karzai-kiani-karry

د اندلس ملوک الطوائف او پاک – افغان چارواکي

په اندلس کې د يوه مستحکم خلافت (۱۳۷- ۴۲۲ هق) له نړېدو سره سم د صليبيانو په ذهن کې د خپلو زمکو د بيا تر لاسه کولو فکر پيدا شو. دا فکر ورځ تر ورځې د تحقق پر لور لاړ. که څه هم د اسلامي مغرب د “المرابطون” جهادي تحريک نږدې نيمه پېړۍ پورې د دوی د دې هيلې د پوره کېدو مانع شول، خو د دوی د خپلمنځي ربړو په دوران کې د اندلس د ټوټو ملوک الطوائف د يوه تاريخي شرم ثبتوونکي شول.

د اندلس پر هر ښار يوه کورنۍ واکمنه وه. هر ښار يو مملکت ګڼل کېده. هر مملکت له بل سره د دښمنۍ تر بريده وران و. د دين له پلوه نا مسلمان پاچا په کې يو هم نه و، خو يو هم بل نه مانه، هر پاچا به د بل پاچاهۍ ته ګېډه اوبو کې ايښې وه.

دوی کې ځينې پاچاهان قوي ول، ځينې کمزوري. د اندلس ښارونه په اقتصادي لحاظ ډېر بډای وو، ځکه چې د نړۍ د يو تاريخي اموي خلافت زمکه وه. د تاريخ کتابونه ليکي چې يو وخت په اندلس کې داسې اوه کلن ماشوم نه پيدا کېده چې خط ليکل، لوستل او املاء به يې زده نه وه، په شعر لوستلو او معنا به يې نه پوهېده!

د نړۍ په تاريځ لومړی بستري روغتون په اندلس کې د همدې اموي خلافت پر مهال جوړ شوی. د نړۍ لومړی د پوست بکس نظام همدلته د کوترو په ذريعه جوړ شوی. پوليس او پوځ همدې خلافت بېل کړي او دواړو ته يې جلا دندې ټاکلي. د نړۍ تر ټولو لوی کتابتون همدلته و. د شيشو فابريکې، د بېړۍ جوړولو فابريکې، د ټوکرانو فابريکې، د تعميراتي موادو فابريکې، بلکې هر څه وو، ګويا د کلِمې په معنا خلافت و.

کمزورو پاچاهانو صليبي امپراتور ته د اندلس قيمتي قيمتي ډالۍ ورلېږلې، د دې لپاره چې د اندلس د نورو قوي پاچاهانو له زوره پرې ځان وژغوري او خپل حريف ته وښيي، چې زه مسيحي امپراتورۍ سره قوي روابط، بلکې اتحاد لرم او د اړتيا په صورت کې يې د يو چا پر ضد راغوښتی هم شم.

دا کار د دې لامل شو، چې صليبي امپراتور د اندلس په طائفي پاچاهيو جزيه کېږدي. جزيه يې په دې دليل ترې اخيستله، چې ګوندې دوی د خپلو زمکو د بېرته ترلاسه کولو قوت لري، خو تاسې سره ښه کوو، په خپله زمکه مو پرېږدو، خو د جزيې په بدل کې!

حقيقت بدل و. هغه دا چې صليبي امپراتور په دې درنو جزيو باندې ځان د اندلس نيولو ته تياروه. هغه به د دوی جزيې راټولولې او لښکرې به يې پرې مجهز کولې.
صليبي امپراتور هيڅ اندلسي پاچا ته ښې ارادې نه درلودې، خو د اندلس د پاچاهانو منفي ذهنيت د دوی د دې ستر حماقت لامل شو، چې خپلو کې يې پر يو بل باور نه کاوه، غوښه يې په پيشو ساتله.

د اندلس د پاچاهانو ډار او بې زړه توب تر دې درجې ورسېد، يو وخت صليبي امپراتور د اشبېليې پاچا نه وغوښتل چې ښځه مې اولاد زېږوي او هيله يې ده، چې د قرطبې ښار په جامع مسجد کې يې وزېږوي! چې د امپراتور دا حماقت د مسلمانانو د بيا ويښتيا او غالبېدو لامل شو. د اشبېليې پاچا د امپراتور قاصد وواژه او د جګړې ميدان يې تر سوبې کلک ونيو.

زموږ د سيمې مسلمان رنګي پاچاهان هم له يو بله ځان په اوسني مسيحي امپراتور ساتي او د سيمې چارواکو ته يې اخلاص دومره دی، چې خپل کباړ هم نه ورکوي! د يوه وېره ده، چې هندوستان له موقع استفاده ونه کړي، بل د پاکستان له وېرې لړزيږي. دواړو ته چې چا وېره اچولې او دواړو ته يې ګواښ هم متوجه دی، دواړو همدې ګواښمن ته پنا وروړې!

افغان چارواکي دا دی په همدې دليل افغانستان پلوري. ظاهرا دا ښيي چې ګوندې سخت شرطونه يې وړاندې کړي، خو دا مازې مداريتوب دی. د دې لپاره چې د دې صليبي تړون پر منفي اړخونو او خپلې تورې دورې باندې پرده واچوي، داسې ښکاروي چې مسيحي زبر ځواک سره د افغانستان د خپلواکۍ پر سر وران دی.

له پنځوسو ډېر دولتونه يې له خپل ناز او تکبر سره افغانستان کې دېره کړي او شل کرت يې همدا چغه وهلې چې په هيچا مې زور نه رسيږي، ځکه چې هر کس خامخا له يوه سفارت سره کار کوي او هغه ترې دفاع کوي. څوک چې د افغانستان لپاره د سفارت له وېرې عادي مربوطه کس نه شي احضارولای، هغه څنګه دومره کلکېدلای شي، چې د مسيحي امپراتور مصلحوتونه وننګوي؟

هغه چې ډېره د شرم خبره ده، دا ده چې خپله بقاء د دوی په شتون او نږدېکت کې ويني. هر يو کوښښ کوي يو له بله ځان ډېر وفادار وښيي. پايله يې اقلا دا شي، چې د صليبيانو پر فجايعو پرده اچول د خپلو ولسونو په درد وغم تمام شي.

همدا د دې سيمې د چارواکو او د اندلس د ملوک الطوائفو ستر وجهِ مشابهت دی، چې د خپل ځان لپاره تر اخري بريده رفاه لټوي او له ځان پرته خلک تر اخري بريده ځورولی شي.

دا دی موږ وينو چې د اوسني مسيحي امپراتور جرئت تر کوم ځايه رسېدلی؟ او د سيمې د چارواکو ډار او شاتګ څومره ډېر او ګړندی دی. موږ که څه هم په دې پرتله کې دا بې انصافي ګڼو چې زموږ د سيمې پاچاهان له هاغو ملوک الطوائفو سره مشابه کړو، ځکه چې هغه ملوک الطوائف په خپله بې ننګه اراده دغسې وو او دا چارواکي د مسيحي امپراتور لاسپوڅي دي، بلکې تخت و تاج يې د نيرنګې صليبي جګړې له امله دی، اراده يې لا پر ځای پرېږده. دا چې دوی او هغوی مسيحي امپراتور ته مازې د نږدېکت او له خپله ولسه د لرې کېدا لپاره يو ډول وو، ځکه مو سره په يوه پړي وتړل!

لیکوال: لطف الله خیر خوا- کالم: نکات – نن ټکی آسیا

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د