شعـــــرونه

درې دېرشمه  آنلاين  في  البديهه  مشاعره

ترتيب: مستور مجاهد

د تېرې  جمعې  د شپې  آنلاين  في  البديهه  مشاعره  چې د ښاغلي  ( عرفان الله عرفاني ) صاحب د فيس بوک پر دېوال تر سره  شوه.

دا ځل  مشاعره  په  دې ډول وه،چې هر شاعر به  شپږ بيته  شعر د مطلع  پر وزن ،قافيه  او رديف  باندې  ليکي  دمشاعرې  لپاره  وخت  څلوېښت  دقې  ټاکلی  شوئ وو شاعرانو وکولی  شو چې په  ټاکلي وخت کې خپل  شعرونه  وليکي د مشاعرې  لپاره  د ښاغلي محترم ( مل غني  خېل )صاحب  بيت  انتخاب  شوئ  وو په  لاندې  ترتيب  يې  کتلی  شئ.
څه  په زړه پورې  انتخاب  طالب جان
ولس مو بيا غواړي  ګلاب  طالب جان
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
مظهري طالب

زما د تږي  زړه  شراب  طالب  جان
زما خوشبو زما  ګلاب  طالب  جان

دا مو ايمان  او عقيده  ده ياره
چې  راولي  به انقلاب  طالب  جان

زما د دين  زماد مذهب  مظهر دى
زما د منبر زما د محراب  طالب  جان

زماد ښکلو خاطراتو الـــــبوم
زما قلم  زما کتاب  طالب  جان

که  نن  بيا راغى  په  دې  لاره  باندې
ورته  پرانېزم  د زړه  باب  طالب  جان

غليمه  بس  کړه نور خېزونه  مکړه
نن  به  دې غرق کړى  په  درياب  طالب  جان

دغه  دکومې  مينې  زور دى  آشنا
چې  ځان  لوګى کړي  هم  کباب  طالب  جان

طالب الهام

زموږ  ښاغلی  زموږ  جناب  طالب  جانه
په مونږه  ګران  دی  بې  حساب  طالب  جان

د غزا لورته  يې آس  زين  ولاړ دى
پښه يې کړه  خښه  په  رکاب  طالب  جان

سپين  يې  بيرغ  د سپين  ايمان  سمبول  دى
د حق  باطل  منځ  کې  حجاب  طالب  جان

نوراني  مخ  يې  تجلا وې  کوي
لکه  قمر لکه  مهتاب  طالب  جان

دومره  جوت  ښکاري  ملګرو سره
لکه  ممبر لکه  محراب  طالب  جان

اخلاق  عادت  يې  زړونه  وړي  له  خلکو
حسن کې  زيات  دى  له  شباب  طالب  جان

دانش ملنګ

په  جهان  خپور لکه  افتاب  طالب  جان
ودان  ساتلى  دى  محراب  طالب  جان

طالب  د هرې  بلا مخ  ته  ډال  دى
تل  يې  لمانځلى  انقلاب  طالب  جان

د هر مظلوم  د زړه  تسل  دى  طالب
هر يو ظالم  ته  دى  ځواب  طالب  جان

هلمند،کندز، زابل، کابل  ته  ورشئ
تيار نيولى  دى  فارياب  طالب  جان

د حلب  شام ،برما نړۍ  مظلومان
ټول  انتظار دي  د جناب  طالب  جان

د دين  پر سر سکروټې  وړي  په  لاس کې
پروت  دى  فدا کباب  کباب  طالب  جان

اى  که  جنت  غواړئ  طالب  ومنئ
ښکاريږي  ټول  ثواب  ثواب  طالب  جان

طالب  ددې  عصر موسى  يادېږي
کړو يې  د وخت  فرعون  غرقاب  طالب  جان

( دانش ملنګ  ) د زړه  محل  پرانېزم
دېره  کوم  پکې  ګلاب  طالب  جان

تندر امارتي

لکه  غا ټو ل  لکه  سمبل  او ريحان
دی  په  ګلانوکی  حساب  طالب  جان

د وخت  ظالم  پرې  څه  ظلمون کړي
ښکاره  خړ پړ لکه  ترا ب  طالب  جان

نړی ته  يې  ماتې  ورکړي  ريښتيا
شو هر غليم  لره  عذاب  طالب  جان

موږ ورته  ناست  د انتظار په  لاره
الله ( ج ) به  راولي  مهتاب  طالب جان

د وخت  مغرو رو ته يې  زور ښودلی
لکه  توفان  لکه  سېلاب  طالب  جان

زما د زړه  کعبه  په  ده  ودانه
( رافع ) ته ګران  دی  بې  حساب  طالب  جان

حميد اشنا

څه  په  زړه  پورې  انتخاب  طالب  جان
ولس مو بياغواړي  ګلاب  طالب  جان

………………………………….

