افغانستان

په ننګرهار کې ۱۴ تنه عسکر له طالبانو سره یو ځای شوي دي

نن ټکی اسیا (شنبه، مرغومی ۴، ۱۳۹۵ل): طالبان وايي چې تېره ورځ په ننګرهار ولایت کې ۱۴ تنه عسکر له دوی سره یو ځای شول.

د ذبیح الله مجاهد له لوري نن ټکی اسیا ته په رسیدلي خبرپاڼه کې ویل شوي چې د ننګرهار ولایت د خوږیاڼو ولسوالۍ اړوند له ټټنګ، منګلو لګید، پیره خیلو، احمد خیلو، خوګۍ، سنګانۍ او خیرمنه سیمو کې ددوی د دعوت او ارشاد په نامه کمیسون له لاري د «اسلامي امارت» سره یو ځای شول.

په خبرپاڼه کې ویل شوي چې طالبانو هغوی ته په خپلو صفونو کې هرکلی ووایه او هغوی یې وستایل چې «دامریکا او کفارو غلامي يې پرېښودل».

مجاهد د طالب شویو عسکرو نومونه او د پلار نومونه هم نشر کړي.

نوموړي ویلي چې دوی نور دغه عسکرو ته اطمینان ورکړی چې خپل عادي او بې خطره ژوند تیرولای شي.

باید وویل شې چې طالبان تل د عسکرو ور اوښتو خبرونه ورکوي خو د کابل وزارت دفاع او یا د کورنیو چارو وزارت دداسي خبرونو په اړه هیڅ غبرګون نه ښيي، بل خوا د ګډحکومت د سولي شورا هم وخت ناوخته دولت ته د طالبانو د تسلیمېدو او د سولي د پروګرام سره د یو ځای کېدو خبرونه ورکوي چې طالبان یې تبلیغاتي هڅي او د فساد ذریعه بولي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x