fbpx

دافغاني پاچاهانو لنډ ژوندليک:شاه شجاع

لیکوال : شهید بشیراحمد ریان

تر شاه محمود وروسته شاه شجاع چارې په لاس کې واخېستي.

شاه شجاع دتيمورشاه کشر زوى ، داحمدشاه بابا لمسى او دزمانشاه سکه ورور و.دزمانشاه دپاچهي په مهال په غزني کي والي و.

هغه مهال چي شاه زمان دمحمود له لوري ړوند کړاى شو،دى په پېښور کې و.

شاه شجاع په پېښور کې تيارى ونيو او دجلال آباد په لوري يي وړاندي تګ پيل کړ، له کابل څخه شاه محمود دکامران او فتح خان په مشري لښکرې ورواستولې،په جلال آباد کې ددواړو خواوو جګړه ونېښته، شجاع ماتې وخوړه او دخيبر په لور وتښتېد.

شجاع بيا دلښکر په چمتو والي پيل وکړ ،لښکر يي راټول کړ او په شال کوټ (کوټه) تېر دکوژک په غرو کې يي له صالح محمدخان سره چي دکامران له لوري دلښکر قومندان و،جګړه وکړه.صالح محمد ماتې وخوړه.شجاع دکندهار په لور په مخ ولاړ خو په لاره کې دکامران له لوى لښکر سره مخامخ شو،ځکه خو يي لاره بدله کړه او دکاکړو په علاقه ورغى،هلته قيصر ورسره يوځاى شو ، شجاع خپلې لښکرې په دوو ډلو ووېشلي، يوه ډله يي دقيصر په مشرۍ دکندهار په لور واستوله او بله ډله يي له ځان سره واخېسته ،دزرمت له لاري يي په کابل حمله وکړه، دکابل خلکو دشاه شجاع په راتلو،محمود مجبور کړ تر څو په بالاحصار کې ځان محاصره کړي،شجاع کابل ونيو اوبالاحصار يي محاصره کړ. بالاخره يې بالاحصار ونيو او شاه محمود يي په همدې بالاحصار کې بندي کړ.[1]

شجاع دپاچا کېدلو سره سم لر او بر لښکرې واستولې، دخپل وزير شيرمحمدخان مختارالدوله په مرسته يي کندهار له کامران څخه ونيو او کامران هرات ته په تېښته ولاړ.

همدارنګه  دشيرمحمدخان په سپارښت يې دوست محمد خان ته يو لک روپۍ ورکړې او فتح خان ته يې ورولېږه، ترڅو يې له کندهاره راولي.دوست محمدخان فتح خان له کندهاره راوست او دواړه له شاه شجاع سره يوځاى شول. شاه شجاع فتح خان ته د سردار سرداران لقب ورکړ.[2]

په کندهار کې يې شهزاده قيصر والي وټاکه خپله کابل او له هغه ځايه پېښور ته راغى،[3] تر څو دسند او کشمير صوبې ونيسې.

کله چي شجاع پېښور ته لاړ، فتح خان له شاه شجاع سره کړې سولي ته شاکړه او قيصر ته راغى،هغه يي بغاوت ته وهڅاوو.قيصر بغاوت وکړ او دکابل په لوري ولاړ ، شجاع دقيصر په بغاوت خبر شو راغى. قيصر يي مات کړ، قيصر بښنه وغوښته ،شجاع وباښو او بيرته يې په کندهار کې په دې شرط والي وټاکو چي د ړانده پلار (شاه زمان) په مشورو به کار کوي.

شجاع دکندهار دستونزي له حل کولو وروسته تالپور ته ولاړ ،دهغه ځاى سرداران يي خراج ورکولو ته مجبور کړل.[4]

فتح خان له کامران سره يوځاى او هغه يي په کندهار حملې ته تشويق کړ،کامران په کندهارحمله وکړه،کندهار يي ونيو، شهزاده قيصر شجاع ته پناه يوړه.

