Umar

د نړۍ غښتلی نشنلسټ، څنګه بدل شو؟

هغه په خپل قوم ویاړ کاوه او قوم یې هم پرې نازیده، د دنګې ونې او ښه شخصیت او اخلاقو خاوند وو. په ځوانۍ کې د خپل قوم سفیر وټاکل شو، پیاوړی هوډ او د وینا فصاحت یې د دې لامل شول چې د مشرانو په کتار کې ځای پیدا کړي. ځیرکتیا او د چارو سمې شننې یې مشران اړ کړل چې د پرېکړو تر ټولو لوړې مرجع کې ځای ورکړي او د هماغه وخت د پارلمان غړی یې کړي. د ده همزولي لکه خالد بن الولید، صفوان بن امیة، عمرو بن العاص به د پارلمان نه بهر خپلو کې قمار واهه، دوی به ځان سره ویل چې عمر زمونږ همزولی دی، مونږ سره لوبې نه کوي او زمونږ پلرونو سره په مهمو مسایلو باندې خبره کوي.

کله چې خبر شو چې محمد صل الله علیه وسلم د پیغمبرۍ دعوه کړې او د قریشو ځینو مهمو خلکو او ځینو غلامانو اسلام قبول کړی، نو خپل قوم ته یې اندېښنه شوه او ویره یې درلوده چې د قریشو په ټبر کې درز پیدا نشي. د لومړۍ ورځې نه هغه سره همدا لومړیتوب وو چې د قریشو عزت او لوړ مقام ته زیان ونه رسیږي؛ شپه او ورځ یې په ځان یوه کړه چې د محمد صل الله علیه وسلم د پیغام د خپریدلو مخه ونیسي.

هغه به ویل چې مونږ د عزت قوم یو او مونږ د الله د کور ساتونکي یو، او داسې چاته اجازه مه ور کوئ چې ستاسې قوم کې درز پیدا کړي، که چیرته د عربو نور قومونه پدې وپوهیږي چې مونږ خپلو کې سره جوړ نه یو نو عظمت او لوړتیا به مو له خاورو سره خاورې شي.

دا به یې هم ویل چې زه پوهیږم د محمد اخلاق او کردار د ټولو نه ښه دي، خو زه یې ځکه مخالفت کوم چې د محمد په خبره کې د  خپل قوم تاوان وینم، زما د قوم عزت د ګواښ سره مخامخیږي، زما په قوم کې ویش او ډلې پیدا کیږي.

د ده د شدید مخالفت سره سره به لومړنیو مسلمانانو په خپلو منځو کې ویل چې د عمر په څیر سړی ډیر وخت د اسلام نه لري نشي پاتي کیدای، ځکه عمر همیشه د خپل قوم خیر غوښت او مسلمانانو به ویل چې د قوم رښتینی خیر په اسلام کې دی.

د عمر رضي الله تعالی عنه غوسه هغه وخت زیاته شوه چې د خپلو ځینو خپلوانو په اسلام راوړلو خبر شو. قریشو ته یې په یو مجلس کې وویل چې د دې ستونزې حل دا دی چې هر څوک دي په خپل کور او خپلوانو باندې پام وساتي او هغوی دې د اسلام راوړلو نه منع کړي. په خپله یې هم خپل تره زامن او ورونه را وغوښتل او اعلان یې ورته وکړ چې که چا اسلام قبول کړ، نو سخت به یې ووهم او د خپلوۍ اړیکې به ورسره پرې کړم. هغه خپلوانو یې چې اسلام قبول کړی وو، ښه یې وربړل او شکنجه یې کړل، او رسول الله صل الله علیه وسلم ته یې په زړه کې کرکه او غوسه نوره هم زیاتیدله. خلکو ترینه پوښتنه وکړه چې اې عمره، ته خو د ښو اخلاقو خاوند وې، ولي د خپلې کورنۍ خلک وهې؟ هغه وویل، زه د خپل قوم سره ډیره مینه لرم، زه نه غواړم چې په قوم کې مې تفرقه پیدا شي، دا خلک د ټولو مخکې وهم چې نور ترینه عبرت واخلي او اسلام ونه مني.

