عبد الرحمن الصوفي

داسلامي نړۍ وتلي فلک پوهان (اومه برخه)

قاري احسان

عبد الرحمن الصوفي

داسلامي نړۍ وتلی او عظیم فلک پوه، عبد الرحمن بن عمر مشهور په الصوفي سره، په رۍ (الراي) کې د291 هـ کال دمحرم الحرام دمیاشتي په نهمه نيټه يې دنیا ته سترګي غړولي.

په عقلمندي، ښه ذکاوت او پوهي سره مشهوره و، دفلک په برخه کې ځانګړی حیثیت درلود، له اراتوستینس  (Eratosthenes) نه وروسته الصوفي اولنی کس وو، چې دزمکي کوروالی يې ثابت کړ، دوخت دخلیفه عضد الدولة البویهي سره يې ښه دوستي ددې لامل سوه، چي بویهي دده لپاره په شیراز کې یو ځانګړې رصدګاه جوړه کړه، په دغه رصدګاه کې صوفي داجرامو فلکیه په اړه ډیرې دپام وړ تجربې او مشاهدات تر سره کړل، دډیری ستورو حرکات يې په ډیر دقت سره وڅارل، په اسمان کې دستورو ابعاد عرضا او طولا معلوم کړل، او داسې ستوري کشف کړل، چې تر ده وړاندي چا پیږندل هم نه، داسمان یوه رنګينه نقشه يې جوړه کړه، چې دستورو مواقع، دستورو غټوالی او کموالی په کې درج کړل سوی و.

ابن العبري وايې: کله چې به عضد الدولة دعلماو په مخ کې په خپلو استاذانو ناز او فخر کاو، نو ویل به يې: په ولاړو ستورو (الکواکب الثابتة) کې مې عبد الرحمن صوفي استاذ دی.

دستورو لپاره يې فهرست جوړ کړ، او دمخکنیو فلک پوهانو دډیر فلکي کارنامو دغلطیو تصحیح يې وکړه، دکهکشانو په برخه کې هم ډیرې څیړني وکړي، دانډرومیډا (Andromeda Galaxy) په نامه کهکشان يې کشف کړ.

داروپا مشهور او وتلی عالم الدومییلي (Aldo Mieli) په (العلم عند العرب وأثره في تطور العلم العالمي) کې دالصوفي په اړه وايې: دفارسیانو له لويو او عظیمو فلک پوهانو نه یو هم عبد الرحمن الصوفي دی.  الصوفي په خپل کتاب (الکواکب الثمانیة والاربعین) کې دستورو دځای ځایګي په اړه دبطلیموس دډیریو غلطیو تصحیح وکړه.

ددائرة البروج حرکت بطلیموس په 100 کلو کې یوه درجه مقرر کړی دی، خو عبد الرحمن الصوفي بیا له ډیرو څیړنو وروسته ددائرة البروج حرکت په 66 کلو کې یوه درجه ثابت کړ، چې دا خبره دنني عصر داټکل سره ډیره نیژدي ده، دجدید عصر علما په 71 نیم کلو کې دیوې درجې قائل دي.

دهغو ستورو په باره کې چې پر ځای ولاړ (النجوم الثابتة)  بلل سوي، د(الکواکب الثابتة) په نامه سره يې کتاب ورباندي ولیکی، په دغه کتاب کې پر ډیرو ستورو بحث کړی، ډیری اسماني ستوري يې دانسانانو او حیوانانو په صورت کې په مختلفو رنګینو شکلو لیکلي، په دغه کتاب کې تر 1.000 زیات ستوري جمعه کړي، ددغو ستوري يې په عربي نومو سره نومولي دي، چې تر اوسه پوري ځیني لا په هغه عربي نامه سره یادیږي، لکه الدب الاکبر، الدب الاصغر، الحوت، العقرب او داسي نو.

مشهور عالم جارج سارتون (George Sarton) ددې کتاب په اړه وايې، دا په اسلامي نړۍ کې یو له هغو دریو مشهورو کتابونه دی، چې دفلک دعلم په برخه کې مرجع بلل کیږي.

الصوفي د 85 کالو په عمر، د 376هـ کال دمحرم الحرام دمیاشتي، په 8 مه له پاني دونیا سترکي پټي کړي.

2016-12-14

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د