افغانستان

د ملا عبدالسلام ضعیف پر کور وسلوال برید شوی

نن ټکی اسیا (جمعه، مرغومی ۳، ۱۳۹۵ل): په کابل کې د طالبانو پخواني چارواکي ملا عبدالسلام ضعیف پر کور باندي وسلوال برید شوی خو د ساتونکو په متقابلو ډزو او جګړه کې وسلوال تښتېدلي او د یو تن ساتونکی عسکر وژل شوی دی.

د نوموړي کور د کابل ښار د بګرامۍ سیمې په احسان مېنه کې موقعیت لري.

کابل میشتي لیکوال او ژورنالیست نظرمحمد مطمئن پر خپل فیسبوک پاڼه لیکلي چې د «ضعیف» د ساتونکو له لوري د وسلوالو سره کلکه مقابله شوې چې له امله یې وسلوال وارخطا او له سیمي تښتېدلي دي.

نوموړي ویلي چې د برید پر مهال خپله ملا عبدالسلام ضعیف په کور کې موجود نه وو.

مطمئن ویلي «له محترم ضعیف صاحب سره موږ ډیر ملګرې یو ځای یو. داسې ښکارې چې وسلوالو غوښتل خپله ملا عبدالسلام ضعیف په نښه کړی. وخت او ځای یې دقیق په نښه کړی وو. د ماخستن جماعت وروسته یې د ضعیف صاحب لاره څارله. مګر هغه نن شپه له ملګرو سره له کوره لیرې بل ځای وو.

وسلوالو کیدای شي د ضعیف صاحب د میلمنو ځای ته د ننوتلو هڅه کړي وي. ولي د کور د ساتونکو لخوا یې مخنیوی شوی. یو ساتونکی په ډزو کې وژل شوی. او برید کوونکي تښتیدلې دي.
سیمې ته امنیتې کسان هم رسیدلې دي.»

د ملا عبدالسلام ضعیف زوی «حکمت ضعیف» نن ټکی اسیا ته وویل چې نن ماښام پر اوه بجې د دوی پر کور نامعلومو وسلوالو برید کړی چې په جګړه کې د کور یو ساتونکی وژل شوی او بریدګر له سیمي تښتېدلي دي.

نوموړي وویل چې تر اوسه دوی ته معلومات نشته چې دا برید به د چا له لوري شوی وي، خو زیاته کړې چې دوی له هیڅ چا سره شخصي دښمني نه لري.

حکمت هم وویل چې د برید پر مهال دده پلار «ملا عبدالسلام ضعیف» په کور کې موجود نه وو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
6 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
مولوي محمدسليم انقياد ى

دضعيف صاحب پرکوربريد دافغان استخباراتو لخوا ممکن شوى وي اودادمعلم ميرولي پرکور دبريد ردعمل وو خوافغان استخبارات بايد پوه شي که ضعيف صاحب شهيد هم سي دمجاهداولس لخوابه پراشغالګرواو دهغوى پرملګرو داشغال تر خاتمې پوري دوام ولري

غوربندی

ضعیف صاحب یو افغان شمول څه چې جهان شمول او ټول منلی شخصیت دی، د ضعیف صاحب پر کور برید په تر ټولو سختو ټکو د غندنې وړ دی.

ضعیف صاحب ته ښایي چې له دې ځنګل قانونه ښار څخه کوم بهرني هیواد ته ولاړ/ مهاجر شي.

الجاج استاذ بیانزی

مخکی له دی چه دا وحشت وغندو، زما په اند وحشت د وحشیانو وحشی فطرت دی ، هغوی خپل هر وحشت په مقابل کی لږ مقاومت یا غندنه هم د هغو د وحشی کړنو په مقابل کی سرغړونه شمیری ، تاسی د غرو وحشی غوښو خوړونکو پړانګانو او نوروو ځناورو ته وګوری ، وحشی مسلح انسانان چه تر مرمیو ډالر ډیر خرڅوی ډیر خطرناک دی. زما په عقیده د مولوی صاحب کور که بهر ته یی لیږل ممکن نه وی یو نامعلوم خوندی ځای ته باید نقل شی او کورته یی تګ راتګ هم کم او د هغه سره مسلح… نور لوستل »

ضمیر

لومړی داجی د لوی رب شکر اداکوم چی ضعیف صاحب روغ دی خو ځینی با انصافه دوستانو ته حیران یم چی د بارکزی د زوی ژول کیدل ستره بریا بولی خو دضعیف باندی دزی د ستخباراتو کار بولی حال داچی هم ضعیف هم د بارکزی ځوان ځوی په هیڅ طالب زد یا مجاهدینو زد عمل کی شریک ندی دی هم یو عام اوسیدونکی دی هغه هم عام اوسیدونکی وه که د بارکزی بلار بارلمان کی دی نو ضعیف صاحب هم ډیر نیژدی دوستان د حکومت چارواکی دی که دی معلم میرولی سره ناسته باندی کافر کیده نو بیا ضعیف صاحب… نور لوستل »

غوربندی

ضمیر صاحب

کوچنی بارکزی په کور کې نه وو او نه به د برید هدف وو، بلکه له لیرې د پیښې ځای ته راغلی او په بریدګرو یې له بهره وسلوال برید کړی او بیا په متقابلو ډزو کې وژل شوی.

faheem

زه هم د ضمیر صاحب استدلال ته حیران پاتی شوم ، اول د بارکزی اړیکی او کړنی د ملا ضعیف له کړنو او اړیکو سره د زمکی او اسمان توپیر لری بارکزی سربیره پردی چه د غلامانو او بادارانو وکیل دی توله په تودو بحثونو کی د مقاومت په ضد څه نه دی چه نه وایی . بیا د هغه زوی په دغه غونډه کی مهمه نه ده چه بار وو که دننه څه کول د ملاضعیف او یا مقاومت د ځپلو د پاره هڅی او کړنی لرلی ، مګر ضمیر صاحب د خپل نوم ( ضمیر ) په خلاف… نور لوستل »

Back to top button
6
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x