فیسبوک د هرکاروونکي په اړه تر ګمان زیات معلومات لري

نن ټکی اسیا (شنبه، مرغومی ۴، ۱۳۹۵ل): دا نو نوره پټه خبره نه ده چې فیسبوک د خپل هر کارونکي په اړه تر حد زیات معلومات لري، ځکه چې د ګوګل په څېر فیسبوک هم د اعلاناتو او تجارت په دې نړۍ کې زیاتي پيسې ګټل غواړي.

فیسبوک او ګوګل خپله ټوله بودیجه د اعلاناتو له لاري تر لاسه کوي او په همدې موخه خپل وړیا پروګرامونه او اسانتاوي د انټرنیټ په نړۍ کې د کارکوونکو په وړاندي ږدي، تر څو زیات شمېر کاروونکې ولري او زیات شمېر اعلانونه هغوی ته ښکاره کړي.

فیسبوک په ځانګړې توګه یوازي هغه معلومات نه ټولوي چې یو کاروونکی یې پر خپل فیسبوک پاڼه خپروي، بلکي هغه ټول معلومات ورته مالومیږي چې د هر انسان تر ګمان هم بالا دي.

نوم، ښار، اوسنی موقعیت، د انځور اخیستلو ځایونه، په انځور کې موجود کسان، عاطفي او روحي کیفیت، کورنۍ، د اولادونو شمېره، د تعلیم کچه، د خوښي موضوعات او نور داسي معلومات خو په اوس زمانه کې د فیسبوک لپاره د چپ لاس کار دی، حتی سړی ګمان نه شي کولای چې په یوه ځای کې د یو چا په اړه دومره معلومات را ټول شي.

ددې لپاره چې سړی پوهه شي چې فیسبوک به څومره معلومات لري، د اعلان ورکولو پر مهال دي هغه اختیارات وګوري چې فیسبوک یې یو اعلان کوونکې ته د کاروونکو په اړه ورکوي.

پر فیسبوک باندي اعلان ورکوونکي کولای سي چې په ډېر دقت سره د خپل اعلان لپاره یوه ځانګړې سیمه اختیار کړي، بیا په هغه سیمه کې د ځانګړي اهتمام لرونکې کسان ، ایا دا کسان به تل دلته اوسیږي او که به کله کله ورته راځي، فیسبوک په ډیره اسانۍ سره کولای سي چې دغه سي معلوماتو ته لاس رسی ولري او بیا یې د اعلان ورکوونکو په اختیار کې ورکړي.

حتی تر دې چې د فېسبوک سره اعلان کوونکی دا اختیارولای سي چې د خپل اعلان لپاره داسي خلک هدف وګرځوي چې مثلا کوچني کورونه ولری، لوی کورونه ولري، او یا اقلا په یوه کور کې څلور یا درې کوټې ولري، او ایا خپل کور یې دی؟ که په کرایه پروت دی؟ خپل د کار ځای ته له کومي وسیلې استفاده کوي، څرنګه موټر لري، یوه که تر یوه زیات موټرونه لري، د موټر ماډل یې باید څو وي، او نور مادي حالت یې څرنګه دی..

په کورني حالت کې فیسبوک له مختلفو لارو معلومات ټولوي چې هر سړی څومره عمر لري، واده یې کړی کنه، څومره اولادونه لري، څومره نارینه او څومره ښځينه دي، هغه مندي چې تازه یې ماشومان زیږولي دي، مور یې څومره لوستې ده او کوم کارونو سره دلچسپي لري وغیره.

همداسي هغه ابتدائي معلومات چې له کومي سیاسي ډلي سره تړاو لري، څه فکر لري، کومه لوبه یې خوښیږي، د سیاحت لپاره کوم ځای ته تګ غواړي، څرنګه صفحې او پوسټونه یې خوښ کړی وغیره..

همداسي اعلان کوونکی کولای سي چې د ځانګړي تلیفون یا کمپيوټر لرونکي کسان د خپل اعلان هدف وګرځوي، کومي تلیفوني یا کمپيوتري لوبي يې خوښیږي، کومي شبکې کاروي، په موبایل کې کوم اپلکیشنونه (موبایل پروګرامونه) لري، پر انټرنیټ باندي رانیول کوي کنه، او په څومره کچه یې کوي.

فیسبوک یوازي د لایکونو او صفحو کتلو له لاري د خلکو ځانګړتیاوي نه معلوموي بلکي هغه ټول انځورونه او ویډیوګاني ارزوي چې پر دغه پاڼه نشریږي او حتی له فیسبوک څخه بهر د نورو لویو شرکتونو سره په تجارتي بڼه د همکارۍ تړونونه لري، تر څو له فیسبوک، انسټاګرام، واټس اپ، فیسبوک ماسنجر او د نورو فیسبوکي خدماتو څخه بیرون هم خپل کاروونکي هدف کړي او هغوی وڅاري.

حتی هغه کسان چې په خپل انټرنیټ کې په مخفي توګه پاڼي ګوري، فیسبوک یې د تلیفون څخه د دقیقو معلوماتو را ټولولو په واسطه معلومات کولای سي، مثلا که تاسو د نن ټکی اسیا وېب پاڼه په کروم براوزر کې په مخفي بڼه وګورئ، او بیا د فیسبوک اپلیکیشن له لاري فیسبوک ته ننوزی، نو د فېسبوک مشر زوګبرګ او ملګرو ته یې معلومات کیږي چې تاسو د نن ټکی اسیا وېب پاڼه کتلې.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د