نظــر

د ملت له حیثیت سره لوبې

د سر نوشت ورځپاڼې سرليکنه
پر جنرال دوستم د احمد ایشچي له تورونو وروسته د ملي وحدت حکومت له پراخو کورنیو او بهرنیو فشارونو سره مخ شو. حکومت دغه فشار ته په ځواب کې وویل چې د احمد ایشچي ادعاوې به څېړي او هېڅوک هم له قانون څخه پورته نه دی. وروسته وویل شول چې لویې څارنوالۍ په دې تړاو پلټنې پیل کړې دي، خو اوس داسې ښکاري چې په دې چاره کې به عدالت ونه شي.

په تازه معلوماتو کې ویل شوي چې جنرال دوستم د لویې څارنوالۍ له خوا ور لېږل شوی جلب رد کړی او ويلي یې دي چې لویه څارنوالي له ده څخه د څېړنو واک نه لري. په یو بل بدلون کې د جنبش ګوند غړو ادعا کړې چې د افغانستان د ملي امنیت شورا ورته ویلي چې دا ستونزه د جرګې له لارې حل کړي. له همدې سره ښاغلي ایشچي هم دا خبره کړې ده چې د جنرال دوستم له خوا جرګې او مرکې ور روانې دي، خو دی یې نه مني.

دا بدلونونه ښيي چې د احمد ایشچي د ادعاوو په اړه رښتینې څېړنه نه کېږي او نه هم د افغانستان د حکومت له خوا د هغه د محاکمې په اړه کومه اراده شته. دوی له دې امله څارنوالۍ ته دا موضوع ولېږله چې د خلکو فشارونو او غوښتنو ته یو ډول ځواب ووايي. دوی فکر کوي چې اوس به خلک قانع شي، وروسته به ورو ورو له خلکو دا کیسه هېره شي او په دې ډول به نه یوازې جنرال دوستم محاکمه نه شي، بلکې خپلې دندې ته به هم دوام ورکړي. داسې هم ویل کېږي چې ارګ نه غواړي دوستم ګوښه کړي او یا یې محاکمه کړې، خو غواړي چې تر فشار لاندې یې راولي، خپلې غوښتنې پرې ومني او کمزوری یې کړي. وروستي بدلونونه ټول همدا ښيي چې له بده مرغه یو ځل بیا عدالت تر پښو لاندې کېږي او یو ځل بیا، عدالت د سیاسي معاملو قرباني کېږي.

خبره یوازې د عدالت هم نه ده، خبره د حیثیت ده، د یو سپین ږیري او مخور د حیثیت او د یو ستر او تاریخي ملت د حیثیت. د جنرال دوستم له خوا له احمد ایشچي سره شوي چلند په نړیواله کچه زموږ حیثیت ته زیان رسولی دی. دا د یوه عادي وګړي کار نه دی، له ولسمشر وروسته د افغانستان لومړي مقام لرونکي، یو سپین ږیری له جنسي اړخه ځورولی، جامې یې ترې ایستلي او لوڅ یې په زندان کې ساتلی دی. نړۍ دې ته نه ګوري چې دغه کار جنرال دوستم کړی او هغه په دغه ډول کارونو کې اوږده تجربه لري، بلکې نړۍ دې ته ګوري چې د افغانستان د ولسمشر لومړي مرستیال دغه کار کړی دی. له همدې امله د ټول افغان ملت حیثیت ته زیان اوښتی دی. که دې چارې ته پام نه کېږي، د دې معنا دا ده چې د ملت حیثیت ته پام نه کېږي. په کار ده چې دا مسئله په جدیت وڅېړل شي، عدالت تامین شي، تر څو خپله جنرال دوستم او یا بل څوک په داسې کار سره د یو انسان او بیا یوه ملت حیثیت ته زیان ونه رسوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x