افغانستان

طالبان وايي د دوی ترمنځ د مالي مسائلو په سر کومه ستونزه نشته

نن ټکی اسیا (شنبه، مرغومی ۴، ۱۳۹۵ل): طالبانو د ازادۍ راډيو هغه راپور رد کړی چې ويلي دي چې ګواکې د طالبانو د مشرانو ترمنځ د پيسو او مالي مسائلو په سر اختلافات راغلي دي.

د طالبانو وياند قاري يوسف احمدي نن ټکي اسيا ته په يوې رالېږلې خبرپاڼه کې د ازادۍ راډيو ددغه راپور په اړه ويلي چې دغه ډول هڅې د تبليغاتو بڼه لري او په وينا يې استخباراتي کړۍ غواړي چې په داسې خبرو د خلکو ذهنونه مشوش کړي.

طالب ویاند په خبرپاڼه کې کاږي چې «اسلامي امارت کلک او با دسپلینه ادارې چوکاټ لري، مشران اوکشران په کې معلوم دي، ټول دخپل مشرامیرالمؤمنین شیخ الحدیث مولوی هبة الله اخندزاده صاحب کلک اطاعت کوي، د مالي مسائلو په اړه په خورا حساس ډول احتیاط کوي، د بیت المال د راټولیدو او مصرف لپاره ځانګړی منظم چوکاټ لري او هيڅ نوعه اختلاف په کې وجود نه لري»

په خبرپاڼه کې ازادۍ راډيو «مغرضه رسنۍ» بلل شوې ده او ويل شوي چې ددې په ځای چې د موضوع په اړه طالب ويندويان وپوښتل شي، په يو اړخيزه توګه راپورونه خپروي چې په وينا يې دوی خپل هويت لا په ډاګه کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x