fbpx
arbakian.2

اربکیان او دموږک مسئله – طنز

تازه دیخ موسم پیل شوی وو چې کلي ته مو له امریکایي ټانګونو سره یوځای داربکیانو ملیشه راغله ، خلکو ویل عملیات شروع شوي دي ، خو شاوخوا دجګړې څرک نه لګېده ، امریکایي ټانګونه دکلي په شاوخوا تاو شول او دننه په کلي کې اربکیانو عملیات شروع کړل .

اربکیان کور په کور ګرځیدل او دملایانو پوښتنه یې کوله ، دکلي لوی ملاصاحب یې له کور څخه راویوست تر وهلو ټکولو وروسته یې ورته وویل چې په دوو ورځو کې به له منطقې کډه باروې ، او کنه بیا دشکایت حق نلري ، اربکیانو نه یوازې ملایان او دمنطقې پوه خلک بندیان او بې کوره کړل ، بلکې معمولي اخوندان او هوښیار امیان یې هم په دې جرم له کلي پسې واخیستل ، چې ددوی په خبره دملایانو په کاسه یې خوړلي دي او له هغوی سره شناخت لري . کلیوالو داربکیانو کومندان ته عذر وکړ ، چې ټول په خط او کتاب پوه خلک دي له کلي نه پسې اخلي ، ځکه چې په ګډ ژوند کې هرډول خلکو ته ضرورت پیښیږي ، خو کومندان چې د ډيرو خبرو حوصله یې نه درلوده ، دکلیوالو دعذر په ځواب کې یې یوازې همدا ویل چې ( دهر شي ذمه وار مو زه یم ، تاسو یوازې ما او کار سره پریږدئ )

څو ورځې وروسته هغو ټولو کسانو کډې بار کړي چې کومندان ګواښلي وو، کلی له اذانونو او د ماشومو طالبانو له چیغو تش شو، سهار مهال به کلیوال دخره په اونګاره پاڅيدل او د چرګانو په بانګونو یې شپه او ورځ سره بیلول، اربکیانو دملاصاب په کور کې پوسته جوړه کړه، او دکلي په هوجره یې ( دلبار ) نوم کیښود ، همدلته به دچرسو بنډار دائرېده ، چې دکلي ماشومانو او ځوانانو په کې وړیا ګډون کولای شوای .

داربکیانو له راتګه څو میاشتې تېرې شوي وې ، یخ په ختمېدو وو ، او هوا بدلون کړی وو ، د کلي دیوه سپین ږیري خان شیرین اکا په کور کې د څښاک داوبو کوهي ته موږک ولوېد او په کې مړ شو ، خان شرین اکا چې له دې پیښې خبر شو ، کوروالاوو ته یې اعلان وکړ ، ترهغو چې ما فتوا نه وي راوړي دکوهي اوبه استعمال نه کړئ چې نجسې دي .

خان شیرین په دې فکر له کوره ووت ، چې دکلي له ملاصاحب څخه به پوښتنه وکړي ، خو له دروازې په وتلو یې چې دکله دملاصاحب دکور په خوا وکتل داربکیانو بیرغ یې ولید چې دملا صاحب په کور رپېده ، همدلته ورپه زړه شول چې هغه ملاصاحب په کلي کې نشته ، چې ده به ترې د پټو او ښکاره مسئلو پوښتنې کولې ، ښه فکر یې وکړ تر څوکوم داسې څوک ورپه زړه کړي چې دامسئله ترې وپوښتې ، مګر هیڅوک په نظر ورنغلل ، سخت طبیعت یې خراب شو ، خو په دې وخت کې داربکیانو دکومندان خبره ورپه زړه شوه ، چې دملاصاحب دشړلو په وخت یې کلیوالو ته ویلي وو (دهرشي ذمه وار مو زه یم ) خان شیرین په همدې تمه داربکیانو دپوستې په خوا روان شو.

کومندان له خپلو اربکیانو سره د(غونجوباز ) په لوبه بوخت وو ، چې خان شیرین اکا پر دروازه ورننوت ، له جوړ تازه وروسته خان شیرین اکا مخ کومندان ته واړاوو او خپل مشکل یې ورته وړاندې کړ ، چې دپاکواوبو کوهي ته موږک غورځیدلی او په کې مړ شوی دی او س څه ورباندې وکړو ؟

کومندان په سوالیه انداز ځواب ورکړ چې دا خبره ترموږ پورې څه تعلق لري چې دلته راغلې ؟ خان شیرین اکا چې زړه یې ډک ډک کېده ځواب ورکړ ، چې تر تا پورې ځکه تعلق لري ، چې دهمدې مسئلودحل خلک خو تا رانه ورک کړل، او ویل دې چې دهرشي ذمه وار مو زه یم اوس مې نو ځکه دا مشکل تا ته راورساوو ، کومندان چې دخان شیرین په مطلب یې سر خلاص شو، ددې لپاره چې کم رانشي ځواب یې ورکړ، سمه ده مازدیګر ته راشه ترمازدیګره صبر وکړه زه به دې مشکل رفع کړم .

