نظــر

د کرزی په ژړا وژاړو که وخاندو؟ – (دریمه برخه)

karzai cryبسم الله الرحمن الرحیم

 د غلامی تړون په هکله د کرزی  ضد او نقیض دریز :

کرزی صاحب  ، به خپلو خبرو کی دغه د غلامی او بی ننګی تړون اول تاییدوی چه مونږ ته ډیری ګټی لری  او له دی تړون غیره مونږ مړه او بی حرکته ولی  د دی د پاره چه په دغه تاییدولو یی څوک غلام ، مسول ، ګناهکار او خطاکار ونه نیسی په اخره کی د تړون په هکله وایی چه امریکایان مونږ سره دا او دا نه منی یا امریکایان زمونږ یوه ملی ګته هم نه منی او خپلی ټولی ګټی په زور راباندی منی  نو کرزی صاحب چه په اوله کی د دغه تړون کومه برخه ګټوره ښودله ؟

په دی تړون کی خو له تاوان ، شرم او بی ننګی نور څه پراته دی چه زمونږ په ګټه دی؟  دا ځکه چه کرزی لالا ته ویل شوی داسی به وی  هغه بل انتخاب نه درلود چه خپل ځان په خپله نفی کړی چه اوله کی یو تړون په هماغه شرایطو ګټور دی چه په اخره کی یی تاوان او له شرمه ډک اعلانوی ، حتی له دی هم خبر نه دی چه دا  تړون په نیمه شپه کی لاس لیک کړو .

 له دی شرایطوچه کرزی یی وړاندی کوی چه امریکایان یی نه منی دامعنی چه تر اوسه په زور او له دی وروسته به قانونی غلامان یو ، که داسی وی نو د یو غلام سره د تړون لاسلیک کول څه معنی او بیا هغه لاسلیک شوی تړون څه اعتبار لری ؟ مګر غلام ریس جمهور بیچاره  چه د تړون له متن هم خبر نه دی ګټور یی اعلانوی چه زمونږ په ګته دی ؟ دا تړون خو تاسی د اشغال په اوله ورځ تایید او لاسلیک کړی او د دامریکایانو سره پوره دیارلس کلونه په عملیاتو کی ملګری وی د دی مظلوم ملت په وژلو دی د ژړا پر ځای خندا کوله ، هر ډول  قضای مصونیت  دی ورکړی وو  د ملت له څپیړو یی ستا دفاع کوله اوس یی هم کوی ، د مادی پیرزونو خو به یادونه هم نه کوو ، د طالبانو سره نه سوله ستا غوشتنه ده ، فساد ، بی امنی ، فریب کاری او بی کفایتی خوستا د اداری ځانګړی تخصص او د نشه توکو تولید کونکی ،  قاچاقبر او عاملین خو ستا بی کفایته او لاسپوڅی اداره ده تاسی د خپل ملت د پاره  کوم سم  کار کړی چه امریکایانو نه دی کړی زه چه څیړنه او پلټنه وکړم ستاسی تر اداری خو امریکایان او ناتو ډیر شرف لری ، زه وایم که ناتو او امریکا بی تاسو کیدی شی دی ملت ته یو څه ناڅه ګټه ورسوی تاسی خو دا ملت او امریکا دواړه تباه کړل .

مونږ خو په دی تیرو دیارلس کلونو کی یوه ورځ هم وانه اوریدل چه کرزی  دی  د دی ټولو ناخوالو او مظالمو په مقابل کی  اشغلګرو ته په ټوقو کی هم څه یادونه کله کړی وی وخت ناوخت به مو دا اوریدله چه  د پلټینو هییت لیږل شوی او یا به ژر ولیږل شی ولی له بده مرغه نه د هیت لیږل او نه به یی راستنیدل او نه به یی نتیجه اعلان شوه ، د کنړپه خلکو شپه اوورځ د پاکستان پرله پسی توغندی  وریږی او بی ګناه خلک وژل کیږی تاسی محترمو یی مقابل کی څه تدابیر ونیول تر دی چه ملګرو ملتونو ته یوشکایت هم وانه اورل شو ،ولی ۱۳ کلونه وروسته بیا د کونډو یا زړو خلکو او یا د ماشومانو په شان د ریاکاری ژړا کوی ؟

په دی نازکه او  ډيره حساسه  موقع کی چه د کرزی د مداریتوب  پاچاهی مخ په ختمیدو ، د اشغلګرو د وتلو وخت او د غلامی ننګین تړون رامنځته کیدل د کرزی د پاره حالات لا حساس کړی چه امریکا ته هجرت وکړی ، که د خپلی خوښی کاندید لکه د پوتین په شان پاچاهی ورکړی او که د ملت  د څپیړو سره به مخ کیږی  کرزی صاحب وایی له ارګه په خپله خوښه نه وځم پریږده چه د نورو د برخه لیک سره مخ شم ، اولنی ابشن یی د خپلی دوری اوږدول ، دوهم د قیوم کرزی پاچا کول او دریم په ځلمی رسول ،  قطب الدین هلال یا سیاف هم تر نورو نسبی حساب او باورکولی شی .