خپل شاوخوا یې ولیدل چې ابو جهل سمیة، یاسر او عمار شکنجه او ربړول، امیة بن خلف بلال شکنجه کاوه او نورو قریشي سردارانو خپل غلامان او خادمان وهل او ټکول. دا صحنه پرې بده ولګیده او د خپل قوم په حال یې زړه درد وکړ، بله خوا یې ابوبکر الصدیق لیده چې یو یو غلام به یې په بیه اخیسته او بیا به یې ازاد کړ تر څو د سردارانو د عذاب او شکنجې نه بې‏غمه شي.

خلکو ته به یې ویل چې دا څه ډول مسلمانان دي، شتمن یې له غریب او بیوزله سره مرسته کوي او غریبان یې جرأت پیدا کوي چې د اشرافو په وړاندې خبرې وکړي، او زمونږ حال دا دی چې شتمن او غښتلي مو په بیوزلو باندې ظلم کوي او خپلو کې سره د دوکې او چل نه کار اخلو.

ځان سره به یې فکر کاوه چې که دا محمد نه وای نو زما په قوم به دغه حالت نه راته، که محمد نه وای نو قریش به خپلو کې سره نه بیلیدل، که محمد نه وای نو زمونږ غلامانو به دومره جرأت نه پیدا کاوه چې اسلام قبول کړي، مونږ ته هماغه شرک او بوتان ښه دي خو چې سره بیل نشو.

عمر رضي الله تعالی عنه په ذهني کشمکش کې نښتی وو، هم یې په مسلمانانو باندې زړه سوځیده او د اخلاقو نه یې اغیزمن وو، او هم یې د خپل قوم ننګه کوله، ویل یې به یې چې زما قوم په څه شي پریکړه وکړي هماغه زما پریکړه ده.

د وخت په تیریدو سره د عمر رضي الله تعالی عنه په زړه او عقل باندې دوه پیښو ژوره اغیزه وکړه، یو د مسلمانانو مسلسله شکنجه او ربړوَنه او بل حبشې ته د ځینو مسلمانانو هجرت.

خپل قوم ته یې اندیښنه ورځ تر بلې زیاتیدله، وروسته یې له ځان سره پریکړه وکړه چې محمد به په خپل لاس ووژنم او ځان به بني هاشم ته تسلیم کړم چې خپل بدل را نه واخلي، یوازې د دوه انسانانو وینه به وبهول شي او نور به په ارامه ژوند وکړي، زه د خپل قوم لپاره د خپل سر نه تېر یم او غواړم چې دغه بې‏اتفاقۍ او بدبختۍ ته د پاي ټکی کیږدم. توره یې را واخیسته او روان شو چې محمد صل الله علیه وسلم ووژني؛ په لاره کې چا پوښتنه ترې وکړه چې اې عمره، دې تورې سره چیرته روان یې؟ هغه ورته وویل چې غواړم محمد ووژنم او د قریشو بې اتفاقۍ ته د پای ټکی کیږدم، هغه نه وروسته به ځان بني هاشم ته وسپارم چې ما هم ووژني. هغه سړي ورته په موسکا وویل چې ورشه اول د خپل کور غم وخوره. خور او اوښي دې اسلام منلی، لومړی د هغوی چاره وکړه.

د عمر رضي الله تعالی عنه غوسه نوره هم زیاته شوه او سمدلاسه د خپلې خور فاطمة بنت الخطاب کور ته روان شو. هلته یې واوریدل  چې خور او اوښي یې د قران کریم تلاوت کاوه، دواړه یې ښه ووهل، خور یې ژوبله شوه او ژړا یې پرې تاثیر وکړ، پدې وهلو پیښمانه شو، لږ وروسته یې خپلې خور ته وویلي چې تاسې مخکې څه شی ویلو؟ هغه ماته راکړئ زه به یې هم ولولم، باید پدې پوه شوم چې دا څه شی دی چې تاسې ورته د خپلو نیکونو دین پریښود؟

په لوستولو یې پیل وکړ:

“بسم الله الرحمن الرحیم

  طه

مونږ دا قران پر تا باندې د دې له پاره ندى نازل كړى چې ته په كړاو اخته شې.

دا د هر هغه چا له پاره يوه يادونه ده چې ووېرېږي.

د هغه ذات له لوري نازل شویدی چې ځمكه او هسك اسمانونه يې پيدا كړيدي.

هغه ډیر مهربانه ذات، پر خپل عرش باندې استوا وكړه.

هغه ذات د هغو ټولو شيانو څښتن دى چې په اسمانونو او ځمكه كې دي، او د هغو چې د اسمان او ځمكې ترمينځه دي، او د هغو چې تر خاورو لاندې دي.

كه ته خپله خبره په لوړ غږ وكړي او که په پټه، هغه په دواړو پوهیږي، هغه ذات د زړه په خبرو باندې هم پوهیږي.

هغه الله دى، له هغه پرته بل خداى نشته، دهغه لپاره ډېر غوره نومونه دي.

او ايا تا ته د موسى خبر ندی رسیدلی؟

كله چې هغه يو اور وليده او خپلې كورنۍ ته يې وويل چې : لږ تم شئ ما يو اورليدلى دى، ښاېې چې تاسې ته يوه سكړوټه راوړم، يا پدې اور باندې زه كوم لارښوونكى ومومم.

هلته چې ورسیده غږ وشو، اى موسى!

زه ستا رب يم، پڼې دې وباسه، ته د طوى په سپيڅلي ناوو كې يې.

او ما ته غوره كړى يې، واوره څه چې درته وحى كېږي.

همدا زه الله يم، له ما څخه پرته بل خداى نشته، ته زما بندګي وكړه او زما د ياد له پاره لمونځ قايم كړه.

د قيامت وخت ارومرو راتلونكى دى، زه د هغه وخت پټ ساتل غواړم، چې هر څوك د خپلو هلو ځلو سره سمه بدله ومومي. “

د قران کریم ایتونه یې چې ولوستل، مخ یې بدل شو، زړه یې نرم شو، سترګې یې را ډګې شوي، په ژړه غوني غږ یې خپلې خور او اوښي ته وویل، آیا د قریشو خلک د دغو ایتونو نه تښتیدل؟ اسویلی یې وویست، بیا یې وویل، د دې کلام رالیږونکي ته پکار ده چې ووایې ماسره په بندګۍ کې شریک مه نیسئ.

بیا یې وویل چې د رسول الله صل الله علیه وسلم ځای را وښایې، زه غواړم هلته ورشم.

هلته ورغی او د رسول الله صل الله علیه وسلم په مخ کې یې ګواهي ورکړه چې الله یو دی او شریک نلري او محمد د الله تعالی استازی دی. هلته ناستو مسلمانانو د الله اکبر نارې پورته کړې. له دې وروسته عمر رضي الله تعالی عنه د ابو جهل او نورو سردارانو کورنو ته ورغی او دروازه یې وروټکوله او د خپل اسلام څخه یې خبر کړل. بیا د مکې بازار ته لاړ او هلته یې په لوړ غږ وویل چې ای خلکو واورئ، ما اسلام ومانه! او دینه وروسته مسلمان یم!

بیا یې خپله کورنۍ او تربوران را وغوښتل او ورته یې وویل چې پخوا مې تاسې د اسلام نه منع کولئ، اوس زه خپله مسلمان شوی یم او دینه وروسته د هر چا خپله خوښه ده چې کوم دین غوره کوي؛ مخکې مې تاسې ته تکلیف درکاوه او ومې وهلئ، راشئ خپله بدله رانه واخلئ. خو هغوي ټولو ورته بښنه وکړه.

دلته باید پدې فکر وکړو چې عمر رضي الله تعالی عنه څنګه خپله نظریه بدله کړه؟ هغه ډیر مخکې پوه شوی وو چې محمد صل الله علیه وسلم او ملګري یې په حقه دي او د حق خبره کوي، خو عمر رضي الله عنه د خپل قوم د غلطې خبرې نه سرغړاوی نشو کولای، لومړیو کې یې فکر کوه چې قوم یې یې پر سمه لاره دی، وروسته یې چې د خپل قوم د سردارانو کردار او تعامل ته پام شو، سترګې یې پرې پټې کړې، خو عمر رضي الله تعالی عنه په خپل نیت او نفس کې پاک وو نو تر ډیره یې د خپل قوم په غلطیو سترګې نشوای پټولای او هماغه وو چې د الله خبرې ته تسلیم شو.

د عمر رضي الله تعالی عنه د اسلام نه وروسته، مسلمانانو په ښکاره لمونځونه پیل کړل او د لا اله الا الله محمد رسول الله شعار یې په لوړ اواز په مکه کې زمزمه کاوه.

کله چې په مسلمانانو باندې د مکې ځمکه تنګه شوه، الله تعالی مدینې ته د هجرت امر وکړ، مسلمانان به پټ پټ د مکې نه وتل، عمر رضي الله عنه د نورو مسلمانانو پر خلاف راغی او د کعبې مخې ته یې دوه رکعته لمونځ وکړ، بیا یې په لوړ غږ قریشو ته وویل: ای خلکو! واورئ، زه غواړم هجرت وکړم، که څوک غواړي چې خپله مور بوره کړي، یا خپل زوي یتیم کړي، یا خپله ښځه کونډه کړي، نو هاغه خوړ کې دې راسره مخامخ شي.

دا خبرې یې هماغه قوم ته وکړي چې څه موده وړاندې د همدې قوم لپاره سر ورکولو ته چمتو وو، عمر رضي الله تعالی عنه پوه شوی وو چې قوم یې په غلطه دی، او اسلام هغه یوازینی دین دی چې د قوم او کورنۍ عزت پکې خوندي کیدلای شي، اسلام هغه دین دی چې د قوم د مشکلاتو او ستونزو لپاره حل وړاندې کوي.

د اسلام نه وروسته، عمر رضي الله عنه ته هغه غلامان او غیر عرب ډیر نږدې او د منلو وړ وو چې د جاهلیت په وخت کې یې ورته ارزښت نه ورکوه، او د قریش هغه سردارن چې یو وخت یې خبره د حق خبره ګڼله، اوس یې ورسره مقابله کوله او ورته یې ویل چې تاسې په غلطه یاست.

د اسلام نه وروسته، هیڅکله د عمر رضي الله تعالی عنه په خوله باندې د قریشو د قوم نوم رانغی، هغه اوس د ټولو مسلمانانو په هکله فکر کوه، کله چې عمر رضي الله تعالی عنه د مسلمانانو خلیفه شو، نو هغه ته په ایران او شام کې نوي مسلمان شوي هماغسې ارزښت درلود لکه د مدینې او مکې مسلمانان. د ایران او شام مسلمانان ورته د خپلو عربو کافرانو نه ډیر معتبر او رانږدي وو.

د  خپل  خلافت په دوهمه یا دریمه شپه یې خپل ټول زامن را وغوښتل او ورته یې وویل چې ای زامنو، زما خبره په غور واورئ، داسې فکر ونه کړئ چې ستاسې پلار د مسلمانانو مشر دی نو څه مو چې زړه غواړي هغه وکړئ، په الله قسم، که مو د خبرې نه سرغړاوی وکړ او یا مو غلط کار وکړ، نو د نورو مسلمانانو نه به تاسې ته سخته سزا درکوم، داسې سخته سزا چې بیا به وایې چې کاشکې زمونږ پلار د مسلمانانو مشر نه واي.

هغه عمر چې یو وخت به یې د هغه قوم طرفداري کوله چې خپلې لورانې به یې ژوندۍ ښخولي او ځکه پرې ولاړ وو چې د قوم فرهنګ او رواج ورته ویل کیده، اوس هماغه عمر خپل یو فرمان د یوې ښځې له امله بدلوي، عمر رضي الله تعالی عنه فرمان صادر کړ چې ښځې باید کم مهر واخلي، خو یوې ښځې پرې په یو لوي مجلس کې ور غږ کړ چې الله ندی تعین کړی نو ته یې ولې تعینوې؟ عمر رضي الله تعالی عنه خپل فرمان بیرته واخیست، او ویې ویل چې دغې ښځې سمه خبره وکړه او عمر په غلطه وو. همدارنګه، عمر رضي الله تعالی عنه شفاء بنت عبدالله د مدینې په بازار باندې ګمارلي وه چې د دوکاندارانو راکړه ورکړه وڅاري، دغې میرمن به چې په بازار کې کومه پریکړه وکړه، هماغه به د عمر رضي الله تعالی عنه پریکړه وه، عمر رضي الله عنه په بازار کې اعلان وکړ چې دغه ښخه د ډیرو نه د بازار په حلال او حرام باندې پوهیږي او هغه ته ما دا صلاحیت ورکړی چې د خلکو ستونزې حل کړي. فکر وکړئ، چې نن نه ۱۴۰۰ کاله مخکې د عربو په دښته کې یوه ښځه د خلکو د بازار راکړه او ورکړه کنټرولوي.

یوه ورځ یوه عیسوۍ میرمن عمر رضي الله عنه ته راغله او ورته یې وویل چې ته زمونږ مشر یې، او زه ستا مرستې ته ضرورت لرم، زه سل درهمه قرضداره یم او پوروړی مې هره ورځ رانه پور غواړي او زه یې وس نلرم. عمر رضي الله تعالی عنه ورته سمدلاسه د قرض پیسې ورکړي.

عمر رضي الله عنه به د مدینې په کوڅو کې د شپې ګزمه کوله تر څو ولس یې په ارامه خوب ویده شي، یوه شپه یې د یو کور نه د ماشومانو د ژړا اوازونه واوریدل، پوښتنه یې وکړه، د ماشومانو مور ورته وویل چې د لوږې نه ژاړي او ماسره څه شی نشته؟ عمر رضي الله عنه خپله لاړ او د خوراک توکي یې ورته په شا باندې راوړل او عمر رضي الله عنه ورته په خپل لاس خواړه برابر کړل او تر هغه وخته ورسره هملته وو تر څو یې د ماشومانو په مخ باندې خندا او موسکاوې ولیدي.

خپل زوی ته یې د شیدو خرڅوونکي لور وغوښتله، او علت یې یوازې دومره وو چې عمر رضي الله عنه یې د شپې د ګزمې پر وخت خبرې واوریدې چې خپلې مور ته یې ویلي چې مورې، زه په شیدو کې اوبه نه اچوم، مورې ورته وویل چې امیر المومنین خو اوس نشته، هغه ورته وویل چې امیر المومنین نشته، خو د امیر المومنین خدای خو شته او هغه مونږ ګوري.

فکر وکړئ، د وخت باچا ځي او د شیدو خرڅوونکي لور خپل زوی ته غواړي، عمر رضي الله عنه سره معیار تقوا او نیک اعمال وو، خپل زوی ته یې د شیدو خرڅوونکي لور په نکاح کړه او د شرم پر ځای به یې پرې ویاړ کوه چې تقواداره نجلۍ یې اینګور شوه. او ویل کیږي چې د همدغه جوړې نه الله په راتلونکې کې عمر بن عبدالعزیز رحمة الله علیه د وخت ستر مجدد پیدا کړ.

دا هغه پروسه ده چې د لومړیتوبونو تغیر ورته وایي، یو وخت کې یوازې د قوم لومړیتوبونه مطرح وي، او بیا د دین لومړیتوبونه رامخې ته شي.

د احزابو په غزا کې د خندق کیندلو پر مهال، مهاجرینو چې عمر رضي الله عنه هم پکې وو غږ وکړ چې سلمان الفارسي د مهاجرینو له ډلې څخه دی، انصارو غږ وکړ چې سلمان زمونږ له ډلې څخه دی، رسول الله صل الله علیه وسلم غږ وکړ، بلکې سلمان د اهل بیتو څخه دی. دا کیسه پدې دلالت کوي چې مسلمانانو څنګه د قوم پرستۍ او نیشنلزم سره مقابله کوله، مهاجرینو او انصارو پدې باندې ویاړ کوه چې د ایران نه یو راغلی بې کوره او مسافر په خپلې ډلې کې وشمیري، دا غږ مهاجرینو او انصارو دې لپاره نه وو کړی چې خپل شمیر زیات وښایې، بلکې دې لپاره یې کړی وو چې سلمان الفارسي رضي الله عنه د یوازیتوب احساس ونه کړي، او د ایراني او عربي توپیر له منځه یوسي.

یوه ورځ عمر رضي الله عنه خبر شو چې د قریشو د قبیلې یو کس خپله خور یو بل کس ته چې پخوا د جاهلیت په زمانه کې خادم وو او اوس د هجرت نه وروسته یې خپل کاروبار شروع کړ او شتمن شو نه ورکوله، د نجلۍ او هلک دواړو خوښه وه، خو د ورور یې خوښه نه وه. عمر رضي الله عنه پوښتنه ترې وکړه چې ولي خپله خور دې سړي ته نه واده کوي، حال داچې دواړه سره خوښ دي؟ دغه قریشي ورته وویل چې ای امیر المومنین مونږ قریش یو او هغه سړی یو وخت کې د خادمانو له ډلې وو؟ عمر رضي الله عنه ورته غوسه شو او ورته یې وویل، مونږ ټول د ادم علیه السلام نه یو او ادم د خاورو نه پیدا دی، ورته یې وویل چې د الله نه وویریږه او خپله خور دې ورته واده کړه. بیا یې په لوړ اواز په ټولو غږ وکړ، ای خلکو، که تاسې کې څوک د قریشو وي او که د هرې قبیلې، نو دې ډلو ټپلو نه تیر شئ او د مشخصو قبیلو په نوم باندې ډلې مه جوړوئ او مه خپل مجلسونه د ډلو او قومونو پر بنسټ جوړوئ، ټول سره مسلمانان یاست، او د مسلمانانو په نوم مجلسونه وکړئ.

په قادسیه کې ډېره مهمه جګړه وه چې مسلمانانو د رزدشتیانو سره پکې پریکنده جګړه کوله، پدې جګړه کې د مسلمانانو بری پدې معنی وو چې ایران ته به د اسلام پیغام ور ورسیږي او هلته به اسلامي نظام قایم شي، بله مهمه خبره پکې دا وه چې عمر رضي الله عنه غوښتل چې د ده ملګري (مسلمانان) په کوم حال کې دي او څومره زیان ور اوښتی، عمر رضي الله عنه به هره ورځ تر لمر پریوتو پورې د مدینې بازار نه لري د سعد بن ابي وقاص د استازي انتظار کوه. هر سپور به چې په مخه ورغی، سمدلاسه به ور نږدي شو او پوښتل به ترینه چې د قادسیې نه راغلی یې؟

کله چې د قادسیې استازی را ورسید، نو عمر رضي الله عنه ور پاڅید، پوښتنه یې ترې وکړه، استازې ورته وویل چې الله تعالی مسلمانانو ته په قادسیه کې بری ور په برخه کړ، د عمر رضي الله عنه د سترګو نه اوښکې روانې وي او د ده د آس سره یې منډې وهلي او د جګړې نور حال یې ترې اوریده. سپور ترې پوښتنه وکړه چې ما امیر المومنین ته ورسوه. کله چې د مدینې بازار ته ننوتل، پوه شو چې د ده آس سره منډې وهونکی په خپله امیر المومنین دی.

کله چې د فلسطین کلابندي وځنډیده، نو د فلسطین عیسوي اوسیدونکو وویل چې مونږ غواړو سوله وکړو، او دې لپاره باید ستاسې امیر المومنین په خپله راشي. عمر رضي الله عنه یوازې د یو اوښ او یو غلام سره روان شو. دوی فلسطین ته داسې ننوتل چې غلام په اوښ سپور وو او عمر رضي الله عنه یې قیضه نیولي وه او مخکې ترې روان وو. د فلسطین خلکو چې دا صحنه ولیده چې د دوه سترو امپراطوریو فاتح، د سترو لښکرو اعلی قومندان خپل غلام په اوښ کینولی او خپله په پښو را روان دی، نو زړونه یې فتحه شول او هملته عمر رضي الله عنه ورسره تړون لاسلیک کړ. دا هماغه عمر وو چې یو وخت کې به یې غلامانو ته دومره وخت نه ورکاوه چې د قریشو د سردارانو په وړاندې خبره وکړي، اوس یې چې د غلام نوبت را رسیدلی نو خپله په پښو روان دی او غلام یې په اوښ سپور کړی.

د فلسطین خلکو او مشرانو چې د مسلمانانو او په ځانګړي ډول د عمر رضي الله عنه اخلاق ولیدل، ډیر متاثره شول، د لمانځه وخت شو، د کلیسا مشر وویل چې تاسې صبر وکړئ زه تاسې ته د کلیسا قالینې راوړم او په هغه باندې لمونځ وکړئ. عمر رضي الله عنه ورته وویل چې نه، زه ویره لرم چې راتلونکي مسلمانان به بیا تاسې په تنګ کړي او د کلیسا شیونه به تاسې نه غواړي. مونږ په خپلو څادرنو باندې لمونځ کوو.

عمر رضي الله عنه ابو هریرة رضي الله عنه د بحرین والي وټاکه، ابو هریرة ورته وویل چې زه د فقیرو او بیوزله خلکو څخه یم، کور هم نه لرم، یوازې د جومات سیوري ته پروت یم او خوراک مې یوازې د خرما څو دانې دي او ویریږم چې کار کې رانه بې غوري ونه شي، عمر رضي الله عنه ورته وویل چې ته ما ته د دې کار لپاره اهل ښکاره شوې او دا دنده قبوله کړه. د عمر رضي الله عنه په وړاندې د نسب، ماڼیو او تجارتونو خاوندان د فقیرانو په پرتله معتبر نه وو، بلکې هغه به د کار خلکو پسې ګرځیده او د ولایت په سویه وظیفه به یې ورسپارله.

یوه ورځ عمر رضي الله عنه د مدینې په بازار کې تیریده، یوه په سترګو ړوند او سپین ږیری یهودي یې ولیده چې خیرات غواړي، عمر رضي الله عنه ځان سره راپورته کړ، بیت المال ته یې یووړ او هلته یې پیسې او خوراکي توکي ورکړل، بیا یې د بیت المال مسؤلینو ته وویل چې د اهل کتاب سپین ږیرو نه به نوره جزیه نه اخلئ، بلکي د بیت المال نه ورته معاش وټاکئ، د بیت المال مسؤل وویل چې: السمع و الطاعة  (وامې ورېدل او عملي به یې کړم) یا امیر المومنین! سپین ږیري یهودي په حیرانتیا وویل: آیا زه امیرالمومنین دلته راوستلم. د بیت المال مسؤل ورته وویل: “هو”.

تاسې اوس ځان سره فکر وکړئ چې د نړۍ غښتلی نشنلسټ څنګه بدل شو؟ هغه هم د ۱۸۰ درجو بشپړ بدلون!

اوسنیو مسلمانانو ته پکار ده چې په دغو تغیرونو باندې ژور فکر وکړو او عبرت تری واخلو. مونږ باید ځان پدې پوه کړو چې زمونږ لومړیتوبونه څه شی دي او کوم کار ته په کوم وخت کې ترجیح ورکړو، هر وخت اورو چې ارزښتونه مو په خطر کې دي او یا ارزښتونه مو په پام کې ونیسئ؟ دلته سوال دا مطرح کیږي چې کوم ارزښتونه؟ ارزښتونه به راته څوک معرفي کوي؟ لومړی باید دا کوشش وکړو چې خپل رښتیني ارزښتونه وپیژنو او د پیژندلو نه وروسته یې په خپل ځان عملي کړو، نورو ته تشریح کړو او په علمي او عملي میدانونو کې دفاع ترې وکړو.

بله مهمه خبره دا چې د ځان او راتلونکو نسلونو لپاره څوک بېلګه او مثال معرفي کړو؟ مونږ او زمونږ آینده نسلونه د چا په لاره لاړ شو؟ د چا اخلاق او کردار خپل کړو؟ خپلو ماشومانو ته څه ووایو چې تاسې د چا په څیر شئ؟ او د چا غوندې کارونه ترسره کړئ؟ دا ټولې هغه خبرې دي چې باید وخت ورکړو او فکر پرې وکړو، که چیرې وخت نه ورکوو او فکر پرې نه کوو، نو بیا باید د خپلو غلطیو او ناکامیو پړه په بل چا وانه چوو.

لیکوال: سعد عمار

 

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د