هغه د ستورو غوندې  ښکلی  چې دی
هغه  ښايسته  لکه  آفتاب  طالب جان

چې  پر مظلوم  امت  ظلمونه  کړي څوک
ورسره کړي  حساب  کتاب  طالب جان

د زخمي  زړونو پرهرونو ټکور
خو ددښمن  پر سرعذاب  طالب جان

لکه پتنګ  چې  ځي  د عشق  له  زوره
په  سرو لمبو کباب کباب  طالب جان

چې  هر مغرور کړي  د غرور خبری
په  ننګ  ورکړی دی  ځواب  طالب جان

د زړه  په کور کې يې  ساتم  لکه  زړه
( حميده ) تل  اتل  جناب  طالب جان

کامران خپلواک

له سر او نوکه  ده ثواب  طالب جان
پر غليمانو سم  سېلاب  طالب جان

ټول  يې عزت  کړو احترام  يې کوو
زمونږ  د کلی  دی نواب  طالب جان

د هر رقيب  د سترګو خار دی ګورئ
و غلامانو ته  عذاب  طالب جان

پردين  وطن  باندې  غيرت  کوي تل
راباندې  ګران  دی دا جناب  طالب جان

( کامرانه ) زړه  باندې  ډاډه  وی  زمونږ
تازه  تازه  لکه  ګلاب  طالب  جان

هاشم سادات

څه په  زړه  پــورې  انتخاب  طالب جان
ولس  مو بيا غواړي  ګلاب  طالب جان

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
په يو لاس کې ټوپک  او نعره  د تکبير
په  بل  لاس کې نيولی  کتاب  طالب جان

عدالت  به  شرعي  وی  قانون  د قرآن
د ظالم  نه  به  اخلې  حساب  طالب جان

تورې  څڼې  چنار غوندې  دنګه  ځواني
کافرانو ته  جوړ دی عذاب  طالب جان

په  جهاد کې چې  تل تکليفونه  ګالي
دی خبر يې  په  اجر ثواب  طالب جان

ورکوي  تل  دښمن  ته  مات  غاښی ځواب
دی اتل  مو د دې  انقلاب  طالب جان

اې ( هاشمه ) غازيان  قربانۍ  ورکوي
په تاريخ  کې ليکي  نوی  باب  طالب جان

محمد اسلم ثاقب

يون کړي  په شپو کي تر منزله  رسيد
آزادۍ  نوی  کتاب  طالب  جان

د نوښتونو امام  دا طالب  دی
دکتاب  بيان  اول  باب  طالب جان

د غيرت  څلی  د عمر  ورپاتې
و هر غليم  ته  دی  ګرداب  طالب جان

که  شي  زخمي  او يا شهيد شي طالب
په دغه  واړو کي  ثواب  طالب جان

لاروی  د قران دی  بل  هدف  نه  لري
درب  په مرسته  دې کامياب  طالب جان

زه ( ثاقب ) خوار دې  تر ده  شم  قربان
زما د زلفو دی ګلاب  طالب جان

فتحان حنفي

څه  په زړه پــورې  انتخاب  طالب جان
ولس  مو بيا غواړي  ګلاب  طالب جان

………………………..

