نړۍ

پر سنیانو د وروستي تشدد په اعتراض کې، د عراق د پارلمان ۴۴ غړو په یوه وخت استعفا ورکړه

نن ټکی آسیا: د عراق د پارلمان مشر په ډله یېزه توګه د ۴۴ وکیلانو د استعفا خبر ورکړ.
د عراقي رسنیو د راپورونو له مخې د عراق ۴۴ سني وکیلانو د دوشنبې په ماښام د پارلمان  رئیس اسامه نجفي ته خپلې استعفاوې وړاندې کړې.

د سرجینې د معلوماتو په اساس دغو ټولو سني مذهبه وکیلانو پر الانبار ولایت د عراقي ځواکونو د خونړیو بریدونو او د سنیانو د استازي او ائتیلاف العراقیه اتحاد د غړي احمدالواني د نوینې په غبرګون کې استعفاوې ور کړي دي.
د یادونې وړ ده چې په الانبار ایالت کې د سنیانو د مظاهرو او نښتو په ترڅ کې هم د امنیتي ځواکونو له لورې پر دوی ډزې شوې او لږ تر لږه لس تنه يې پکې وژلي دي.
په عراق کې د نوي حکومت له رامنځته کېدو وروسته دا لومړی ځل دی چې د پارلمان غړي په یوه اتفاق او دومره ډېرښت سره له خپلو دندو استعفاوې کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x