دیني، سیرت او تاریخ

د نر او د ښځي توپیر په اسلام او ساینس کي (۱۴)

لیکنه او څېړنه: عبدالغفار جُبیر

۳: ښځه به يا لور وي:

د اسلام څخه مخکي لور درولودل شرم او عار بلل کېده، له همدې کبله د جاهليت په وخت کي عربو خپلي لوڼې ژوندۍ ښخولې، چي بحث يې د قرآن کريم کي په سورة الانعام، سورة النحل، سورة بني اسرائيل، سورة الزخرف اوسورة التکوير) کي بيان شوی دئ، خو په اسلام کي ورته ډېر لوړ ارزښت ورکړل شو، د لوڼو په خلاف هر ناوړه کړنه جرم شو په احاديثو کي راځي:

عروه بن زبير د بني عليه السلام د ټبر بې بې عايشې رضي الله تعالي عنهاڅخه روايت کوي د هغې بيان دی، چي يوه ښځه د خپلو دوو لوڼو سره زما څخه يو څه و غوښتل (سوال ئې وکړ) ماسوا دي وې خُرما بل شي زما سره نه وو، هغه خرما مي ورکړل چي هغې پخپلو دواړو لاسو و خپلو دوو لوڼو ته تقسيم کړه، (نيمه ئې يوې لور ته او نيمه ئې و بلې لور ته ورکړه، او خپله ئې شي ونه خوړئ) بيا هغه ولاړه شوه او روانه شوه نبي کريم صلی الله علیه وسلم چي تشريف راوړئ ما ورته دا بيان وکړ، نو حضور صلی الله علیه وسلم و فرمايل، څوک چي دې بچو(لوڼو) ته څه ورکړل او د هغوی سره ئې احسان وکړ نو دا به د هغې لپاره د جهنم له اوره حجاب (پرده) وي (يعني په دې ذريعه به د جهنم نه وساتل شي)۔ (بخاري ۹۳۳)

د ابو سعيد خُدري رضي الله عنه څخه روايت دئ چي نبي کريم صلی الله علیه وسلم و فرمايل:

د چاچي درې لوڼې پيدا شي، و هغوی ته ادب ورزده کړي، رحم ورباندي وکړي، او ښه ورسره وکړي ، نو ددې سړي لپاره جنت دئ.

په بل حديث شريف کي راځي:

هغه څوک چي درې لوڼې ولري، پر دوی صبر وکړي، خوراک ورکوي، اوبه کوي ئې او کالي ورکوي نو ددې سړي او دوږخ تر مينځ به پرده وي ۔( دي به و دوږخ ته داخل نشي)۔

په بل حديث شريف کي راځي چي يوه صحابي د نبي کريم صلی الله علیه وسلم څخه و پوښتل که ئې دوې لوڼې وې؟، نبي کريم صلی الله علیه وسلم ورته و فرمايل که ئې دوې وې همداسي ده، هغه صحابي بيا ورڅخه و پوښتل که ئې يوه لوروه، نو نبي کريم صلی الله علیه وسلم ورته و فرمايل که ئې يوه لور وه همداسي ده۔ يعني که يې روزنه او پالنه وکړي هغه به جنت ته داخل شي.

په بل حديث شريف کي راځي:

نبي کريم صلی الله علیه وسلم وايي: تاسي لوڼې بدې مه ګڼئ دا ځکه چي دوی مينه ناکې دي، او عزت ورکوونکې دي۔

۴: ښځه به يا خور وي:

د کليب بن منفعه څخه روايت دئ چي زما نيکه له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه پوښتنه وکړه يا رسول الله صلی الله علیه وسلم زه له چا سره ښه سلوک وکړم؟ نبي کريم صلی الله علیه وسلم ورته و فرمايل چي له خپلي مور، خور، ورور او خپل غلام سره چي و تاته نژدې دي او ددوی حق پر تا باندي واجب دئ.

