نړۍ

فارن پالیسي: د موصل جګړه شلېدلې او د خنډونو سره مخ ده

نن ټکی اسیا (جمعه، مرغومی ۳، ۱۳۹۵ل): د امریکا د فارن پالیسي مجلې د یوه تحقیق په خپرولو سره ویلي چې د اسلامي دولت ډلي «داعش» پر ضد په موصل کې جګړه نوره شلېدلې او له خنډونو سره مخ ده او داسي نه ښکاري چې ډېر ژر به په دغه جګړه کې کوم ښکاره پرمختګ وشي.

د موصل جګړه د تېر اکتوبر میاشتي له لومړی ورځي څخه په داسي تمه پیل شوې چې ګواکي عراقي ځواکونه به د امریکايي ایتلاف د الوتکو او عسکري روزني په مټ د موصل ښار ونیسي.

خو اوس چې درې میاشتي تېرېدونکي دي، عراقي ځواکونو او شیعه ملېشو د زیاتو تلفاتو په لیدو سره بیا هم نه دي توانیدلي چې د ښار دریمه برخه هم ونیسي او یا پر ځمکه کوم ښکاره هدف تر لاسه کړي.

د مجلې په وینا د عراق پوځ د رواني میاشتي په منځ کې ویلي وه چې د «الکرامه» او «سومره» کلیو د نیولو لپاره یې عملیات پيل کړي دي، خو تېره میاشت یې په څو واره همدغه دواړو کلیو نیولو اعلانونه کړي وه.

فارن پالیسي زیاتوي: نه یوازي د «الکرامه» کلي د نیولو په اړه عراقي چارواکو مکرر خبرونه ورکړي، بلکي د ۳۸ نورو کلیو د نیولو ادعا یې هم کړې وه، خو لا هم د «سومر» په کلي کي د څو ورځو راهیسي جګړه روانه ده. او وايي: چې په ډېرو سیمو کې داعش تعارضي بریدونه کړي او عراقي پوځیان یې محاصره کړي چې نیژدې مثال یې د «الوحده» کلی دی.

مجله وايي چې د موصل ښار د نیولو څخه دوه میاشتي تېرېږي خو لا عراقي پوځونه کړېږي او سست پرمختګ یې د لویو بشري تلفاتو سره مخ دی، په داسي حال کې چې داعش په کوچنی سیمه کې کلابنده او پر سرتېرو عملیاتو باندي له ځانه دفاع کوي.

مجلې ویلي چې په چټکه توګه د ښار بیا نیولو ټول امیدونه له ناکامۍ سره مخ دي او په مقابل کې «داعش» په دقیقو سرتېرو بریدونو یې د عراق ښه تدریب شوي او مجهز پوځونو ته لوی تلفات اړولي دي.

مجله وايي چې اوس هم داعش پر موصل باندي ۷۵ سلنه مکمل کنټرول لري او پر راغلو پوځونو باندي تعارضي سرتېرو بریدونو ته ادامه ورکوي چې له امله یې دغه پوځونه او ملکیان درانه تلفات ویني او د موصل جګړه یې د ټولو امیدونو پر خلاف د خنډونو سره مخ کړې ده.

مجلې د ایتلافي ځواکونو د مرستیال قومندان امریکايي جنرال «آیسلر» هغه خبرو ته هم اشاره کړې چې ویلي وه، دوۍ په لا محدوده توګه پر موصل باندي بمباریو ته ادامه ورکړې او نور هم د نهه هېوادونو د هوايي ځواک په ملتیا لا محدود امکانات لري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
اقباال

د عربی پسرلی کی امریکا او ملګرو یی هر چیری حتی افغانستان او عراق کی د اسامه او القادی د پلویانو په مقابل کی جنګیدل مګر د سوریی په جنګ کی یی په ښکاره او علنی ډول د بشار په ځای د سوریی د القعدی ګوند سره هر اړخیزی مرستی کولی. حیرانوونکی وه چه یو بام او دوه هوا ، د القااغدی پلویان او د هغوی مشر اسامه یی سرسخته دشمن او بیا هماغه القاده ییی په سوریه کی ملاتړی دی ؟ په دی اړه مونږ څو لیکنی هم لیکلی وی ، شکونه او حیرانتیا می پکی یاده کړی وه… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x