ټولنیزه برخه

دديني مدرسو نصاب، تعلیم او تربیت مو باید معیاري وي

قاري احسان

دتعلیم اهمیت له هیچا نه هم پټ ندی، په نړۍ کې چې هر قوم او ټبر تعلیم و تربيې ته په ښه توګه مخه کړي ده، هغوی کامیاب شوي هم دي، او تاریخ يې هم ژوندی پاتي شوی دی، په تعلیم او تربیه کې تر ټولو زیات اهمیت دنصاب دی، ځکه په نصاب کې چې هر څه ويل کیږي، په هغه رنګ به يې فارغ التحصیل هم جوړیږي، نصاب باید په ډیر معیاري ډول او دحالاتو سره سم عیار شي، په اول قدم کې باید دنصاب جوړلو یوه غوره او تکړه ټولۍ جوړه شي، په هغې کې دملک په سطحه وتلي علماو او پوهان سره راټول شي.

چونکه زموږ په ګران وطن کې، که څه هم له وخته مدرسو شتون درلود، خو نويو ځوان علماو بیا د الله په فضل سره په دې برخه کې نه ستړيکیدونکې هلي ځلي کړي، او لا په ډیر ښه انداز سره رواني دي، دملک په مختلفو برخو کې زیاتي مدرسي جوړي شوي، او لا دجوړيدلو په حال کي دي، خو تر اوسه لا دملک په سطحه یو منظم او مرتب نظام او نصاب نه لرو، که څه هم دمدارسو دنصاب په ډیریو موادو کې یووالی لیدل کیږي، خو بیا هم توافق وجود نه لري، نو لازمه ده چې لاندي ټکو ته متوجه واوسو.

دا هم باید واضحه شي، چې نصاب پر دوه ډوله دی:

لومړی:

هغه نصاب چې یوازي زباني او فرضي وي، عملي او تطبیقي برخه يې یا کمزوري وي، او یا خو بېخي خالي پاتي وي، دا نو نا کام نصاب بلل کیږي.

دوهم:

عملي او تطبیقي نصاب دی، دا کامیاب او موثمر نصاب بللای شو، نتیجه يې ډیره ژر او فوري وي، ددا ډول نصاب په لوستلو کې نه استاز او نه هم شاګرد ته دیقت وي، بلکې شاګرد يې په ډیره اسانه طریقه سره دیادولو او زده کولو څخه علاوه عملي کولای هم شي.

نړۍ په هر څه کې د ځواني دور تېر کړی دی، دپخې تجربې په مراحیلو کي روانه ده، په هر میدان کې ډیري منتجي تجربې تر سره شوي، دتعلیم او تربیې په ډګر کې هم ډیر واضح مثالونه شتون لري، وفاق المدارس صدر محترم شیخ الحدیث سلیم الله خان صاحب، چې بلا متنازع وتلی او مشهور عالم دی، دمدارسو نصاب او هر څه دده تر سرپرستي لاندي روان دي، ویل به يې: چې په نصاب کې دجدیدیت او عصریتوب تجربې نوري مه کوئ، پر دغو موږ ټول عمر صرف کړی دی، بالآخیره دې نتیجي ته رسیدلي یو، چې زموږ کامیابې ددیني علومو په پوختګي کې دی.

په نصاب کې باید دو خبرو ته ډیر متوجه واوسو:

اول:

نصاب مو باید اسلامي او افغاني وي، ځکه که مو دمدارسو نصاب داسلامي اړخه لږ کمزوری شي، نو ټوله خواري به مو عبث او فارغ التحصیل به مو ژور علمي استعداد نه ولري، چې دا نو په هر صورت ناکامي دی.

بل داچې نصاب مو باید داسلامیت سره-سره، افغانیت هم ولري، هسې نه چې پردي مضامن را باندي تحمیل شي، او داسي نظریه شاګرد ته ورکړو، چې هغه مو له عنعناتو سره یا په ټکر کې وي، او یا هم دوخت په تیریدلو سره مو افغانیت له منځه یوشي.

