افغانستان

د افغانستان ښځینه پیلوټي «نیلوفر رحماني» په امریکا کې پناه وغوښته

نن ټکی اسیا (شنبه، مرغومی ۴، ۱۳۹۵ل): د امریکا د خبري ورځپاڼي وال سټریټ ژورنال د خبر سره سم د افغانستان لومړنۍ او مشهوري ښځینه پیلوټي «نیلوفر رحماني» په امریکا کې د روزني تر بشپړېدو وروسته په دغه هیواد کې د پناه غوښتنه وکړه.

د خبر سره سم نیلوفر ویلي چې په افغانستان کې وضعیت ښه نه دی او نه داسي ښکاري چې مخ پر ښه کېدو روان دی.

نیلوفر همداراز ویلي چې زړه مي ډېر غواړي چې د خپل هیواد لپاره الوتني وکړم خو زه مې په ژوند بېریږم.

باید وویل شي چې نیلوفر ته د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له خوا د زړورو ښځو په نامه جایزه هم ورکړل شوې او د جایزې د ورکړې په مراسمو کې د امریکا لومړۍ میرمني «میشل اوباما» یې په اړه وویل چې د خپلوانو او طالبانو له ګواښ سره سره نیلوفر خپلي دندې ته دوام ورکړ.

نيلوفر ویلي چې په افغانستان کې ددې لپاره د کارکولو مناسبه فضا هم نشته، ځکه چې نارینه پیلوټان او همکاران یې سم چلند نه ورسره کوي او تحقیروي يې.

باید وویل شي چې ددې تر مخه هم زیات شمېر افغان پيلوټان او په امریکا کې تر روزني لاندي عسکر له خپلو قرارګاو تښتېدلي، اوس یې په کاناډا کې پناه اخیستې او یا هم په امریکا کې په غیر قانوني توګه په پټه ژوند کوي.

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
6 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
pattang

په دې فاسد رژیم کې به څوک ژوند کوي ؟ خو يو شمیر یې اشغالګرو فاسد کړل نو اوس داشغالګرو په ملکو کې له
اخلاقو وتلی ژوند غواړي !

احمد

زما د سیاسی ارزونو له مخی اهمدغه نیلوفر مخکی په الوتکه کی لیدل کیږی چه یو اشغلګر روزنه یا شوونکی د نورو پرتله د دی سره زیات پروازونه کول حتی د همدغه اړیکو له مخی یی ورته د زړوخوښرتیا مدال هم ورکړو ، تاسی ددغی قواری ته ګوری چه څومره ښکلا لری ، ټولی یی ډیری ښکلی او په ښکلا کی غوره شوی مګر نیلوفر په ټولو کی پورته ده ، کیدی شی چه کوم څوک یی په هماغه روزونکو کی خوښ کړی او د هغه په ملاتړ او لا به یی د دی روزنی وخت کی څوک خوښ کړی… نور لوستل »

آمیري

دهغه ځای ډ…. نو دلته په افغانستان کې چیرته ور رسیږي خودبه پناه غواړي ، خو باید ورته وویل شي چې دلته دوستم داکارونه کوي راشه

غوربندي

ددې هوابازې زړورتیا همدا وه چې له افغانستان څخه خپلې نجسې پښې سپکې کړي!!

زه وایم چې امریکایان دې ضرور پناه ورکړي،، داسې کثافت د افغان ټولنې برخه نشي کېدای.

محمد عبدالله الخراسانی

ددجال په لښکر کی به خزی هم دیری وی

محمدربی آماج

کله چی د یوه هیواد فوځي افسران چی د هیواد د استقلال اوخپلواکۍ بیلګه (سیمبول) دۍ له نا امنیو تښتی نود هغه ملک اوهیواد د خدای مل شی.له بده مرغه دلته ټول دود اودستور اوس داسی دۍ چی دلته نوم اوعزت وګټی بیا هغه بنسټ کړی اودښه ژوند په موخه دهیواد سره ټولی کړی ژمنی تر شا کړی او وتښتی. دفوځی افسرانو لوړه دهیوادد ځمکنی تمامیت، ملی حاکمیت ،ولسواکۍ اوخپل بیرغ رپانده ساتل وی.که د اوسنی دولت دافسرانو ژمنتیا د وطن سره د پخوانیو هماغه په اصطلاح کمونیستی حکومت د افسرانو سره پرتله کړوداسی څه به ووینو.د کارمل د حکومت… نور لوستل »

Back to top button
6
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x