شجاع په کندهار حمله وکړه کامران يي تر هرات پوري وځغلاوو.

قيصر يي په کابل کې وټاکو ،خپله بيا دشکارپور خوا ته ولاړ.[5] قيصر په کابل کي دشيرمحمدمختارالدوله باميزي په پارونې بغاوت وکړ او خواجه محمد خان يې دپېښور نيولو ته ولېږه، هغه له څو باميزائي سردارانو سره پېښور ونيو ، شاه شجاع چي په سند کي خبر شو بېرته راوګرځېد، په تاکال کې د ١٨٠٨ ز کال دمارچ په درېيمه نېټه جګړه وشوه ، قيصر ماته وخوړه او شيرمحمد ووژل شو.[6]

هغه مهال چي شجاع له شيرمحمد سره په جګړه بوخت وو، محمود دفتح خان په مرسته کندهار ونيو ،شجاع له خپل پوځ سره دکندهار خواته راغى، په کلات کې دمحمود له پوځ سره چي ددوست محمدخان په مشري يې جګړه کوله ، وجنګيد، هغه يې مات کړ[7] او کندهار يي ونيو .

له کندهار څخه پېښور ته ولاړ،په پېښور کي دانګرېزانو له استازو چي دمونت ستيوارت الفنستن په مشري راغلي و، وليدل، هغوى له شاه شجاع سره يو درې ماده ايز تړون لاسيلک کړ، تړون په دې توګه و:

١- که چېرته فرانسوي او هندي عسکر دهند په لور راتلل، دشاه شجاع پوځ به يې مخه نيسي.

٢- که چېرته ايراني او فرانسوي لښکرو په افغانستان حمله وکړه ،انګرېزي پوځ به له افغانستان سره له هيڅ رنګه مرستې درېغ نکوي.

٣- داتړون به تل برقرار وي او پادشاه به هيڅ فرانسوي کس ته په افغانستان کې داوسيدلو اجازه نه ورکوي.

١٧ جون ١٨٠٩/ ٢ جمادي الاول ١٢٢٢ هـ[8]

له ههغه ځايه يې يو پوځ ، دمختار الدوله شيرمحمد خان دزوى،عطامحمدخان باميزي خواته چي د کشمير والي و او بغاوت يې کړى‌ و، واستاوو.[9]

 

په دې وخت کې شاه محمود په کندهار حمله وکړه ، کندهار يې ونيو او دکابل په لوري وړاندي راغى ، شجاع د کابل ددفاع لپاره له پېښوره وخوځېد، خو مخکې تر دي چي کابل ته ورسېږي په لاره دشاه محمودله لښکروسره مخامخ شو، ماتې يي وخوړه او دپېښور په لوري وتښتېد.(١٨٠٩ز)

په پېښور کې هم کامران دساه اېستلو ته پرې نښود، دغزني مقر ته لاړ، په (١٨١٠ز) کال يې په کندهار حمله وکړه، خو شاه محمود بېرته ډېر ژر ورڅخه ونيو او دى راولپنډۍ ته وتښتيد.[10]

عطا محمدخان باميزي دى له راولپنډۍ څخه کشمير ته راوست او بندي يې کړ، کله چې فتح خان په کشمير حمله وکړه، شاه شجاع يې ونيو او محکم چند ته يې وسپاره تر څو يې رنجيت ته ورولي،رنجيت سنګ دى بندي کړ. دډول ،ډول عذابونو او شکنجو په ورکولو سره يې دکوه نور الماس ورڅخه يووړل، شاه شجاع په زندان کې له څه مودې تېرولو وروسته په دوکه ځان خلاص کړ او په لوديانه کې يې انګرېزانو ته پناه يوړه.[11]

انګرېزانو ورسره مرسته وکړه،او ده د ٢٢ زره هندي او انګرېزي لښکروپه مرسته په کندهارحمله وکړه،کندهار ښاريې څه موده محاصره کړ، خو ماته يې وخوړه او بېرته هند ته راغى.[12]

دا ځل يې دانګريزانو په منځګړيتوب له رنجيت سنګ سره يو تړون وکړ،دتړون مادې په دې توګه وي:

١- کشمير،اټک،پېښور،دېره اسماعيل خان ،دېره غازي خان،ملتان اودهغوى سره تړلې سيمي به درنجيت سنګ په ملکيت کي وي،شاه شجاع اونسل يې ددعوې حق نه په لري.

