نظــر

پښتون قوم

په پښتون قوم دلویدیځ اوشرقی استعماری قواوولخوا زیات فشارونه اونظامی یرغلونه شویدی اما په هرقرن کښی پښتون دنړی زبرځواک دړی وړی کړی دی اودا سی یو عبرتی درس یی ورکړی دی چی بیایی دنړی دتسخیرفکردسرله کوپړی وتلی دی اودتل لپاره یی داستعماری تکل څخه لاس په سرشویدی . دامنم یو څودګوتوپه شمیرپښتانی داستعماری پلان ګذارانوپه توسط غولول شویدی امااکثره پښتانه بیاداسی نه دی همیشه یی له توری اوډال سره مینه ده اودتوری اوډال ترڅنګ دقلم ملګرتیایی همیش کړی دی(دښمن یی دتوری ترڅنګ دقلم په زورهم مات کړی دی).

 که مستاجرلیکوالان هرڅومره دپښتون قوم دبی سوادی اوبی علمی په باره کښی دیوڅومادی امتیازیاتو اودچوکی په مقابل کښی داستعماری قواووپه لمسون خپل قلمونه وڅرخوی خوبیاهم هغه دخړی پړی جونګړی پښتون دقلم اوعلم اوعرفان خاونددی اوخاوندبه یی وی چی دتاریخ په اوږدوکښی پښتون داثابته کړی دی چی پښتون یو غیرتی قوم دی اوهمیش دزیاتومشکلاتوپه څنګ کښی بیاهم توره ،ډال،اوقلم یوځای چلولی دی چی تاریخ کښی ښی بیلګی لری لکه :(داسلام نړی سترمفکرسیدجماالدین افغان،خوشحال خان خټک ،رحمان بابا…..) .
لکه ملاعبدالسلام ضعیف دپښتون قوم په باره کښی په خپل کتاب(دبنسټیزوستونزودحل لارې)کښی داسی لیکی:

((بل داچی ترډیره حده دپښتنودقومی جوړښت اهمیت په دی کښی دی چی په هرمهال کښی دغلیم په وړاندی منظم پوځ لری داسی پوځ چی نه اعاشه اونه تنخواغواړی .ددین اووطن دفاع دخپلوزلمیانوپه وینوکوی اودشخړوپه وړاندی ښه ساده اوعادلانه قضاوت کولی شی .دقضاوت دپریکړوترشادریدلای شی په میړانه اوپوره شهامت یی پاللی شی خوداټول په هغه مهال کیدلای شی چی په خوله اوزړه له هغو(پښتنو)سره صداقت اووفاداری وشی.کله چی دقومونواوقبیلوترمنځ یوناوړه اوناکاره پیښه رامنځ ته کیږی قومی جرګی یی په قومی دودسره هوارولای شی.دحوکومتونوپه چاروکې لاسوهنه ډیره کمه اولږکوی پرخبره یی باورکوی،دهغوی داوامرواطاعت کوی،داړتیاپروخت ورسره مرسته کوی،خوله خپلوروایاتواودودونوسره له لیونۍ مینی سره سره پراسلامی ارشاداتواوارزښتونوباوری اوسرښندوی قوم دی.
یوی خبری ته دلوستونکوپام رااړوم هغه داکه پښتنانه ددې نیمګړتیاسره سره چی دسیاسی ارادی اواداری واکمنۍ سره ډیره تړاواومینه نلری خودسیاسی نظامونوبری اوپایښت هم ددوی له ملاتړبرته اسانه کارنه دی ،دلته باید په خواشینی سره هغه څه په ګوته شی چی دڅولسیزوراپه دی خواددغه قومی جوړښت دپراګندګی کوشش شوی اوکیږی دخودخواهانوپرهغوغوښتنوچی له اسلامی،ملی منافعوسره سمون نه خوری سترګی پټی شویدی.داخورامهمه ده چی ولی له دغه جوړښت څخه دملی فرهنګ ،دوداوعنعني پرخلاف ګټه اخستل شوی ده ددغه قوم پرحقوقو،چی په اولسی اوقومی نظام کې سترنقش لری له ډیره وخته سترګی پټی شویدی. ))

په پای کښی به دومره ووایمه چی پښتون دسړی سینی خاوند دی اوهمیشه یی دهرظالم په مقابل کښی توره پورته کړی دی دمیړانی ،سرښندنی ،میلمه پالنی اوغیرت څلی یی همیش له ورایه معلومیږی خودوخت طاغوت یی دارام خوب ته نه پریږی له دی معلومیږی چی پښتون دیوی ښی حکومت داری اویوه منظم نظام بانی دی اوهمیش یی ځان وژلی، خودنړی مظلوم ملت یی دظالم له پنجوخلاص کړی دی اودژوند ښکلایی وربښلی چی ژوندی مثالونه :دانګریزانودری یرغلونوته غاښ ماتوونکی ځواب،دایرانی ظالم اواستبدادی پوڅ شکښت اوپه ګونډوکیدل ، دشرقی بلاک دړی وړی کیدل اودمنځنی اسیادمظلوموملتونو ازادی ،اواوس دنړی دسترطاغوت (امریکا)شکست دی چی په تاریخ کښی به بیاافغان ته دراتګ تکل ونکړی.

داسلامی خلافت دراتګ اواسلامی نړی دازادی اواستقلال په هیله.

عبدالمتین (عمری)

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x