نړۍ

ملګري ملتونه: سږ کال په سمندر کې «پنځه زره» مهاجرین ډوب شوي دي

نن ټکی اسیا (جمعه، مرغومی ۳، ۱۳۹۵ل): نن د جمعې په ورځ د ملګرو ملتونو د مهاجرینو ادارې وویل چې سږ کال ۲۰۱۶ کې ګمان کیږي چې په مدیترانه سمندر کې به تر اوسه ۵۰۰۰ مهاجرین ډوب شوي وي.

د مهاجرینو ادارې ویلي چې تېره ورځ پنجشنبه د ایټالیا او لیبیا تر منځ په سمندري تنګي «صقلیه» کې د مهاجرینو ډکي دوه کښتې ډوبي شوې چې ګمان کیږي لږ تر لږه ۱۰۰ کسان به په سمندر کې ډوب شوي او مړه شوي وي، چې له امله یې سږ کال د ډوب شویو کسانو شمېره تر اوسه ۵۰۰۰ کسانو ته پورته شوه.

د مهاجرینو ادارې ویاند «ولیام سبیندلر» رسنیو ته ویلي چې تر اوسه دا د مهاجرینو د ډوبېدو تر ټولو مایوسه کوونکې او خرابي کلنۍ شمېرې دي.

د ملګرو ملتونو د مهاجرینو ادارې ددې تر مخه ویلي وه چې په تېر کال ۲۰۱۵ کې ۳۷۷۷ مهاجرین په سمندر کې ډوب شوي وه، خو سږ کال دغه شمېره تر تېر کال هم زیاته شوه.

د مهاجرینو ادارې غوښتنه کړې وه چې اروپايي هیوادونه دي د قانوني هجرت پر وړاندي اسانه لاري خلاصي کړي تر څو دداسي ناوړو پيښو مخنیوی وشي.

باید وویل شي چې د سوریانو وروسته افغانان د مهاجرینو د شمېرو له مخې پر دوهم نمبر راځي، خو تر اوسه معلومه نه ده چې په ډوب شویو مهاجرینو کې به څومره افغانان او څومره د نورو هیوادونو اتباع وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
اقباال

د دی ټولو فجایعو اصلی جوړونکی او کاروونکی امریکا او ناتو ده ، لمړی فاجعه یی د سپټمیر یوولسمه ، دوهمه فاجعه یی د داعش جوړونه او کارونه ده ، امریکا او ناتو یی مشری په غاړه لری اصلی قومانده د یهودی نړیوال ماسونیستی استعمار په لاس کی ده هغوی د نړیوال حکومت ( نوی نړیوال ارډر ) سربیره د نړی د نفوس د کمولو هڅی لری دوی فکر کوی چه د نړی نفوس ( که مخه یی ونه نیول شی ) له اوس حالته څو ځله زیات شی . د ناروغیو ، اتومی وسلو کارولو ، فقر او نشه… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x