دوهم:

نصاب مو باید عملي او تطبیقي وي:

دتعلیم او تربیې مسلمان علما په دې ډیر ښه پوهیږي، چې نبي علیه السلام په ډیر وضاحت سره دتعلیم او تربيې په میدان کې، عملي او تطبیقي تربیت ته داهتمام ورکاو، او فرمایل يې: (إنما العلم بالتعلّلم، وإنما الحلم بالتحلّم)، یعني علم دزده کړي په تمرین سره حاصلیږي، او حلم دنرمي په تمرین سره، او هغه صلی الله علیه وسلم به صحابه و ته ویل: (صلوا كما رأيتموني أصلي)، داسي لمونځ کوئ لکه زه چې کوم، دحج داحکامو په اړه يې فرمایل: (خذوا عني مناسككم)، له مانه مو دحج مناسک زده کړئ، حاصل دا چې نبي علیه السلام هر څه تعلیم عملي و، یوازي پر ژبه ویلو يې بسنه نه کوله.

او موږ په ننۍ زمانه کې دعلم په زده کړه کې ډیر کلونه تیرو، په زرهاو مخونه (صفحې) وایو، او په لسهاو کتابونه، سره له متونو، حواشیو او شروحاتو تر نظر تیرو، خو بیا هم چې کله لمانځه ته ولاړ شو، او شروع يې کړو، د یو ادنا صحابي په شان لمونځ هم نشوای ادا کولای، او که حرمینو ته مو الله دحج ادا کولو نصیب وکړي، هلته به هک حیران ولاړ یو، نه به پوهیږو چې څه وکړو، داسي به حیران یو، لکه بلکل چې مو کله هم نه څه ویلي، او نه مو څه لیدلي وي.

دا هرڅه ددې نتیجه ده، چې موږ دنبي علیه السلام دطریقي خلاف لاره خپله کړي ده، دنبي علیه السلام طریقه پر عملي، تطبیقي او ممارست بنا وه، او زموږ -الله دې معافي راته وکړي- طریقه بیا یوازي پر تلقین او داوراقو پر اړولو بنا دی، وبس.

2016-12-25

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالواحداڅګزۍ

محترم قاری احسانالله صاحب اسلام اعلیکم زموږټولوحکومتواسلام اوآخرت یوترځان تیروونکۍ شۍ بللۍ دی اوداموقتی دنیایی یودایمی ژوند بللۍ دۍ همداسبب دۍ چه موږالله له دی هستماًملکه سره درپدره اوبی وزلی کړی یوتاسود دین ټیکه دارانو هم قرآن عظیم شان په معنی ندۍ ویلۍ فقط یوڅو قصی اودعاوی موزده کړی دی صدقاتوته مو لاره جوړه کړی ده الله په قرآن کی فرمایی:نحن اعلم بمایقولون ومآانت علیهم بجبار قف فذکربالقرآن من یخاف وعید.ع۴۵—۵۰(ق۴۵)معنی:موږښه پو هیږوپه هغه څه چه دوی یی وایی اونه یی ته پردوی باندی زبردستی کوونکۍ پس نصیحت وکړه په قرآن سره هغه چاته چه ویریږی زمادوعدی نه.آیاتاسودقرآن په معنی… نور لوستل »

افغان

السلام علیکم! ستاسی لیکنی سره موافق مګر څه ملاحظات یا څرګندونی پکی هم لرم او هغه دا چه : په کومه کچه چه کفری هیوادونه او شخصیتونه له اسلامه سره د دشمنیو له امله له اسلامه لیری والی غوره کړی هغوی ته ورته مسلمانانو له ساینس او تکنالوژی سره تر یوی کچی فاصله نیولی یعنی ساینس او دین سره بیل شوی هغوی ساینس له دینه او مسلمانانو دین له ساینس حتی سیاسته لیری کړی.په داسی حال کی چه دین، سیاست ، ساینس او تکنالوژی یو د بله سره تړلی څیزونه دی، یوله بله سره نه شړیدونکی اړیکی لری.په دی اړه… نور لوستل »

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx