغه تجارتي مالونه په ځانګړې توګه تېل چې د جنوبي اسیا هیوادونو څخه هندوستان، اروپا او نورې غربي نړۍ ته صادریږي، د نورو لارو (ایران، روسیه او ازربایجان، چین) په پرتله ورته د افغانستان لار ارزانه او اسانه تمامیږي. د جنوبې اسیا له هېوادونو څخه مالونه د افغانستا له لارې د کراچۍ بندر ته او له هغه ځایه بیا د اوبو د لارې اروپا او امریکا ته رسیږي. همدا راز هغه مالونه چې د اروپا څخه د جنوبي اسیا هېوادونو ته رالېږدول کیږي نو د افغانستان لار ورته د نورو ټولو لارو په نسبت غوره او اقتصادي ده. د مالونو دغه انتقال کېدای شي د ځمکې له لارې وي او یا د هوا له لارې وي. دا په ډا‌ډ سره ویل کېدای شي که یوازې له دغو تجارتي مالونو څخه چې د افغانستان له لارې نورو هېوادونو ته وړل کېږي، په سمه او شفافه توګه مالیه واخيستل شي د افغانستان د دولت کلنۍ بوديجې ته بسیا کوي. د افغانستان خدای ورکړی ستراتیژیک موقعیت کولای شي په سیمه کې د ډېرې موثرې سیمه ییزې همګرايۍ لامل شي، چې په هغه صورت کې به د افغانستان سوله او ټیکاو د سیمې د ګردو هېوادونو له سترو اقتصادي او سیاسي ګټو سره تړلي وي. په دغسې یوه حالت کې به هر هېواد هڅه کوي، چې د افغانستان امنیت او سوله له هر ګوښ څخه خوندي وي.

موږ ځواکمن یو!

که پایله یې ووایو، افغانستان یو غني هېواد دی، موږ غریب نه یو، موږ د شرق او غرب اقتصادي مرستو ته اړتیا نه لرو، له دې سره په څنګ کې چې موږ پر دې کلک باور لرو چې الله پیدا کړي یو او الله به راته رزق هم راکوي زموږ طبعي زېرمې موږ ته د یوې نيمې پېړۍ  اقتصادي ازادۍ او بسیا ضمانت راکوي، موږ د دغو طبعي زېرمو او شتمنیو په مټ کولی شو چې د نړۍ د لومړۍ درجه اقتصادي قوتونو د هېوادونو په لیکه کې ودرېږو. زموږ د نفوس شپېته سلنه ځوانان دي چې کاري وړتیا لري او د لږې خوارۍ څخه وروسته ټول يې په بشري قوه بدلېدای شي، امریکا او اروپا دې خپل مالي بحرانونو ته د حل لار ومومي، د وال سټریټ او نورو مظاهره چیانو ته دې قناعت ورکړي، له پورونو دې ځان خلاص کړي، موږ د اسلامي قانون په موجودیت کې د امریکا دېموکراسۍ ته اړتیا نه لرو، یوازې اسلام دی چې موږ ته د دنیا او اخرت کامیابي راکولی شي.

د خپلواک افغانستان په هیله!

وسيم عثمان

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x