د حضرت مقدام بن معدي کرب رضي الله عنه څخه روايت دئ چي ماله رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه واورېدل چي وئې فرمايل: الله پر تاسي د ميندو سره د حسن سلوک حکم کړيدئ، بيائې د پلرونو په هکله هدايت کړيدئ، او بيائې و تاسو ته د نژدې کسانو په هکله فرمايلي دي. (ادب المفرد، بخاري)

له نژدې کسانوڅخه مراد ورور او خور ده.

د اسلام نور احسانات پر ښځه باندي:

۱: و ښځې ته ئې د ميراث حق ورکړ.

۲: ښځه چي هر څومرې شتمنه وي کله چي له کوره ووځي (د خاوند کور ته ولاړه شي) نفقه ئې پر خاوند ده.

۳: و ښځې ته د خاوند دا نتخاب حق ورکول شوی دئ،ددې رضاء ضروري ده.

۴: که چير ی د ښځې خاوند ظالم، ناوړه او بد سړی وي و ښځې ته د خلع حق ورکول شوی دئ.

۵: د عزت، مال او ځان په ساتلو کي نر او ښځه سره برابردي.

۶: و ښځو ته د تعليم او تربيت د لاسته راوړلو لپاره اجازت شته.

۷: په عبادت کي نر او ښځه سره يو شانتي دي، ثواب ددواړو سره برابر دئ.

۸: که يوه ښځه کونډه شي، طلاقه شي ددوهم ځل لپاره دا حق لري چي نکاح وتړي.

۹: د ښځې ملکيت: د ښځې ميراث، مهر او هغه مال چي دې ولاسته راوړی دئ.
کامل مؤمن هغه دئ چي له خپلې ښځې سره ښه وکړي:

عن ابي هريرة رضي الله عنه قال: قال رسول الله صلی الله علیه وسلم اکمل المؤمنين ايمانا احسنهم خلقا وخيارکم خيارکم لنسائهم.

ژباړه: د حضرت ابو هريره رضي الله عنه څخه روايت دئ چي رسول الله صلی الله علیه وسلم و فرمايل: په مسلمانانو کي د بشپړ ايمان خاوندان هغه څوک دي چي اخلاق ئې غوره وي او په تاسو کي د خير زيات حامل هغه دئ چي د خپلو ښځو سره په حق کي زيات ښه وي.

وعن عايشة رضي الله عنها قالت قال رسول الله صلی الله علیه وسلم ان اکمل المؤمنين ايمانا احسنهم خلقا والطفهم باهله.

ژباړه: د ام المؤمنين حضرت عايشې صديقې رضي الله عنهاڅخه روايت دئ چي رسول الله صلی الله علیه وسلم و فرمايل: په مسلمانانو کي تر ټولو د هغه ايمان زيات بشپړ دئ چي د هغه اخلاق او چال چلند يې ډېر ښه وي او د خپلې ښځې سره ئې چال چلند د مينې او محبت په دايره کي وي.

وعن عايشة رضي الله عنهاقالت قال رسول الله صلی الله علیه وسلم خيرکم خيرکم لاهله واناخيرکم لاهلي.
ژباړه: د حضرت عايشې صديقې رضي الله عنهاڅخه روايت دئ چي رسول الله صلی الله علیه وسلم و فرمايل: په تاسو کي هغه سړي ډېر ښه دئ چي د خپلې ښځې په حق کښې ښه وي او زه د خپلو بيبيانو سره ډېر ښه يم.
نور بیا…

مأخذونه: (مسند احمد)۔

(مسند احمد)

(مسند احمد)۔

(ادب المفرد، بخاري)

(خصوصيات مصطفي صلي الله عليه وسلم ټوک: ۲ ، پاڼه: ۱۲۱- ۱۳۰/ ليکوال: مولانا محمد هارون معاويه/
خپرونکي: دارالاشاعت کراچي پاکستان)

(رواه الترمذي، وابن حبان في صحيحه، وقال الترمذي حديث حسن صحيح)

(رواه ترمذي والحاکم)

(رواه ابن حبان في صحيحه)

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x