نظــر

سياسي فلسفه

 شمس رحمانزى

هر کله چې د (سياست) کلمه اورېدل کيږي، نو د انسان ذهن ته حکومت، سياسي ګوندونه، سياسې رهبران د هغوى پاليسۍ او موخې او نور راځي. که په منفې لېد لوري ورته وګورو او سياست مو په ذهن په منفي ډول ثبت شوى وي نو، د (سياست) کلمه د انسان ذهن ته د تعصب، وژنې، دسيسو او جګړو تصويرونه ورکوي.

خو په حقيقت کې سياست څه ته وايي؟
د سياست دنده څه ده؟
سياست ته څه اړتيا ده؟
او يا په عمومي ډول، ولې سياست؟؟؟؟؟
په سلګونو دا ډول نور پوښتنې انسان اړ کوي، تر څو د سياست په اړه ژوره مطالعه وکړي او دا ډول پوښتنو ته په دليل، سبب، استدلال او منطق سره ځواب ووايي.
لومړي دلته د سياست دوه جامع تعريتعريفونه کوو او ورپسې (سياسي فلسفه) ته نظر اچوو.
سياست هم علم دى او هم هنر.
په تيورېکل او نظري ډول د سياست زده کړه علم دى.
په عملي ډول د سياست کړنې هنر دى.
ښايي يو کس د سياست پوهه ونه لري خو د سياست په ډګر کې به بر لاسى اوسي. نو نومړى کس سياست مدار دى.
ښايي يو کس د سياست په عملي ډګر کې پرمخ نشي تللى، خو سياسي پوهه او ښه لېد لورى به ولري، نو ياد کس سياست پوه يا سياست دان دى، نه سياست مدار.
دا چې سياست هم علم او هم هنر دى نو داسې يې تعريف کوو.
1- سياست هغه پروسه ده چې، د يوې ډلې او يا ټولنې د ټولو غړو لپاره د تصميم نېولو او د تصميم د عملي کولو دنده لري.
په ځانګړي مانا سره، سياست حکومت او حکومتوالۍ ته وايي.
2- سياست عبارت دى، د ټولو هغه عملي او نظري هڅو او کړنو څخه چې، په عام ولس اغيز کوي، موخه يې
قدرت کې پاتې کېدل، قدرت بدلول او قدرت لاس ته راوړل وي.
سياسي فلسفه د سياست د علم يا پولېټکل ساينس فرعي برخه ده. سياسي فلسفه د سياست په اړه (اساسي پوښتنې) ځوابوي.
لکه
– د انسان او ټولنې ترمنځ اړيکه؟
– قدرت، صلاحيت، مشروعيت څه ته وايي او څنګه لاس ته راځي؟
– جګړه او سوله. د جګړې او سولې پيل، پاى او سبب؟
دندې او حقوق. د چا دنده د چا حق ورکوي؟ د چا حق، چا ته دنده ورکوي.
– ازادي، عدالت، برابري څه دي؟
دولت، حکومت او حکومتوالۍ څه ته وايي؟
سياسي اډيالوژي څه ته وايي؟
سياسي فلسفه د سياست په اړه اساسي او ژورو مسايلو باندې علمي بحث کوي. او د منل شوي عقيدى برخلاف يې اساسي سبب، دليل منطق او حقيقت پيدا کوي.
د سياسي فلسفه په اړه د مېلاد وړاندى افلاطون لومړى کس وو چې د (ايډيال دولت، د شتمنى کمونيزم، په دولت کې د غلام اړتيا او رول، عدلت او دښځو په ونډه) او ورته نور موضوعات يې په خپله سياسي فلسفه کې شامل کړل.
ورپسې ارسطو، د اروپا د ريسانس له دورې ورسته ټام هبوس، جان لاک، مکويلي، روسو، کارل مارکس او نورو په سياست کې اساسي مسايلو ته فلسفي تشريح ورکړه. او په ژور ډول يې هغه موضوعات وڅېړل چې نن يې سياسي فلسفه منځ ته راوړي ده.
د سياسي فلسفه سره اشنايي او پرې پوهېدنه د لنډ وخت او اسان کار ندى. د سياسي فلسفي د زده کړې لپاره د افلاطون څخه پيل بيا تر نن، بايد د هغو سياسي فيلسوفانو نظرېې او فلسفې ولوستل شي چې کالونه يې پدې برخه کې کار او څيړنه کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x