٢- شاه شجاع به هيچا ته هم اجازه نه ورکوي ،چي دخيبر دې لورته فساد وکړي.

٣- دستليج له سند څخه تيريدل به دخالصه جي (رنجيت سنګ) تر اجازې پوري منحصر وي.

٤- دشکارپوراو سندي ښار تړاو به يواځي له انګريزانو او رنجيت سنګ سره وي.

٥- شاه شجاع به دکابل او کندهار دانتظام په مقابل کې رنجيت سنګ ته پنځه پنځوس ځوان آسونه ، يوولس قبضي ايرانۍ اصيلي توري،پنځويشت قاطرې،وچې او تازه مېوې، ايرانۍ غالۍ ،کمخواب او رنګه اطلس هرکال ورکوي.

٦- دتړون ددرې ګونو اړخونو ترمنځ به دالقابو او ليکونه لېږل رالېږل پاته وي.

٧- دآسانو تجاران که وغواړي چي درنجيت سنګ په واک پوري محدود ولايتونو ته آسونو راولي ، شاه شجاع به يي ممانعت نه کوي او رنجيت سنګ به هم مقابل اړخ ته له دې چلند نه کاراخلي.

٨- رنجيت سنګ به کال په کال پشمينه ٥٥ پارچي، ململ ٢٥ تانه ، کمخواب ٥ تانه ، بنارسي شالونه ٢١ تانه ، سپينې لنګۍ ٥٥ تانه، ورځي ٥٥ آباره شاه شجاع ته دتحفې په توګه ليږدوي.

٩- که درنجيت سنګ او يا شاه شجاع ملګري دسرحدونو دواړو خواوو ته دڅه اخيستلو لپاره ځي ، د رنجيت سنګ او شاه شجاع له لوري به يې عزت کېږي.

١٠ – که چېري دشاه او رنجيت سنګ پوځونه سره يوځاى شي ، دبېلتون هڅې به يې نه کېږي.

١١- که چېري درنجيت او شاه پوځونه يوځاي دبارکزيانو په وړاندي وجنګېږي،نو دغنيمت نيمائي به رنجيت سنګ ته ورکول کېږي او که يواځي دشاه لښکرې وجنګېږي، نو غوره جواهر ،آسونه او توري به رنجيت سنګ ته دتحفې په شکل استول کېږي.

١٢- دشاه او رنجيت سنګ سفيران به تل يو دبل په دربارونو کې دسفيرانو په حيث له تحايفو سره اوسي.

١٣- که چېري رنجيت سنګ دشاه شجاع پوځ دمرستې لپاره وغواړي،شاه شجاع به پوځ له څو لويو سردارانو سره ورلېږي او که چېري شاه درنجيت پوځ وغواړي، نو رنجيت به يي وراستوي او که چيري رنجيت پېښور ته ورغى، نو هلته به يي ديوه شهزاده له لوري استقبال کېږي.

١٤- د شاه ،رنجيت اوانګريزانو دوست او دښمن به يو وي.

١٥- دوه لکه کالداري به هر کال دشاه له لوري رنجيت ته استولي کېږي.چي په بدل کې به يې پنځه زره مسلمان عسکر هميشه دشاه ملاتړي ولاړ وي. که چېري دلوېديز له لوري کومه مسئله راپورته شوه ،شاه به يې درنجيت او انګرېزانو په مرسته او مشوره حلوي.

١٦-  شاه او دهغه زامن به په سنديه ښار هيڅ تسلط نه لري، چي په بدل کي به انګريزان شاه ته دېرش لکه روپۍ ورکوي، چي شاه به پنځلس لکه رنجيت ته ورکوي او نوري به ځان ته ګرزوي.

