نظــر

د اسلامي مبارزې الفبا (۶)- د اسلامي عمل يو والی شرعي فريضه ده

لیکوال: أستاد فتحي یکن – وفات: ۱۳ جون ۲۰۰۹م

ژباړه: سلطان محمود صلاح

په ډیر تأسف سره باید ووایو چې په لس ګونو اسلامي ټولني دلته او هلته موجودي دي چې د مرستو او صدقاتو د راټولولو پخاطر یو ځل ژمی او بل ځل اوړی خلیج ته سفرونه کوي حقیقت دا دی چې دا هسي خیالي ټولني دي او داسلامي عمل په ساحه کې هیڅ حقیقي وجود او اثر نه لري.

۴- ددې پدیدې تر شا ولاړ بل اثر پر اسلام ناپوهي او په دې زمانه کې د اسلام له غوښتنو نه نا خبري ده او دا ددې سبب شوی چې د اسلامي عمل ساحه د مختلقو او زیات شمیر ډلو د تجربو دګر و ګرزي. هره ډله په خپله لاره ځي بیله دې چې د نورو ډلو له تجربو نه څه ګټه اوچته کړي.

په هر ترتیب زمونږ دا تیري خبري دا معنی هم نلري چې د یوه تنظیم د جوړولو لپاره هیڅ شرعي او تحریکي دلایل وجود نلري.

د اسلامي عمل یووالی شرعي فریضه ده:

په دې کې هیڅ شک نشته چې په شریعت کې اصل د اسلامي عمل یووالی دی نه تعدد او دا یووالی شرعي فریضه بلل کیږي ځکه چې:

د مسمانانو او امت یووالی د خدای جل جلاله د لاندي قول په اساس اصل دی:

إِنَّ هَذِهِ أُمَّتُكُمْ أُمَّةً وَاحِدَةً وَأَنَا رَبُّكُمْ فَاعْبُدُونِ ﴿۹۲﴾ [سورة الانبیاء:۹۲]

( او دا ستاسي امت یکي یو امت دی او زه ستاسي رب یم نو تاسي زما عبادت وکړئ)

وَإِنَّ هَٰذِهِ أُمَّتُكُمْ أُمَّةً وَاحِدَةً وَأَنَا رَبُّكُمْ فَاتَّقُونِ (52) [سورة المؤمنون:۵۲]

( او دا ستاسي امت یکي یو امت دی او زه ستاسي رب یم نو له ما څخه وویریږئ)
او دا قول د رسول الله صلی الله علیه وسلم چې فرمايي:

[مثل المؤمنین في توادهم و تراحمهم و تعاطفهم مثل الجسد إذا اشتکی منه عضو تداعي له سائر الجسد بالسهر و الحمی] (د احمد او مسلم په روایت)

( مؤمنان پخپل مینځي دوستۍ، ترحم او مهربانۍ کې د یوه جسد مثال لري چې کله یې یو غړی په درد راشي نو ټول بدن ورسره تبجن او بې خوبه کیږي.)

له اختلاف نه نهي او د یووالي خواته هڅول د الله جل جلاله ددې قول په اساس اصل دی چې فرمايي:

وَلاَ تَكُونُواْ كَالَّذِينَ تَفَرَّقُواْ وَاخْتَلَفُواْ مِن بَعْدِ مَا جَاءهُمُ الْبَيِّنَاتُ وَأُوْلَئِكَ لَهُمْ عَذَابٌ عَظِيمٌ – سورة آل عمران: 105

(پام کوئ تاسي هغو خلکو غوندي نشئ چې په ډلو وویشل شو او له روښانه څرګندو لارښوونو میندلو نه وروسته بیرته په شخړو کې اخته شول، چاچې دا چلند غوره کړی دی هغوی به په هغه ورځ سخته سزا ومومي.)

إِنَّ الَّذينَ فَرَّقُوا دينَهُمْ وَ کانُوا شِيَعاً لَسْتَ مِنْهُمْ في‏ شَيْ‏ءٍ إِنَّما أَمْرُهُمْ إِلَي اللَّهِ ثُمَّ يُنَبِّئُهُمْ بِما کانُوا يَفْعَلُونَ [سورة الانعام:۱۵۹]

( کومو خلکو چې خپل دین ټوټه کړ او ډلي ډلي شول په یقیني توګه له هغوی سره ستا هیڅ اړیکي نشته، د هغوی معامله الله ته سپارلې ده همغه به هغوی ته وښيي چې څه یې کړي دي.)

