افغانستان

د ډېرو واورو له کبله، د بدخشان ۲۲ ولسوالیو ته غزېدلې لارې تړل شوي

نن ټکی آسیا: د بدخشان ولایت چارواکي وایي چې د بدخشان ټولټال ۲۲ ولسوالیو ته غزیدلې لویې لاري یې د سختو ورښتونو له کبله د ترافیکو پر مخ تړلي دي.
د بدخشان د والي ویاند احمد نوید فروتن ژمنه وکړه چې د اړتیا په وخت کې یادو سېمو ته د مرستو رسولو لپاره چمتووالی لري. نوموړي زیاته کړه چې د لارو د خلاصولو هڅې پيل شوې.

تر اوسه د ورښتونو له کبله د ځاني تلفاتو خبر نه دی ورکول شوی.
د یادونې وړ ده چې د بدخشان د نهو ولسوالیو لارې یوه میاشت وړاندې لا مخکې له مخکې تړلې شوي وې.
بل پلو د بدخشان د ولایتي شورا رئیس عبدالواحد توحیدي اندېښنه ښيې،چې که لارې همداسې تړلې پاتې شي، ترسره شوې مرستې بسنه نشي کولای . د نوموړي په وینا ، د راغستان او سرحدي سېمو خلک اوس سمدستې هم له ګڼو ستونزو سره لاس و ګریوان دي.
نوموړي پر حکومت ټينګار وکړ، چې سږ کال دې چمتووالی لا زیات کړي ؛ځکه په تېرو کلونو کې به د بدخشان له شپږو تر نهو ولسوالیو پورې غزېدلي لارې تړل کېدي، خو سږ د ۲۲ ولسوالیو لارې بندي شوي دي.
د وردج ولسوالۍ خلک هم سږني ژمي ته په اندېښنه کې دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x