نظــر

د کرسمس حقیقت؛ ۲۵ دسمبر د عیسویت سره هیڅ تړاؤ نه لري

محمد اسماعيل زاهد
کرسمس د دوؤ لفظونو مجموعه ده . کرائسټ Christ او ماس Mass . کرائسټ عیسی’ ع ته وائی او ماس Mass اجتماع یا غونډی ته وائی, يعنی د عیسی’ په خاطر راغونډیدل . کرسمس ته بعضې خلک عید میلادالمسیح هم وائي . دی ورځی ته يول ډے ( د پيدا کيدو کال) يا نوائل (د پيدا کيدو ورځ) هم وائي.

کيتوليک مسيحيان دغه ورځ په ۲۵ دسمبر , ارتوډوکس مسیحیان ئی د جنوری په شپږمه نیټه او ارمني کلیسا ئي په ۱۹ نولسم جنوری لمانځي.

محمد اسماعيل زاهد

د کرسمس توری په پنځمه مسیحی سلیزه (پیړۍ) کښې تر غوږ شو. د دې نه وړاندې د دې هیڅ ثبوت نه تر سترګو کیږي. د مسیحیانو په کتابونو کښې د مسیح د زیږیدو د نیټې په اړه څه کره او واضح ذکر نشته , یوازې یو څو اشارې ورته شوی دي او د عیسویانو تر منځ د حضرت عیسی’ ع د زیږیدو د نیټې په اړه له یو بل سره سخت اختلافات دي.

د (AD) اینو ډومیني یعنی عیسی’ ع د پیدا کیدو د کال په اړه د عیسویانو په مشهور کتاب قاموس الکتاب کښې لیکل شوی چی عیسی’ ع د عیسوی کال نه څلور کاله مخکی زیږیدلی وؤ. دغه شان مائیکل هارټ The Hundred کښی لیکلي چی عیسی’ ع د دغه وخت نه شپږ کاله پخوا پیدا شوی وؤ.

پخوانی پوپ بینډیکټ په خپل کتاب جیزز نازرت Jesus Nazarth او یو بل راهب کینن فیرر په خپل کتاب لائف کرائسټ Farrars Life Christ کښې د دې خبری اعتراف کوی چی ۲۵ دسمبر د مسیح د پیدا کیدو ورځ نه ده او د عیسی’ ع سره چی کوم کال منسوب شوی حضرت عیسی’ علیه السلام د هغی نیټې نه ۴ یا ۶ کاله وړاندی پیدا شوی وؤ.

مسیحیانو ته بائیبل یا انجیل یو لوی مقام لری او په دی کتاب کښې چی کومه نوې عهدنامه ده هغه د مسیحیانو په خیال ډیره اهمه ده او لوی عظمت لري خو په دې کښی هم د مسیح د پیدا کیدو د ورځی په اړه هیڅ ذکر نشته.

که د بائبل نوره مطالعه اوکړو نو د انجیل لوقا په اول باب کښی د ۲۶ نه تر ۳۱ نمبر ایتونو کښی داسی لیکل شوی دی چې
” په شپږمه میاشت کښی جبرائیل د خدای له خوا نه د ګُلیل په یوه ښار ناصِره کښی د یوې پیغلې (باکرې) په لوري ولیږدول شو او فرښتې ورته ووئیل چې مریم ته مه ویریږه د خدای له طرفه په تا فضل وشو او اوګوره ته به حامله شې او ستا زوی به پیدا شي او ته د هغه نوم یسوع کیده.”

که د دې ایتونو په شروع کښی تاسې لږ غور وکړئ نو دلته د شپږمې میاشتې ذکر دی او په هغه وخت کښی چی کومه جنتري یا حساب استعمالیده هغه یهودی وؤ او د یهودی جنتري مطابق شپږمه میاشت (دالول) ده کومه چې د یهودی جنتری تر مخه په اګست کښی راځي. که د اګست نه مونږ او تاسی نهه میاشتې شاته لاړ شو نو اپریل یا مئ کیږي نو د بائیبل نه هم دا معلومیږی چی بائیبل د کومې میاشتې ذکر کوي هغه اپریل یا مئ ده.

