fbpx
ملا عبدالسلام ضعیف

ښاغلی ضعیف چا او ولي په نښه كړ؟

نن ټکی اسیا – سرلیکنه

تیره ورځ ماښام ناوخته د کابل بګرامیو په ولسوالۍ کې دوو موټر سایکل سپرو وسله والو په پاکستان کې د افغانستان د پخواني سفیر ښاغلي ملا عبدالسلام ضعیف پر کور برید وکړ چې له امله يې د نوموړي یو ساتونکی ووژل شو.

دا چې مشخصا د دې برید ترشا د چا لاس او موخه یې څه ده ښایي هر ډول انګیرنه تر وخت وړاندې خبره وي، خو په مجموع کي دغه ډول اشخاص چې په افغانستان کې د روان ناورین د له منځه وړلو لپاره هلې ځلې کوي د ناورین رامنځته کوونکو جهتونو له لوري تل تر هدف لاندې وي.

که دا خبره نه وي نو ښاغلی ملا عبدالسلام ضعیف خو نه په وسلوال فعالیت کې دخیل دی ، نه له وسله والو سره پوځي اړیکې لري او نه هم له چاسره کوم شخصي خصومت لري.

یواځې دا چې د هیواد د لانجې د هواري لپاره سوله ییزې هلې ځلې کوي د هیواد د ځوان نسل لپاره علمي خدمت کوي او د هیواد د قضیې اړوند په کورنیو او نړیوالو کنفرانسونو کې ګډون او هلته خپل مثبت نظر وړاندې کوي.

د ضعیف صاحب په څیر خبیر، با احساسه او د ټولنیز وجاهت لرونکي اشخاص زمونږ په ټولنه کې ډیر کم او یا که ووایو په نشت حساب دي.

نوموړی یو له هغو کسانو څخه دی چې هم ولسي شعبیت لري ، هم د خپلې قضیې له مختلفو ابعادو څخه مکمل درک لري، هم یې د هواري په لاره کې هلې ځلې کوي او هم یې په هلو ځلو کې له اسلام، هیواد او ولس سره اخلاص او صداقت نغښتی دی.

ضعیف صاحب داسې یو شخصیت دی چې تر بل هرچا د افغانستان دلانجې د ښکیلو اړخونو ترمنځ د باشعوره، فعال او په سیاسي نزاکتونو پوه وسیط (منځګړي) رول لوبولی شي.

داسې رول چې په افغانستان کې د روان ناورین د پایته رسولو لپاره هغه تر بل هر خارجي او داخلي جهت ډیر موثر او نتیجه ورکوونکی وي.

همدا لامل دی چې د دغه ډول مواصفاتو لرونکي کسان د افغانستان دښمنان په هیڅ ډول د ولس په منځ کې نشي زغملای او په هرفرصت او چانس کې یې د له منځه وړلو هڅې کوي.

له دې څخه باید د هیواد د قضیې هغه ټول داخلي اړخونه چې په افغانستان کې روان ناورین ته د یوه اجنبي سازش په سترګه ګوري عبرت واخلي او د روان ناورین د پایته رسولو لپاره د تحمل پذیري او تقبُل فرهنګ په خپلولو سره یو د بل ترڅنګ ودریږي او د خپل هیواد او ولس د ژغورني لپاره مشترکې هلې ځلې وکړي.

د همداسې یوې ورځې په هیله.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د