شعـــــرونه

حلب/ نور احمد نعماني

نور احمد نعماني

ای د حلب ښاره مه ژاړه
اوسه انتظاره مه ژاړه

تاته د نصرت وعده
در کړې پاک “رب” پخه
قول د “جباره” مه ژاړه

ته خو کلک ایمان لرې
غیږه کې غازیان لرې
وژني به “بشاره” مه ژاړه

پیغلې که ځوانان وژني
زړونه مو خزان وژني
زخم او پرهاره مه ژاړه

ستا دښمن معلوم موږ ته
“مسکو” او که “خُم” موږ ته
دواړه دي غداره مه ژاړه

فتحه او نسیم به وي
کاف به نه وي میم به وي
وایی مو “مختاره” مه ژاړه

بیابه آذانونه وي
خاص به رحمتونه وي
ګام په ګام یی شماره مه ژاړه

دا د “نعماني” پیغام
اوښکې یی څاڅي پر شام
مینه بې اختیاره مه ژاړه

اوسه انتظاره مه ژاړه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x