شعـــــرونه

اوږده شپه/ کوچۍ احمدزۍ

کوچۍ احمدزۍ

بیګاه شپه ډیره اوږده وه

هوا هم ډیره سړه وه

د چا سر باندي چت نه وه

د چا لوی محل کې شپه وه

څوک په سور پالنګ ویده وه

د چا خړ ډاګ باندي شپه وه

څوک په غیږه د هجرت کې

د چا خپل کلې کې شپه وه

ټپي زړونه په سلګو وه

خندا روغ زړه کې میلمه وه

څوک د یار له غمه ویښ وه

د چا یار سره جرګه وه

هر یو زړه له هیلو ډک وه

له یو بل د ګیلو شپه وه

د چا هیلې له دنیا وې

چا په ذکر رڼا شپه وه

نیمه شپه د رب دربار ته

د “کوچۍ” جولۍ خپره وه

بیګاه شپه ډیره اوږده وه

دا د ژمي د پیل شپه وه

” کوچۍ احمدزۍ”

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x