او د رسول الله صلی الله علیه وسلم دا قول چې فرمايي:

[من فرق فلیس منا] ( د طبري روایت)

( چاچې نقاق واچاوه له مونږ څخه نه دی)

د رسول الله صلی الله علیه وسلم د راتلونکي قول په اساس اصل دا دی چې باید له یوې ډلي نه پیروي او متابعت وشي نه له ډیرو ډلو نه:

[ستکون هنات و هنات فمن اراد ان یفرق أمر هذه الأمة وهی جمیع فاضربوه بالسیف کائنا ما کان] (د مسلم په روایت)

( ډیري فتنې او مصیبتونه به را پیدا شي که چا وغوښتل چې دا یو موټی امت سره بیل کړي نو که هغه هر څوک وي سريې په توره ووهئ)

بل ځای فرمايي:

[دعانا النبي فبایعناه، فقال: فیما أخذ علینا، أن بایعنا علی السمع و الطاعة و في منشطنا و مکرهنا و عسرنا و یسرنا و أثرة علینا و أن لا ننازع الأمر أهله إلا أن تروا کفراً بواحاً عندکم من الله فیه برهان] (د بخاري په روایت)

( رسول الله صلی الله علیه وسلم وغوښتلو او بیعت مو ورسره وکړ او په دې ترڅ کې یې راته وویل: چې په خوښۍ او ناخوشۍ، سختۍ او اسانۍ کې به سمع او اطاعت کوو پر ځان به هغه مقدم ګڼو او تر هغه به له امیر سره مخالفت نه کوو ترڅو چې صریح کفر ورځیني نه وي لیدل شوی او په دې هکله شرعي دلیل هم موجود وي.)

بل یې دا قول:

[الجماعة رحمة و الفرقة عذاب] (زوائد المسند)

(پوه شئ جماعت رحمت او بیلتون عذاب دی.)

د امام السیوطي جامع الضغیر نومي کتاب په حاشیه کې ددې حدیث شریف په هکله تعلیق کې راغلي دي: ید الله علی الجماعة؛ د الله تعالی د تأیید لاس له جماعت ( ډلي) سره وي، یعني د هغوی ساتنه او حفاطت، یعني دوی د هغه جل جلاله په پناه کې وي او د خدای لاس د هغوی قوت دی.

یو حکیم خپلو زمانو ته د نصیحت پخاطر وویل: ماته یوه ګیډۍ لښتي( لرګي) راوړئ، هغوی ورته راټولي کړې، نو ده ورته وویل دا ټولي یو ځای ماتي کړئ خو هغوی ونه شوای کړای چې دا ګیډۍ ماته کړي، نو ده لښتي یوه یوه کړې او ورته ویې ویل ماتي یې کړئ نو دوی هم ماتي کړې، حکیم وویل: که متحد او یو موټي و اوسئ کله به هم مغلوب او مات نه شئ او که سره بیل شوی نو بیا دښمن درباندي برلاسي دی.

د اسلامي عمل یووالی تحریکي اړتیا ده:

سره له دې چې د اسلامي عمل یووالی یوه شرعي فریضه ده، ددې تر څنګ دا یوه تحریکي او بشري اړتیا هم ده او دا ځکه چې:

۱- مطلوب اسلامي بدلون دا ایجابوي چې باید ټول اسلامي قوتونه په یوه لاره، یوه خط او تر یوه واحد پلان لاندي سره را ټول شي. ددې قوتونو اختلاف او بیلوالی دا عملیه شنډوي ، اسلامي انقلاب شاته اچوي او جاهلي قوتونو ته ددې توان ورکوي چې پر مسلمانانو باندي خپل تسلط او حاکمیت ته دوام ورکړي.
اسلامي بدلون ډیر مشکل کار دی، جاهلي قوتونه له مینځه وړل هم اسانه خبره نه ده او په ټولنه کې په فکر، عمل او نظام باندي د اسلام حاکمول دا لازموي چې ټول قوتونه باید داسي سره یو موټی شي چې یو په بل کې مدغم شي، هسي تش تنسیق کافي نه دی.

۲- د اسلام او اسلامي تحریک په خلاف ددې نړیوالو توطئو مقابله یوازي په یووالي او اتحاد سره کیدای شي، ګورو چې غربي هیوادونه تر شمالي اطلس تړون (ناټو) لاندي سره را ټول شوي، اروپا پخپل مینځ کې د اروپايې ګډ بازار له لاري یو له بل سره مرسته کوي او د کمونیستي بلاک هیوادونه د فرصوفیا ( وارسا) د تړون په مزي سره تړل شوي او یهودیان د بین المللي صیهونیزم په تنظیم کې سره یو ځای شوي دي.

