زاخيلوال له مولانا سميع الحق غوښتي چې طالبان مذاکراتو ته اماده کړي

نن ټکی آسیا (جمعه، مرغومی ۳، ۱۳۹۵ل): په اسلام اباد کې د افغانستان سفير حضرت عمر زاخيلوال له پاکستاني پښتنو سياستمدارانو سره مشورتي غونډه کړې او له هغوی يې غوښتي چې د پاکستان او افغانستان تر منځ د ښو روابطو جوړولو لپاره کار وکړي.

زاخيلوال ياد سياسي مشران خپل رسمي دفتر ته غوښتي وو، نوموړی له مجلس وروسته اکوړه خټک ته د جمعيت علماء اسلام مشر مولانا سميع الحق ليدو ته هم ورغلی، زاخيلوال د دې مجلسونو انځورونه په خپلو شخصي ټولنيزو شبکو نشر کړي.

نوموړی چې د پاکستان لپاره د اشرف غني خاص استازی دی، په مجلس کې له پاکستاني سياسي مشرانو وغوښتل چې د افغانستان او پاکستان د اوسنيو ترينګلو روابطو د هوارۍ لپاره هڅې وکړي، دغه راز يې له مولانا سميع الحق نه هم غوښتنه کړې چېطالبان سولې ته وهڅوي.

نوموړي د پښتونخوا ملي عوامي ګوند له مشر محمود خان اچکزی او د جرګې غړي عثمان کاکړ، د قومي وطن ګوند مشر افتاب خان شيرپاو، د عوامي نشنل ګوند له مشرانو غلام احمد بلور او افراب سياب خټک او د جماعت علماء اسلام مشرانو سراج الحق، شيراز خان او دغه راز بختيار ماني سره کتلي.

اکسپريس ټريبيون د يادې غونډې په اړه نشر کړي خبر کې ويلي چې د جمعيت علماء اسلام مشر مولانا فضل الرحمن پکې شرکت نه درلود خو د يادې موضوع اړوند به په هغه دوهمه غونډه کې ګډون کوي چې د قومي وطن ګوند مشر افتاب خان شيرپاو به يې په اسلام اباد کې کوربه وي.

د غونډې يو تن ګډونوال ایکسپريس ټريبيون ته ويلي چې په راتلونکې غونډه کې به د دواړو هيوادونو سياسي مشران، د جرګې غړي، د مدني ټولنو مشران، روشنفکران، تجاران او ژورنالستان هم شريک وي.

د غونډې يو بل شريک يادې پاڼې ته ويلي چې د افغانستان، چين، پاکستان او امريکا څلور اړخيزې غونډې ناکامي شوې او د هيوادونو تر منځ تشنج زيات دی، نوموړي زياته کړې د اړيکو ترينګلتيا په هند کې د اشرف غني له څرګندونو وروسته لا زياته شوې ده، دی باوري دی چې غير رسمي هڅې کولی شي تشنج کم کړي او په خبرو کې د رسمي اړخونو شموليت ته لاره هواره کړي، نوموړی وايي په غونډه کې وړانديز وشو چې پاکستاني سياسي مشران بايد افغانستان ته د دې هڅو د برخې په توګه سفر وکړي.

«دا پروسه به په يوه مياشت کې بشپړه شي او سياسي مشران به د راروانې جنوري مياشتي تر نيمايي پورې افغانستان ته سفر ولري»

زاخيلوال په غونډه کې د شريکو پاکستاني سياسي ګوندمشرانو له دې پيشنهاد سره موافقت ښودلی چې پخوانی ولسمشر حامد کزری دي د باور جوړونې په موخه پاکستان ته ورشي.

نوموړي له مولانا سميع الحق نه دوه غوښتنې کړې او ورته ويلي يې دي چې د دواړو هيوادونو تر منځ د راپيدا شوي کړکېچ په هواري کې دي ډير رول ادا کړي او طالبان دي مذاکراتو ته اماده کړي، چې مولانا هم ورته له سياسي مذاکرې د خپل بشپړ ملاتړ ډاډ ورکړی.

avatar
1 د تبصرو شمېر
1 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
افغان
میلمه
افغان

د طالبانو جګړی ته باید نور د خپلواکۍ جګړی نوم ورکړی شی . ۱۶ کاله دمخه افغانستان د نړیوال یهودی استعمار له خوا په رڼا ورځ اشغال او په لکونو خلک څه د غلامانو او څه د بادارانو له خوا په شهادت ورسیدل، اشغلګرو کرزی غلام په مشری له هماغه فاسدو او ناوړو غلامانو د کابل اداره جوړه کړه، زاخیلوال د هغو لوی غلامانو په سرکی لمړی د مالی وزیر او اوس سفیر دی. هغه زاخیلوال غلام لیوه چه د پاکستان د غلامو لیوانو سره د ملی او اسلامی مقاومت ( د خپلواکی اتلانو ) سره د روغی جوړی هڅی… نور لوستل »

محمد عبداللہ
میلمه
محمد عبداللہ

افغان صیب ؛مولانا سمیع الحق خو واحد کس دے چہ دافغان جھادعلی الاعلان حمایت کوی،