افغانستان

د کابل او واشنګټن تر منځ د امنيتي سند په اړه يو ځل بیا ناندرۍ را پورته شوې

د امريکا بهرنیو چارو وزارت يو ځل بیا پر افغان حکومت پټکه کړې چې که امنيتي سند زر تر زره لاسلیک نه کړي نو دوی خپل ټول عسکر له افغانستانه وباسي. د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت د وياند مرستيالې ماري هارف، پرون واشنګټن کې خبریالانو ته و ويل چې که افغان حکومت دغه سند زر تر زره امضا نکړي نو  له ۲۰۱۴ وروسته به د امريکا په ګډون د ناټو هيڅ عسکر په افغانستان کې پاتې نشي. آغلې هاري مارف و ويل چې ولسمشر باراک اوباما لا تر اوسه په دې اړه نهايي پریکړه نه ده کړې، خو چې څومره د امنيتي سند لاسلیک ځنديږي، ستونځې به نورې هم رامنځته کيږي او انجام به يې خطرناک وي. ولسمشر کرزی ټينګار کوي چې امريکايان باید د افغانستان شرطونه ومني چې د افغانانو پر کورونو به چاپې نه وهي او د سولې عمل کې به پوره مرسته کوي. تېره اوونۍ کرزي وويل چې امريکا زموږ دا شرط منلی چې د افغانانو پرکورونو به چاپې نه وهي خو باید دوی دا کار په عمل کې ثابت کړي او د سولې عملي پروسه پيل کړي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x