افغانستان

کرزي په کاپیسا کې د یوه ماشوم د قاتل افسر د نیولو امر ورکړی

نن ټکی آسیا: ولسمشر کرزي نن د دفاع او کورنیو چارو وزارت ته حکم ورکړی چې د هغه ماشوم زده کوونکي قاتل افسر چې د ملي اردو په لیکو کې یې دنده اجرا کوله، ژر تر ژره د قانون منګولو ته وسپاري.
په عین وخت کې د کاپیسا د معارف ریاست چارواکو هم له څو ورځنۍ چوپتیا وروسته نن په خپله خپره کړې اعلامیه کې ویلي : تواب الله چې د کاپيسا ولایت د شهید قدرت الله لیسې د اووم ټولګي زده کوونکی و او د تیرې یکشنبې په ورځ د د ملي اردو د ۵ غونډ د یوه نادر نومي افسر له لورې په بې رحمانه توګه په ډزو وژل شوی ، د کاپيسا د معارف ریاست یې وژنه غندي.

همداراز په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د کاپيسا د پوهنې رئیس حسني مبارک عزیزي په دې باب د پوهنې وزیر فاروق وردګ او ولسمشر کرزي هم په دې پېښه خبر کړي.
د یادونې وړ ده چې تېره د کاپيسا ولایت سلګونو اوسېدونکو د یاد ماشوم د بې رحمانه وژنې په اعتراض لاریون وکړ او د قاتل افسر د ژر تر ژر نیولو او محاکمه غوښتنه یې کوله.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x