افغانستان

په کابل کې پرونۍ واورې بې سرپناه خلک انديښمن کړي دي

د کابل په ساړه ژمي کې له جنګونو راوتلي بې کوره خلک د واورې ورښت او ډېر يخ په اندېښنه کې کړي دي. د دوی په خبره پرلپسې څوکاله يې نارې وهلې دي، خو چا پرې غوږ نه دی ګرولی. د کابل ښار جنوب لوېدېځ قمبر څلورلارې کې بېلابېلې را مهاجرې شوې کورنۍ اوسېږي، چې ډېری يې پکې د کندهار او هلمند خلک دي. د هلمند د سنګين يوتن ځوان بهادر وايي: په دې يخنۍ کې به بيا خدایزده څو ماشومان او زنانې مړې شي. ولا که مو يا حکومت غږ اوري یا رعيت.

بهادر وايی، په سيمه کې ډېرو جنګونو د کابل د يخني منلو ته اړ ايستلی دی، خو په خبره يې په ژمي کې د دوی ماشومان د یخ زغم نه لري. هغه وايي: موږڅه کوډلې سره تپلې، تاسې خو يې وينئ، په دوو کوډلو کې شپاړلس اوولس کسان اوسېږو.

دلته له دې کوډل نما خونو سره څو خېرن، لوڅ سر او ځينې آن لوڅې پښې ماشومان په واورو کې ګرځي، شاوخوا اته کلن سلام خپله پوزه پرلپسې کشوي، ښورېدلې ژامې راته وايي:په هغو نورو واورو کې مې هم يو د تره زوی مړشو، اوس مې پلار وايی کاغذان راټول کړئ، کنه ټول به مړه شو.

هلته بيا کابل نندارې ته څېرمه نيمه لوڅ ماشومان راباندې راټول شول، هغوی ټولو په يوه خوله سپينه واوره بده ګڼله ډېرو يې ويل: کاشکې واوره په اوړي وشي، ښویندوکي به خوندکوي!

د مهاجرو ځوانان او مشران له دولته پوره ناهيلي برېښېدل، هغوی نه پر کومه خيريه مؤسسه ، نه وکيلانو او نه هم په مجموع کې پر دولت باور درلود، هغوی ګيله کوله چې هر سوړ ژمی په کاغذونو تېروي، او هر ژمی د دوی يخني وژلي ماشومان او ښځې په تلویزونو کې ښکاره کېږي، خو څوک پرې سر نه خوږوي.

ديادو مهاجرو ماشومان په اوړي کې تر خېمې لاندې درس وايی او په خبره يې په ژمي کې نه نږدې جومات شته او نه هم بل کوم مناسب ځای. دغه خلک نه له خوارکي توکو شکايت کوي او نه هم بله غوښتنه لري. د قمبر څلورلارې په مهاجرو کې يو تن ځوان سورګل په ويرجنه لهجه وويل: نور خو مو څوک ولاکه په کیسه کې وې، دومره خو وکړئ، چې واوره په دعاکې مه غواړئ!

دا په داسې حال کې دی، چې په ټول هېواد کې ډېره واوره د کال د سمسورتيا او ابادۍ ښه وسيله ګڼل کېږي. او ديادو خلکو پر ستونزو ټولو خيريه مؤسسو، بشري حقونوکميسیون، د ښځو ملاتړو، د ماشومانو د حقونو مدافعينو او وکيلانو ځانونه کاڼه اچولي دي.

 عبد الودود سنګين

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x