۲۵ دسمبر تر څلورو میلادی سلیزو پوری د عیسی’ ع د زیږیدو ورځ نه ګڼل کیده . په ۵۳۰ میلادی کال د سیتیا د ایکسیبز په نوم یو راهب د عیسی’ ع د ولادت په باره کښی تحقیق وکړو او د عیسی’ ع د پیدا کیدو نیټه یی ۲۵ دسمبر تعین کړه. اصل وجه یی دا وه چی د عیسی’ ع د پیدائښت نه وړاندې په نړۍ کښی د مختلفو تهذیبونو د معبودانو د پیدائښت ورځ هم ۲۵ دسمبر ګڼل کیده لکه د یونانی معبود کرشنا , هندو دیوتا کرشنا ,مصری معبود اورس , فارسی معبود میترا او داسی نورو معبودانو د پیدائښت ورځ ۲۵ دسمبر وه. نو د دوی پلان دا وؤ چې که په دغه ورځ د عیسی’ د ولادت ورځ هم ولمانځي نو د نورو تهذیبونو او مذهبونو پلویان به عیسوی مذهب بیګانه او پردی ونه ګڼي او د خپلو مذهبونو په څیر یو مذهب به یی وبولي .

د اسلامی مفسرینو او محققینو هم په دی خبره اتفاق دی چی د عیسی ع ولادت په بیت اللحم ښار کښی شوی دی او د قران پاک په سورت مریم کښی د ۲۲ نمبر ایت نه تر ۲۵ پوری راځی چی

فَحَمَلَتْهُ فَانتَبَذَتْ بِهِۦ مَكَانًا قَصِيًّا

مريم ددغه ماشوم اميد واره (حامله) شوه او هغه له دې اميد وارۍ سره يو لیري ځاى ته لاړه.

فَأَجَآءَهَا الْمَخَاضُ إِلٰى جِذْعِ النَّخْلَةِ قَالَتْ يٰلَيْتَنِى مِتُّ قَبْلَ هٰذَا وَكُنتُ نَسْيًا مَّنسِيًّا

بيا د لنګېدو کړاو (د ماشوم د زېږېدو په وخت کي درد) د خُرما د يوې وني لاندي ورباندي راغى. هغې وويل: “كاشكي، زه له دې څخه مخکي مړه واى او نوم نښان مي نه واى پاته شوى.”

فَنَادٰىهَا مِن تَحْتِهَآ أَلَّا تَحْزَنِى قَدْ جَعَلَ رَبُّكِ تَحْتَكِ سَرِيًّا

پرښتې د لاندي خوا څخه هغې ته غږ وکړ، ویې ويل: “مه خپه کېږه، ستا پروردګار تر تا لاندي يوه چينه بهولې ده؛

وَهُزِّىٓ إِلَيْكِ بِجِذْعِ النَّخْلَةِ تُسٰقِطْ عَلَيْكِ رُطَبًا جَنِيًّا

او ته لږ غوندي ددغي وني تنه وخوځوه. پر تا به خوږې ښېرازه خُرماوي را توی شي؛

نو په قران کښی هم په واضحه توګه د عیسی’ د پیدا کیدو په وخت کښی د پخو شوؤ خُرماوؤ ذکر شوي او په بیت اللحم کښی د خُرماوؤ د پخیدو موسم هم جولائ یا اګست کښی وي.

نو ښکاره معلومه شوه چی د عیسی’ علیه السلام ولادت د خُرما یا کجورو د پخیدو په موسم کښی شوی یعنی د اوړی یا ګرمئ په موسم کښې شوی او د دسمبر او جنوری د میاشتو په سړو یا ژمی کښی نه دي شوی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x