نور به يې دا تياره  جهان رڼا کړي
الله دې  راولي  آفتاب  طالب جان

پر مخ  مين يې  ښايستونه  دي  چې
له  ربه  غواړي  تل  شباب  طالب جان

چې  زړونه  يوسي  بس  په يو ديد باندې
نظر دې نه  شي ګل مهتاب  طالب جان

دا چې  د دې  عصر  بې  تاجه  شاه دی
د هر زړګي دی انتخاب  طالب جان

د مظلوميت  هيلي  پرې  سر ته  رسي
ظلمت  ته تندر دی  جناب  طالب جان

( فتحانه ) نن  د  هر مؤمن  زړه کې دی
په دين  قربان کباب کباب  طالب جان

عبدالباقي موقر

چاته  وی ګل  چاته  اغزی  سترګوکې
چاته  درمل  چاته  عذاب  طالب جان

څومره  ښايست الله ورکړی ګران  ته
لکه  غاټول  کله  ګلاب  طالب جان

ماته يې دا عادت  ډېر خوند راکوي
چې کړي کارونه  د ثواب  طالب جان

خاونده  رحم  او کرم  پرې  وکړه
چې  هرميدان  کې  شي کامياب  طالب جان

طالب  اسره  طالب  زړه ګی دی  زما
طالب  مې  نوردی  د مهتاب  طالب جان

( موقر )يې  قدر ځکه  ډېرکومه
د کفر مخې  ته  سېلاب  طالب جان

ابراهيم  حنفي  زرمتی

څه په زړه  پورې انتخاب  طالب جان
ولس موبياغواړي ګلاب طالب جان

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

چې دغليم  د سر ماغزه  ماتوي
غواړو مونږ بيا هغه عذاب طالب جان

کفري بندونه  چې له  بيخه باسي
راځي  به بيا  لکه سېلاب طالب جان

تورې  تيارې  شپې  به رڼا رڼا کړي
څرک  به  و هي لکه افتاب  طالب جان

تندې  اخيستي  يو مونږ  ټول افغانان
په آزادي  موکړه  سيراب طالب جان

چې الهي احکام نافظ کړي مونږ ته
رابه  وړي  بيا ها انقلاب طالب جان

( حنفي ) ستايم يې غيرت ميړانه
سوپر طاقت ته دى ځواب طالب جان

جنتي  ملنګ

چې راپه  ياد شولو ګلاب  طالب جان
زړګی زما شولو کباب  طالب جان

دتور زندان  تورو تمبو  و شاته
دغه  ژوندون  نه دي  حساب  طالب جان

د وطن کور کلی  په تا ودان دی
خداي خو د راوله  جناب  طالب جان

په ازادۍ  باندې  يې  و نازوه
زما بندي  زما مهتاب طالب جان

د( جنتی ملنګ  ) دغه ارمان  دي
چې  شی اتل  د انقلاب  طالب جان

رحيم الله شېرمل

د وخت نمرود ته کړي خطاب طالب جان
چې  هر کافر ته يم عذاب طالب جان

دا دلوی  رب د عشق  پوره  ثبوت دی
ځان په اورونو کړي کباب طالب جان

دا خوار مظلوم  ولس  د ځوراو اوه
درسره  وبه  کړي حساب طالب جان

د شهادت  نغمې يې وي انتخاب
چې غږ وي  د ژوند رباب  طالب جان

دغه  غلام  کفري  بندونه  به  وړي
ورباندې  را چې  شي سېلاب طالب جان

( شېرمل ) هر وخت  لاس  په دعا  وي رب ته
خدای دې  هر ځای کې کړي کامياب طالب جان

عبدالباقي مهاجر

د هېواد غېږکې  دی ثواب  طالب جان
خدای  راوساتلی  دی  شباب طالب جان

سرله  سبا دې  رب کامياب  کي د لبر
جوړهر دښمن ته  دی ځواب  طالب جان

په  تورو زلفوکې  ټومبلي ګلان
تازہ تازہ  دی  سپين  افتاب طالب جان

ورپسې  کړې  ټول  جهان  اقتداء
زموږ امام  زموږ محراب  طالب جان

دغلامانو  پر سر ږدي  تبرونه
دی  مبارک غازي  قصاب طالب جان

د( مهاجر ) دوطن سترګې  اوزړه
دخدای  رضاته  دی  بېتاب  طالب جان

حمزه حسيني

زمــــــونـــږ  په لپو کې هـــمدا دعــا ده
چې  په  نړۍ  شي تل کامياب  طالب جان

دېمکــراســان  دې هميــشه غپـــېږي
عزت  به کــم  نه کړي د شاب  طالب جان

په ګورګــوتو څــڼو غــزل غــــزل دی
د ښايســـتونو دی  ستر باب طالب جان

په جــهادي  مــسير يې يون دی صفــا
لکه  شاهين لکه  عــقاب طالب جان

زما زړکــی  يې  په  هجـــــران  زخمي کړ
را ته  رادرومــي  تل  په  خواب  طالب جان

