نظــر

ملت باید په تیاره کې ونه ساتل شي!!!!!

محمدالله تبسم

د هرې غیر طبیعي پیښې د تر سره کیدو وروسته هر عاقل او فکر لرونکي انسان ته د نورو پوښتنو سره سره درې اساسي پوښتنې راولاړیږي.

۱: د ا پیښه چا وکړه؟

۲: دا پېښه یې ولې وکړه؟

۳: دا پيښه یې څنګه وکړه؟

یو څه موده مخکې د رسنیو او ټولینزو شبکو له لارې دا خبر خپور شو چې د هیواد سیاسي شنونکی ښاغلی نظر محمد مطمین د هیواد د ملي امنیت د ریاست له خوا ونیول شو او بیا بیرته خوشی شو.

چې له را خوشی کیدو وروسته خپله نظر محمد مطمین هم همدا خبر تایید کړ او ورسره یې یو څه خبرې هم په ډاګه کړې.

نظر محمد مطمین وویل [‏.چې کله چې زما خوا او شا امینتي ځواکونو ونیوله او محاصره یې کړم. نو ما هغوئ ته دا وویل چې تاسې شاید د بل چا د نیولو لپاره استول شوی یئ .او زه مو غلط کړی وم. خو هغوی له خپلو مشرانو سره د تماس په نیولو راته وویل چې همدا ستا په نیولو پسې رااستول شوی یو.]

خبره دا ده چې د نظر محمد مطمین د نیولو فاعل خو معلوم شو چې د ملي امنیت اداره وه. او دا هم معلومه شوه چې هغه څنګه ونیول شو. خو دا لا تر اوسه د عاقلواو فکر لرونکو انسانانو په مخ کې سوال پاتې دی چې هغه ولې ونیول شو؟ په هغه وخت کې بعضې مدني فعالانو د هغه د نیولو د پېښې د څیړنې غږونه پورته کړل. خو دولت ورته لکه د نورو ډیرو پیښو خاموشه پاتی دی.

اوس که نظر محمد مطمین مجرم وو. نو جرم یې باید ملت ته په ډاګه او وښودل شي تر څو ملت د یوه مجرم سیاسي شنونکي په خولې پسې لاړ نه شي او که مجرم نه وو نو ولې ونیول شو؟؟ اشتباه خو نه وه ځکه هغه په خپله دا وویل چې ما امنیتي ځواکونو ته وویل چې شاید اشتباه مو کړې وي خو هغوئ راته وویل چې نه هدف مو ستا نیول دي او اشتباه مو نه ده کړې.

بیګاه شپه بیا د ټولنیزو شبکو او رسنیو له لارې خبر خپور شو چې په کابل کې د طالبانو د پخواني چارواکي او د اوس وخت د یوه مخور شخصیت ملا عبدالسلام ضعیف په کور وسله وال برید تر سره شو. او د هغه د ساتونکو له خوا د مقاومت په پایله کې بریدکوونکي د پېښې له ځایه وتښتیدل.

ددې پیښې تر شا هم له عاقلو او فکر لرونکو انسانانو سره دغه درې اساسي پوښتنې را ولاړې دي. چې دا چا ؟
دا ولې؟ او دا څنګه؟؟ د څنکه سره سره دا پوښتنه هم ددې اساسي پوښتنو په منځ کې ځای نیولی چې که رښتیا هم بریدګر له هاغه ځایه تښتیدلي وي نو چیرته لاړل؟ ایا په هغه سیمه کې امنیتي پوسته نشته؟؟ که شته نو ولې یې بریدګر ونه نیول او هغوئ چې په تېښته بریالي شول. نو چیرته وتښتیدل. په یو څو دقیقو کې د کابل له څلورو لارو ووتل او که نه همدلته پاتې دي ؟؟

دولت باید ښه پراخه استخباراتي شبکه ولري. باید خپل ټول امکانات پر لار اچولو سره د عاقلو او فکر لرونکو انسانانو دغه پوښتنې ځواب کړي. ددې پوښتنو په ځوابولو سره به ملت پر دې اګاه وي چې څوک او ولې غواړي چې داسې پېښې را منځته کړي. او ملت به دداسې پيښو د تر سره کوونکو او د داسې پیچلو پيښو په مخنیوي کې شاید له دولته ښه رول ولوبوي.

رسنی هم د داسې پیښې په روښانه کولو کې خپل رول په صحیح توګه نه لوبوي. او په کار ده چې له اړوند چاواکو پوښتنه وشي. که ددولت چارواکي دا وایي چې د داسې پيښو عاملین طالبان دي. نو مطبوعاتو او د هغوئ له لارې ملت ته اوس دا واضحه ده چې طالبان کومه پيښه وکړي نو په دقیقو کې یې ویاندویانو بیا پړه په غاړه اخیستي وي او که یې نه وي کړي نو په دقیقو کې یې ردوي.

اوس باید د ښاغلي عبدالسلام ضعیف په کور د ترسره شوي برید ټول اړخونه له ملت سره په روښانه او واضحه توګه شریک شي. کنه نو دا به د دې ملت د لا ګنګسیت لامل وي. او ګنګس ملت د دولت لاس نیوی نه شي کولای.

مننه
ورور محمدالله تبسم

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x