افغانستان

سمنګان: د والي ساتونکو ۳ لاریون کونکي وژلي، او لس یې نور ټپيان کړي

نن ټکی آسیا: د سمنګان ولایت څخه وروستي راپورونه وايي چی په سمنګان ولایت کي هغه وخت سوله ایزه مظاهرې په تاوتریخوالي واوښتي، کله چي پولیسو پر لاریون کونکو مخامخ ډزي وکړي.

د لومړنیو راپورونو پر اساس ویل کیږي چي ۳ تنه لاریون کونکي وژل شوي دي، او لس تنه نور ټپيان دي، او اخ وډب لا جریان لري.

د سمنګان ولایت لاریون کونکي د والي خیر الله انوش څخه خوشحاله نه دي، او غواړي چي دغه والي له خپلي دندي څخه ګوښه کړه شي.

 دا لومړی ځل نه دی چی د سمنګان اوسیدونکي د والي په ضد لاریونونه کوي، بلکي ددې تر مخه هم څو ځله په ولایت کی د فساد د مخنیوي په خاطر یې په لاریون لاس پوري کړی.

لاریون چي په تاو تریخوالي بدل شوی، اوس هم جریان لري. نور تفصیل به وروسته پر لیکه شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x