افغانستان

فراه: د طالبانو په برید کې ۱۱ پولیس وژل شوي دي

نن ټکی اسیا (شنبه، مرغومی ۴، ۱۳۹۵ل): د فراه ولایت څخه امنیتي سرچینو رسنیو ته ویلي چې تېره شپه ناوخته طالبانو د فراه ښار په «شمالګاه» سیمه کې د پولیسو پر یوې پوستې برید وکړ چې له امله یې یولس تنه پولیس مړه او پوسته له منځه وړل شوې ده.

طلوع نیوز ته یوې سرچېني ویلي چې برید د شپې پر درې بجې تر سره شوی چې له امله یې ۱۱ تنه مړه او یو تن بل ټپي شوی دی.

د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي رسنیو ته په لیږلي خبر کې ویلي چې په برید کې د قومندان «جمک» په ګډون ۹ تنه عسکر مړه، ۱۳ میله وسله غنیمت او د قومندان «سلیمان» په شمول ۲ نور عسکر ټپيان شول.

بلخوا د فراه امنیه قومندان د رسنیو سره په خبرو کې ویلي چې ۳ تنه پولیس مړه او څلور ټپيان شوي دي.

نوموړي ویلي چې طالبانو د پوستې څخه ټولي وسلې له ځانه سره د غنیمت په توګه وړي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x