دا چه امریکایان  څوک ریس جمهور کوی غلامان کله خبریږی نو د کرزی صاحب دا سرغړونی او ژړا ګانی په یارانو تش نازونه  او یا دا هم د بادارانو ډرامه او دستور دی که امریکایانو ورله پورتنو خبرو کومه  یوه  ومنله  کرزی صاحب ته بیا د امریکا ټول شرایط  د منلو وړ او ګټور دی وایی  (( نه هغه شته چه ویریږم او نه هغه شته چه شرمیږم )) د تلویزون په سکریین به نه لیدل کیږی .

دا به کوم بی عقل ومنی چه کرزی له بدی ورځی د دی ملت په ناخوالو ژاړی  او  په خپلو تیرو غلطیو قانع شوی اوس یی جبیره کوی  پوره ۱۳ کلونه پرله پسی دا مظلوم اولس وواژه ، ښځی یی ورله  بیعفته ، مال او عزت یی ورله  لوت کړو په اخره کی بیا د مجبوریت یا منافقت اوښکی تویوی دغه مظلوم اولس به یی وبخښی؟ ،  په ژړا به یی مهربانه شی ؟  دغه اوښکی به یی د دی ناخوالو په سمولو کی څه  ګټه هم  ولری؟ او که د ذلت ، شرم ، غلامی او بلواکی اوښکی به وی؟ ،  دا پیشبینی ۱۳ کلونه مخکی نه شوه کولایی که هغه وخت ماشوم وو ؟ یا یی زده کړی نه وی تر سره شوی ؟

 دا چه د کرزی او د کرزی نازولو میلمنو ډیری پوره پوره کورنی له منځ وړلی په دی ژوند یی څوک پاتی نه دی چه له کرزی سره محاسبه ولری ،  په پل صراط کی ورته منتظری دی ، ډير یی په وینو ژړولی اولمبولی ، په زندانو کی وراسته کړی په سپو خوړل شوی دی نه یی نومونه او نه لستونه شتون لری .  کمونستانو او روسانو خولستونه ورته جوړ کړی او ساتلی وو د کرزی او د دی  اشغلګرو د وخت د بندیانو لستونه خو د هغو د سپو په خیټو کی پراته دی  دالستونه به څه وخت نړیوالو او هیواد والو ته را ښکاره کیږی  او څه وخت به یی ورثه خبره  شی؟ او یا دا چه اخرت کی به یو بل ووینی ، کرزی صاحب په هغو ولی نه ژړل اوس ولی ژاړی دا ځکه چه  د کرزیانو د ژړا وخت رانزدی شوی ؟.

ولی ،دا وخت به خامخا راتلونکی وی چه کرزی ، د کرزی کورنی ، تول کرزیان او د دوی ملګری به هم د نورو په شان په اوښکو او  وینو خامخا ژاړی دا جهان داسی جوړ شوی  چه نن په ما او صبا په تا ده  صدام حسین تر حامد کرزی ډير د امریکایانو نازولی دوست وو انجام یی څه شو، د داود او  نجیب خاتمه څه شوه ؟ د ترکی او امین حال مو له یاده ووت ؟ ایا کرزی تر هغو ډیر هوښیار دی؟  ایا د کرزی داخلی او خارجی ملګری د داود ، ترکی او امین تر ملګرو په کرزی ډیر مهربانه دی ؟ په کار دا وو چه کرزی له ډیره شرمه ځان وژنه او لا به یی  فدای واسکټ اغوستی او دشمنان به یی په خپلو وینو کی لمبولی او د تیرو دیارلس کلونو غچ به یی تری اخستی وی  .

 دا چه کرزی اوس خپلو سترګو کی مرچ او د نورو په سترګو کی خاوری دوړوی  دوه مخی او څو مخی کوی به دی اوتو بوتو خالق او مخلوق تیرباسی  ، ولی ملت  د کرزی او د کرزی د بادارانو په شومو او څو مخو پلانونو اګاهی لری او په دی پوهیږی چه  . انګریزان څه وایی هغه نه کوی او څه چه کوی هغه نه وایی  د کرزی ژړا ، خندا او خندا یی ژړا ده اوس تر بل وخت دیره نزدی ده چه خندا  یی  په ژړا بدله شی  د میرویس جان او مور ګناه خو یی  راته هیڅ او یا  ډیره کمه ښکاری ، مګرله بده مرغه هغوی به هم د کرزی د وحشتونو درنه بیه ورکوی  .

  نتیجه ګیری داده ، د څو مخی کرزی په ژړا  مه تیروځي ژړا یی خندا او خندا یی ژړا ده دا ژړاګانی  د امریکایانو فریب کاری ، دستور او ډرامه ده . میدیا ته   دستور ورکړی شوی چه کرزی مظلوم  او بیچاره معرفی کړی  چه خلک هم  زړه ورباندی وسیزی او  ملی قهرمان ( ګاندی ) تری جوړ او کمپاین ورته  وکړی        ولی زمونږ په  مجاهد اولس دا تودی سړی ډیری تیری شوی ( وایی کور چه اور واخلی دیوالونه یی پخیږی ) په دی پوهیږی چه کرزی که  د خپل  ریاست پاتی دوری  شپی  ورځی زیاتی نه کړی کموی یی نه .     ومن الله التوفیق

د دریمی برخی پای

ـــــ الحاج استاذ بیا نز ی ـــــ

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x