په داسي حال کې چې اسلام ضد قوتونه او د اسلامي نړۍ دښمنان پخپل مینځ کې سره یو وي او خپل منځني مرستي او همکارۍ ولري، نو آیا په اسلامي نړۍ کې پر اسلامي قوتونو باندي دا لازمه نه ده چې سره یو شي تر څو د دښمنانو لپاره تیاره(آماده) مړۍ ( لقمه) نه وي او په اسانۍ سره له منیځه لاړ نه شي؟
که چیري د اسلامي عمل یووالی شرعي فریضه هم نه وي، د اسلام او اسلامي تحریک د ساتني وسیله او له شنډیدو او ورکیدو نه د نجات وسیله خو حتماً ده.

۳- بل دا چې نن د ځمکي پر مخ اسلام دښمنه ګوندونه په خاصو جبهاتو کې سره را ټولیږي او دا جبهې لګیا دي څیړنه کوي، پلان جوړوي او د هر ډګر لپاره تیاری نیسي.

نو آیا په دې حال کې له قوتونو سره دا ښايي چې سره بیل او متفرق وي؟ او که دا ورباندي لازمه ده چې د خپل وحدت او یووالي په لار کې ټول موجود خنډونه او موانع په یوه لاس سره له مخي اوچت کړي؟
اسلامي قوتونه که د ځان ځانۍ او نفس پرستي له دې ناروغۍ نه ځان آزاد نه کړي، د الله او اسلام په خاطر سره یو لاس نه شي نو د ډیري بدي او خطرناکي ورځي منتظر دي اوسي.

پر ټولو لازمه ده چې له نفس غوښتني، تعصب، ګوند بازۍ نه پاک او خاص د خدای لپاره ګام اوچت کړي، نو هماغه ساعت به مسلمانان د خدای په کومک خوشحالي وکړي، ووایه چې دا ورځ به نژدې وي.

د تعدد پدیدې د پیدایښت له امله په اسلامي عمل کې د جهادي روزني په هکله مختلفي نظریې او تصورات را پیدا شول. ځیني اسلامي اتجاهات او نظریې دي چې په هر څه کې یعني د افرادو په روزنه، له ټولنو او حکومتونو او نظامونو سره په معامله او… کې په جهادي خط او لار باندي تکیه کوي. خو ځیني نور بیا جهادي خط او لاره له اول نه تر اخره ردوي او له حسي جهاد سره یې هیڅ ډډه نه لګیږي، دا یې د ځان لپاره کافي بللې وي چې د نفس تزکیه وکړي، خلکو ته وعظ او نصیحت وکړي، حاکمانو او مشرانو ته یادونه، په نیکۍ امر او له بدۍ نه منع وکړي، لنډه دا چې د ټولنو د بدلون او اسلامي انقلاب د تحقق لپاره حسي جهاد او قوت نه هیڅ کار نه اخلي.

هلته ځیني نور داسي افکار او نظریې هم شته چې جهادي خط او لاره نه ردوي خو په خپله او د تنظیمي چوکاټ په دننه کې په جهادي خط باندي تکیه کول نه مني، بلکې وایي کیدای شي جهادي وسایل او د بدلون حسي اسباب د دولتي ادارو له لاري په کار واچول شي او یا په دې هلکه له نورو کومک وغوښتل شي او دې ته څه اړه نشته چې جهادي وسایل جوړ کړو او یا یې ملکیت ولرو، ځکه دا کار خطرونه او تکلیفونه لري. نو په دې سره ددې نظریې خاوندان ځانونه د هر څه وړاندي بې مسئولیته شمیري او ځانته ددې تکلیف نه ورکوي چې په شخصیت جوړوني او یا تنظیمي امورو کې مسئولیت ولري.

د اسلامي عمل او د هغه د طبیعت، ځانګړتیا او نښانو په هکله د تحریکي تصور څخه را پیدا شوي توپیرنه او اختلافات ددې سبب شوي چې ا سلامي ټولنه له مجاهدینو نه د خالي ټولني په شان وي؛ سره له دې چې د واعظانو، فیلسوفانو، مرشدینو، لیکوالانو او مؤلفینو کمي نه وي. همدلته ده چې پر اسلامي نړۍ باندي د دښمن د تسلط او حاکمیت سبب او راز څرګندیږي او دا په ډاګه کیږي چې ولي نن دا او سبا هغه ځای د دښمنانو په لاس کې لویږي؟ دا ځکه چې دا وطن له هغه جهادي حرکتونو نه خالي دی چې د هر هغه تیري په وړاندي ودریږي کوم چې غواړي اسلام وټکوي، له ساحې نه یې لیري کړي او بې نږدي اسلام حکومت وکړي!

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x