نظــر

ولې دسولې غوښتونکي په نښه کیږي؟

عاکف مهاجر

داچې بیګاه شپه د طالبانو د حکومت د دوران په پاکستان کې سفیر او دګوانتانامو زنداني وتلي افغان سیاستمدار ملا عبدالسلام ضعیف په کور باندې ناکامه حمله وشوه خو لله الحمد ضعیف صیب له دغې مرګونې حملې روغ رمټ و وتلو او تر دې دمخه یو بل لیکوال او شناند انجینر نظر محمد مطمئن بغیر له کوم جرم نه زندان ته وړل کیږي دا او دیته ورته پیښې دا سوالونه را پیدا کوي چې ولې دسولې غوښتونکي په نښه کیږي؟

حکومت او امریکایان تل ناکامه او دروغجنې چیغې وهي چې مونږ دسولې هڅې کوو خو چې سولې ته کومه لار تللې په هغه یې هیڅ قدم هم نده ایښی بلکې دهغې لارې دتړلو هڅې کوي.

لومړی: کله چې طالبانو سولې ته ټټر وو وهلو او دسولې کولو هوګ یې ښکاره کړلو د طالبانو دتیر مشر منصور صیب په هڅو یې دقطر دفتر خلاص کړلو او پو یو ناخبره سفر یې خپل عمده ملګري ولیږل او دا د زهرو غوړپ یې وکړلو د کرزی دوخت حکومت دسولې مخه داسې ونیوله چې په اعتراض کې یې خپل سفیر له قطر را وغوښتلو او دطالبانو د فتر کې یې دهغوی بیرغ و نشو زغملی او دهغوی لوحه یې ونشوه زغملی په عکس العمل کې یې دا دی دطالبانو دقطر دفتر یې تر اوسه بند کړلو.

دوهم: کله چې  د طالبانو تیر مشر سولې ته بیا هڅه وکړه غربي استخباراتي کړیو او همدارنګه دافغانستان او نورو هیوادونو استخباراتي کړیو دطالبانو دتحریک د مؤسس او مشر ملامحمد عمر مجاهد مړینه یې راښکاره کړله او یو خل بیا یې دسولې خبرې وځنډولې او له خنډ سره یې مخ کړلې.

دریم: بیا کله چې تر دې وروسته یو ځل بیا دسولې نغاره چیانو دسولې کچکول غاړې ته واچولو او دپاکستان هیواد ته تر هر څه تیر شول آن چې د ډیورنګ فرضي کرښه یې هم ورسره تقریبا منلې وه او دافغانستان امنیت یې هم پرې وپلورل دافغانستان ځینې د حکومت غړي یې هم دپاکستان په امر له وظیفو لرې کړل طالبانو غوښتل چې دقطر له دفتر نه مذاکرات وکړي او خپل امتیازات دنور په نوم ثبت نکړي او هیواد ته یوه دائمي سوله راولي داسې نه لکه د روس داشغال دټغر دټولیدو دوخت چې دربدره افغانان شو خو ګتې نورو وکړلې او جګړه هم ختمه نه شوله نو غوښتل یې چې یوه واقعي او دائمي او خپلواکه سوله را منځ ته کړي او نو غوښتل یې چې د پاکستان نه بلکې دقطر دفتر له لارې باید دمذاکراتو پیل وشي او همدارنګه څلور اړخیزه غونډو کې یې هم خپل ګډون دهمدې لپاره رد کړلو نو په ځای ددې چې دهغوی غوښتنې ومنل شي دهغوی مشر منصور صیب دسولې قرباني شو او سوله په ټپه ودریدله.

او دادی اوس چې یو ځل بیا یو څو افغان سیاسیونو او دافغان ولس ریښتونو خیرخواهانو  دمثال په توګه ملا عبدالسلام ضعیف صیب، انجینر نظر محمدمطمئن صیب، ډاکټر فیض محمد ځلاند صیب، او داسې نوذو یو ځل بیا دسولې اقدتم وکړو یو زندان ته بوول کیږي دبل په کور ډزې کیږي نورو ته دې هم خدای ج خیر کړي معلومه شوه چې حکومت کله هم سواه نه غواړي او نه دسولې غوښتونکی دی بلکې دوی خپلې ګټې په جګړه کې وینی او نه غواړي چې خپلې ګټې د سولې قرباني کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx