شعـــــرونه

غزل/ منصوراشنا

منصور اشنا

درليږلي مي جرګې دسپينو اوښکو
کړه قبولي نذرانې دسپينو اوښکو

لپي پورته مي ستا لور ته دي باداره
ته مي ومنه قطرې دسپينو اوښکو

په ژړا ژړا کړم ورزي او شپې تېري
قافلې مي ميلمنې دسپينو اوښکو

ددرياب په شان چي مستي څپې راشي
شي مي ډکي دا لېمې دسپينو او ښکو

دګريوان په لور مزل کړي تر منزله
له چشمانو قافلې دسپينو اوښکو

شاعري دي لا :منصور اشنا:ده پيغله
پښتنه ده کړي پيرې دسپينو اوښکو

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x