په شهــادت  بانـدې  مـــين  دی  جـانـان
کــړي تبســم  لکـه  ګــلاب  طالب جان

مسروري

لکه  غمی  لکه  ګلاب  طالب جان
وطن دی  ښکلی  په جناب  طالب جان

زمونږ د دين زمونږ دايمان  حصه ده
ساتي سنګر ساتي محراب  طالب جان

د زړه  هنداره کې  يې  ښکاري ايمان
ځکه  وي تل رب ته  تواب  طالب جان

چې اوروي  تل د ښکلاوو باران
دی  پر ولس هغه سحاب  طالب جان

ته يې  برلاسی  کړه  پر ټوله  نړۍ
ربه  له تاغواړم کامياب  طالب جان

ددين  رسۍ يي  ده  نيولې کلکه
ځکه نېکان لري احباب  طالب جان

ای ( مسروري ) ساتي  مورچل د اسلام
لوړي  درې  لکه  عقاب  طالب جان

تسل منيب

دی هر جابر ته لوی  عذاب  طالب جان
خدايه  فاتح کړې دا ګلاب  طالب جان

دا چې دنيا ورته  حيــــــرانه  ده  نن
دى  د حجرې  او د محراب  طالب جان

خواص  يې ټول دي د زمريو غوندې
نظر لري لکه عقاب  طالــــــــب جان

دا يې ثبوت د خوږې  مينې ده چې
ورځي مرګي ته په  شتاب  طالب جان

ټول  فرعونيان  به اوس يو دم  لاهو کړي
دى  رود نيل غوندې ګرداب  طالب جان

د خپل مظلوم  ولس په غم ځوريږي
خودى پرديو ته  سيلاب  طالب جان

زما( منيب  ) د غـــزل توري ترې ځار
خداى دې هميش لري کامياب طالب جان

مهاجر رودوال

چاته راحت  چاته عذاب طالب جان
چاته ازغى  چاته ګلاب طالب جان

چاته احساس د چا احساس دى قسم
چاته زرين  د تاريخ  باب  طالب جان

چاته ترهګرښکارى اوچاته زړګى
چاته  جانان  چاته  قصاب  طالب جان

چاته تندر داسمان دى چاته قهر
چاته درياب  چاته ګرداب  طالب جان

چاته عمرچاته خالدچاته منصوردى
چاته سکروټوکى خباب طالب جان

چاته به خوښ وى مهاجره ياره
چاته به څه ماته جناب طالب جان

زبير درمان

ګرځي په غــــرونو کی شباب طالب جان
ستړی ستــــومان به وی ګلاب طالب جان

يـــــاغی دوښـــمن تــه لـــکه غر ولاړ دی
پـــری به  يې غــاړه  کړي  قصاب طالب جان

ګــــرد اوغبـــــاريې په  بـــــڼو  ښکارېږي
زړه  تــرنـــــګوی  لـــــکه رباب  طالب جان

ستــــرګې اوځان مــې تر ې قربان کړې ربه
په مــا خو ګران دی بې حساب طالب جان

په مــوږ بــــاران په مــــوږ دی سپـــينه  واورہ
دوښــمن  ته تنـــدراوعــــــذاب طالب جان

لــکه نښــتر لـــکه  چنـــار غــــــوندی دی
لـه  رنګه  سپين لکه  افتاب طالب جان

په  خــــــدای قسم دی  لــکه  شــــات لګېږي
( درمـــــانه ) زمــــــا د انتخـــــاب  طالب جان
مسلم يار

شو د ذريـن تـاريخ يــو بـاب طـالب جــان
خدايه قبـول کړې دا ګلاب طــالب جـــان

د خداى په دين باندې قربان شو ګوره
شـولو ذره لـکه کبــاب طالـب جـان

د ښکلي دين او د وطن پــه خــاطـر
هر يو دښمن ته شو جواب طالب جان

د شهـادت جـام تـه بـه تـګې وو تــل
له تندې وروسته شو سېراب طالب جان

خيـر دې که خـلک يـې دهـشتګرد يـادوي
ټول کـاينات ته شــو ثواب طالب جــان

چـې دا کفـري نــړۍ پـه مـخه کـړي بيــا
خدايه ترې جوړ کړې لوى درياب طالب جان

زه(مسلـم يار) يې هـم ملګرې يــمـه
تـل د قلـم او د کتـاب طالب جــان

منصور افغان

د وخت دې تورو ترږميو لره
ولاړ هر ځای لکه افتاب طالب جان

ګرځی خړ پړ د تورو غرو لمن کی
ها د ممبر او د محراب  طالب جان

دا ټپوسان به يو ځل بيا ورکوي
راځی به خامخا عقاب طالب جان

خاونده يو ځل خو يې بيا راوله
لکه غمی  لکه  ګلاب طالب جان

( منصور ) افغانه دوښمنانو ته خو
شکر دی شکر دی عذاب طالب جان

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x