شعـــــرونه

غزل/ جانان خدرخېل

جانان خدرخېل

لټوم درپسې سمې، غرونه، شاړې
ته چې لاړې، پسې لاړې، پسې لاړې

ورکه یاره! رڼو ستورو کې دې ګورم
تا پسې مې څلور کړي سترګې دواړې

دا دې نخښه د ژوندون او که د مرګ ده!؟
چا راوړي ستا د سپین څادر ریتاړې

دا ماشوم زړګی مې بلکل نه صبریږي
که هر څو مې تعویذونه کړل تر غاړې

هغه نه وې چې یو کور درباندې ړنګ شي
ډیرې خونې دې په تلو شولې ویجاړې

که دا ته بېرته په خپلو پلونو راشې
نو باور وکړه یادو ته به دې ژاړې

خو د سترګو تور مې هم درپسې سپین شول
“خدرخېل” نه نوره څومره مینه غواړې!؟

جانان خدرخېل

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x