نړۍ

سوریې ته پر لاره د روسیې الوتکه غورځېدلې

نن ټکی اسیا (یکشنبه، مرغومی ۵، ۱۳۹۵ل): د روسیې دفاع وزارت هغه خبرونه تایید کړه چې وايي د روسیې یوه الوتکه په تور سمندر کې غورځېدلې او ۹۱ کسان چې د هغوی څخه یې لږ تر لږه ۸۳ عسکر وه، وژل شوي دي.

دفاع وزارت ویلي چې پوځي الوتکه یې له موسکو څخه پرواز پیل کړ، په سوچي ښار کې د تیلو لپاره ناسته وکړه او بیا له سوچي څخه د سوریې «حمیمیم» هوايي ډګر ته پر لاره وه چې د روسیې سواحلو ته نیژدې په تور سمندر کې له راداره ورکه شوه او وروسته معلومه شوه چې الوتکه غورځېدلې.

د الوتکي پاته شوني د سمندر په تل کې موندل شوي او په کښي سپاره ټول کسان وژل شویو کې شمېرل شوي دي.

د روسیې هوايي ځواک د سوریې په «الحمیمیم» ډګر کې مېشت دي، له کومه ځایه چې روسي ځواکونه د سوریې په نورو برخو کې خپل عملیات پلانوي او د بشار الاسد د پوځیانو په ملاتړ پر ولسي سیمو بمبارونه کوي.

په الوتکه کې ۸ تنه عمله، ۹ تنه ژورنالیستان او نور ټول د روسي پوځ پرسونل وه چې اکثره یې تشریفاتي او نڅاګر پوځیان دي چې په سوریه کې د روسي پوځیانو سره د کریسمس او نوي میلادي کال د خوښیو لمانځلو لپاره روان وه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x