١٧- که شاه شجاع په کابل او کندهار کې واک تر لاسه کړ نو په هيڅ توګه به په هرات حمله نه کوي.

١٨- شجاع الملک او دسدوزئي کورنۍ نور غړې به درنجيت سنګ او انګرېزانوله مشورې پرته له چا سره اړېکي نه ټېنګوي، که چا په رنجيت او انګرېز د حملې هڅه وکړه، سدوزي کورنۍ به تر خپلي وسي مقاومت کوي.

پورتنۍ مادې درنجيت سنګ ،انګريزانو او شجاع الملک له لوري په خوښې سره تائيد کړاى شوي، پورتنى تړون به د ټولوشرايطو په پوره کېدلو سره تل پاته وي او ددرې واړو لورو له امضاء وروسته به عملي کېږي.

ليکنه د١٨٩٥ ز کال دهارسنبت دمياشتې پنځلسمه ، لاهور”.[13]

ددې تړون په امضاء کولو انګرېزانو شاه شجاع له ځان سره واخېست او دبلوچستان له لاري يي په کندهار حمله وکړه ، کندهار يي په ٢٥ اپريل ١٨٣٩ ز کال ونيو،[14] له هغه ځايه د غزني په لوري وخوځېدل، په غزنې کې يې ددوست محمد خان له زوى شهزاده حيدر سره جګړه وکړه، غزنى يې په ٢٣ جولاى ١٩٣٩ کې ونيو او دکابل په لوري وړاندي لاړ،[15] کابل يې په ٧ اګست ١٩٣٩ ء ونيو او شاه شجاع ددوهم ځل لپاره پاچا شو.[16]

وخت نه وو تير شوى چي، افغانانو دانګرېزانو په وړاندي پاڅونونه وکړل ،په ٢ نومبر ١٩٤١ کې  غازيانو دبرنس کور محاصره او هغه يې وواژه.[17] دوست محمد خان هم له بخارا څخه راغى، خو له څه وخت جنګ وروسته انګرېزانو ته تسليم شو،دهغه له تسلميدلو وروسته يې زوى اکبرخان له بخارا را ورسيد،دې مېړني زلمي انګرېزانو ته دافغانستان خاوره سره تبۍ وګرځوله،اکبرخان مکناټن وواژه او انګرېزان يي دشيرپور په تخليه مجبور کړل.

انګريزان له کابل څخه ووتل او دجلال آباد په لوري روان شول.دجلال آباد په لاره دتړون دشرطونو دنه عملي کولو له امله ورباندي افغان غازيانو بريد وکړ او له شپاړس زره کسيز لښکر څخه يې يوازي داکتر برايدن ژوندى تر جلال اباده ورسيد. شاه شجاع چي کله دغازيانو قوت په زياتېدلو وليد، له امين الله لوګري سره يې ديوه تفاهم په نتيجه کي ومنله چي نواب زمان خان به وزير وي او دى به دوزيراکبرخان مرستې ته ورخوځېږي.اکبرخان ته چي کله داخبر ورسيد ليک يې راولېږه او ويې ليکل چي که چېرى شجاع دانګرېزانو په وړاندي په رښتيا درېږي ،نو علني جهاد دي اعلان کړي، که چېري ده جهاد اعلان کړ نو بيا زه هم دده تر قومانده لاندي جنګېږم.[18] خو شاه شجاع ناغيړي کوله او نه يې غوښتل چي جهاد اعلان کړي. دکابل غازيانو مجبور کړ تر څو دهغوى په مرسته دجلال آباد په لور وخوځي او هلته انګريزي پوځ چې په چوڼۍ کې محاصره وو، تر تيغ تېر کړي.

