
په زابل کې چاودني څلور پولیس وژلي دي
نن ټکی اسیا (شنبه، مرغومی ۴، ۱۳۹۵ل): د زابل ولایت په مرکز کلات کې د یوې چاودني په ترڅ کې څلور پولیس وژل شوي دي او رینجر موټر یې تخریب شوی دی.
د زابل ولایت د والي ویاند اسلام سیال رسنیو ته ویلي چې دا چاودنه نن سهار شاوخوا ۹ بجې د کلات ښار اړوند د ایوبزیو په سیمه کې را منځته شوه چې له امله یې یاده مرګ ژوبله واوښته.
اسلام سیال وویل چې د پولیسو پر موټر د چاودني په ترڅ کې یو بل پولیس ټپي شوی هم دی.
د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي هم رسنیو ته په لیږلي خبر کې د پيښي مسؤولیت په غاړه اخیستې او ویلي چې په چاودنه کې یو شمېر پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.