افغانستان

د ولسي جرګې استازي خپلو موټرو ته په خپله خوښه نمبرپلیټونه جوړوي

نن ټکی اسیا (شنبه، مرغومی ۴، ۱۳۹۵ل): د افغانستان د ولسي جرګې او مشرانو جرګې وکیلانو خپل د موټرونو نمبر پلیټونه په خپله خوښه اختیار کړې او ځان د ترافیکي سیسټم او نظام پابند نه بولي.

د طلوع نیوز د خبر سره سم د ولسي جرګې غړي هیواد ته موټر واردوي او بېله ګمرک ورکولو له ځانه باندي نمبر پلیټونه لګوي او په پلازمینه کابل کې ګرځوي.

د خبر سره سم ځینو موټرونه داسي نمبر پلیټونه لري: «X»، «احمدزی»، «یما تره خېل»، «ګلبهار»، «ج۱۱۹»، «م ج-۳»، «۰۹۳» وغیره.

داچي دا هر نمبر پلیټ څه مانا لري، خپله وکیلان ښه په پوهیږي، خو د سرچینې له خبر سره سم له همداسي غیر قانوني نمبر پلیټونو څخه په استفادې وسلوال مخالفین توانیږي چې په ښار کې خپل عملیات تر سره کړي او غله توانیږي چې په ښار کې په خلاص مټ د ښه موټر په لرلو او عجیب و غریب نمبر پلیټ په لرلو سره خپلو غلاو او سړي تښتوني ته ادامه ورکړي.

د کابل ښار د ترافیکو مدیر سید محبوب سادات ویلي چې رسنۍ باید له وکیلانو څخه پوښتنه وکړي چې دغه نمبر پلېټونه یې له کومه کړي دي، د ترافیکو مدیریت خو نه دي ورکړي.

بلخوا د ولسي جرګې غړي رمضان بشردوست هم پر غیر قانوني نمبر پلیټونو نیوکه کړې او یولي چې دغه سي غیر قانوني نمبر پلیټونو د ولسي جرګې حیثیت ته تاوان رسولی.

باید وویل شي چې یوازي د ولسي جرګې او مشرانو جرګې غړي نه دي چې خپل موټرونو ته یې غیر قانوني نمبر پلېټونه لګولي، بلکې زیات شمېر زورواکان او دولتي چارواکي هم په ورته کړنو لاس پوري کړی، کله چې دغه چارواکي د ترافیکي پولیسو له لوري درول کیږي، د چارواکو ساتونکي هغوی ته وهل ډبول ورکوي.

ویډیو:

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x