شجاع مجبوراً دڅه پوځ په مرسته روان شو، خو حرکت يي ډير سوکه وو،تر دې چي دشاه شهيد او سياه سنګ په مېنځ کې ١٢٥٨ کال دصفري دمياشتي په ٢٣ نېټه (١٥ اپريل ١٨٤٢ز) کې دشجاع الدوله بن زمانشاه بارکزي له لوري ووژل شو.[19]

دکابل په چارباغ کي دپلارڅنګ ته دفن کړاى شو[20] او له هغه وروسته يي زوى فتح جنګ دڅه مودې لپاره واکمن شو.

[1] – ماخذونه يې تېر شوي دي.

[2]– رجال و رويدادهاي تاريخي افغانستان ٤٥ مخ. احمدعلي کهزاد،دانش کتابخانه ١٣٧٦ سرطان هـ ش.، پېښور،پاکستان.

[3] – افغانستان درمسير تاريخ ٣٩٣ مخ ،١ ټوک. ميرغلام محمدغبار. مرکز نشر انقلاب با همکارى جمهورى ، ١٣٦٦ هـ چاپ.

[4]– پښتانه دتاريخ په رڼا کي ٧٢٧ مخ . سيدظفر کاکاخيل،يونيورسټي بک ايجنسي پېښور پښتونخوا ، ٢٠٠٩ ز کال چاپ .

[5]– افغانستان درمسيرتاريخ ٣٩٥ -٣٩٦ مخونه،١ټوک.

[6]– رجال ورويدادهاي تاريخي افغانستان ،له ٤٥ او ٤٦ مخونو لنډېز.

[7]– افغانستان درقرن ١٩، ٢٣ مخ.سيدقاسم رښتيا. بنګاه انتشارات ميوند، پنځم چاپ، ١٣٨٤هـ ش.

[8]– افغانستان درمسير تاريخ، ٣٩٠ مخ ١ټوک.

[9]– پښتانه دتاريخ په رڼا کي ،٧٣٠ مخ .

[10]– افغانستان از امير کبير تارهبير کبير ٦٩ مخ. علامه عبدالحق مجددي و داکتر فضل الله مجددي.بنګاه انتشارات ميوند، ١٣٨٧هـ ش.

[11]– افغانستان درمسيرتاريخ، ٤٠٠ مخ ١ ټوک.

[12]– درقرن ١٩، ٧٤ مخ (متن او حاشيه) .

[13]– رجال ورويدادهاي تاريخي افغانستان، ١٢٥-١٢٨ مخونه.

[14]– افغانستان درمسير تاريخ ٥٢٩ مخ، په افغانستان درزواياي تاريخ کي ١٥ اپريل ښودل شويدى.

[15]– رجال ورويدادهاي تاريخي افغانستان ،١٣٢ مخ .

[16]– درمسير تاريخ ٥٣٣ مخ،١ ټوک.

[17]– په افغانستان کې ديوه بندي خاطرات، ٣١مخ.بريدمن وينسينټ اېر،ژباړن :نسيم سليمي.علامه رشادخپرندويه ټولنه،١٣٨٦هـ ش.

[18]– درقرن ١٩ ، ١٥٢ -١٥٣ مخونو لنډېز.

[19]– رجال ورويدادهاي تاريخي افغانستان، ١٥٧ مخ.

[20]– درقرن ١٩ ، ١٥٥ مخ .

د لیکوال په اړه

د افغان پاچهانو لنډ ژوند لیک د شهید بشیراحمد ریان شهکار اثر دی، دا کتاب لومړی ځل په ۱۳۸۷ هـ ش کال کې چاپ شو چي د لوستونکو له درانه استقبال سره مخ شو او په ډېره کمه موده کې د مينوالو له غوښتنو سره سم اوه ځله له چاپه راووت. تر دي دمه د یاد کتاب تر شل زره زیاتې نسخې د لوستونکو تر لاسونو رسېدلې.

د نن ټکی اسیا ویب پاڼې اداري وپتیله چي له دې کتاب څخه د یوه یوه واکمن ژوند ليک په قسط واره توګه د خپلو لوستونکو لپاره نشر کړي.

د نن ټکی اسیا اداره

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د