خان شیرین دهمدې خبرې له اوریدو سره جګ شو ، څادر یې په غاړه کړ او له پوستې ووت ، دخان شیرین له تګ وروسته کومندان خپلو ملګرو ته وویل چې که له کلیوالو سره کړې ژمنه په ځای نه کړي نو خلک به یې په وړاندې پورته شي ، نوځکه چې هرڅنګه ممکنه وي باید دکلیوالو سره شوی تعهد په ځای کړي .

ولاړ مازدیګر چې ټول اربکیان دچرسو بنډار ته رایوځای شوي وي کومندان همدا موقع مناسبه وبلله او دخان شیرین استفتاء یي خپلو ملګرو اربکیانو ته عرض کړه ، ترڅو په دې اړه خپل نظر وړاندي کړي چې خان شیرین ته باید څرنګه ځواب ورکړل شي .
دموږک په مسئله کې اربکیانو خپلې رأیې داسې میدان ته کړې .

دکومندان معاون شادوخان وویل : زه خو وایم چې موږک هم دخدای بنده دی ، څه وشول چې کوهي ته یې ټوپ وغورځاوو ، خود به ټوپونه وهي کوچنی دی خپل سات به تیروي ، موږ چې لوی سړي یو ټوله ورځ خرتیزکې وهو .

کچور نامي اربکي دسګریټ ایره وڅنډله او ویي ویل : آبل کال چې ما په چرسو تازه شروع کړې وه ، یوه ورځ مې دچرګ ښوروا ته زړه وشو ، د ادې دهګیو په چرګه پسې مې منډه کړه ترڅو یې راونیسم او حلاله یې کړم ، خو چرګې ټوپ کړ او لاندې کوهي ته وغورځیده ، پلار مې ملا صاحب ته ورغی ملاصاحب ورته ویلي وو چې ۴۰ سلواغې اوبه له کوهي راوباسئ ،کوهی به پاک شي زه خو وایم چې چرګه حلاله ده او ۴۰ سلواغې اوبه ورباندې ایستل کیږي ، موږک چې مردار دی باید ۸۰ سلواغې اوبه ورباندې وایستل شي .

کومندان چې دکچور خبره یې په زړه کې خوښه شوه ورباندې اضافه یي کړه : او بله داچې دچرګې دوه پښې دي او دموږک څلور پښې دي ، دواړه پښې لوڅي ګرځي او په پښو پورې یې مرداري نښلي ، نو له دې اړخه هم موږک دچرګې دوچند دی ، نوځکه ښه داده چې دموږک دغورځیدلو له امله ۱۶۰ سلواغې اوبه له کوهي را وایستل شي .

ګنډېر اربکي چې تردې مهاله یې په پوزه کې ګوتې وهلې دا چې وار ورته رسیدلی وو ویې ویل : ماته مې ادې ویلي وو چې هر شی په مرداري کې درڅخه ولویږي ، بیرته یې راوباسه او دری واره یې ومینځه پاک سوتره به شي ، نو خان شیرین اکا دې هم موږک له کوهي راوباسي او دری وارې دې ومینځي حلال به شي .

کومندان چې د چرسو نشې یي کرار کرار اعصاب تسخیرول ، دګنډیر رأیې ته په چورت کې شو .

جومک اربکی چې د چرسو نشې لاندې کړی وو دسګریټ له کشولو وروسته ژور ژور وټوخېده او بیا یې په خپله ځانګړې بونګنه لهجه وویل : زه ګومان کوم که موږک رښتیا څاه ته ښکته شوی وي خو دپیشو له ډاره به ښکته شوی وي ، دځان ساتل فرض دي ، موږ هم کله ناکله دطالبانو له ډاره په سپرغو او کاریزو ننوزو ، په دې کې د موږک هیڅ ګناه نشته ټوله ملامتیا دپیشو ده تاسو هسې چټي موږک خوارکی راګیر کړی او له سهاره راهیسې موږک موږک کوئ ، وژل شوی هم موږک دی او لایي پسې پریږدئ هم نه .

کومندان چې دې سختې مسئلې یې اعصاب ګډوډ کړي وو کله چې خبره ترجومک پورې رسیدله یو مخ یې حوصله ختمه شوه په داسې حال کې چې د چرسو دوه سګریټونه یي تش کړي وو او پوره نشه وو ، دموضوع دلنډولو لپاره یي دجومک په خبره فیصله وکړه ، کومندان وویل جومک رښتیا وایي ، موږک بې ګناه دی ، او باید له پیشو سره حساب او کتاب وشي .

ګنډېر غږ کړ ، خر چې پردۍ شوتله وخوري مسؤلیت یې څښتن ته راجع دی ، دپیشو مسؤلیت هم خان شیرین ته راجع کیږي ، ولې خپله پیشو نه کنترولوي چې په موږکانو پسې منډې وهي .

کومندان وویل : رښتیا دې وویل اوس د موږک اصلي قاتل پیدا شو، چالاکه خان شیرین هم موږک وژلی او هم ورباندې عریضه کوي ، او پوستې ته را روان دی .

کچور وویل ، ما له ملایانو اوریدلي چې قصاص په قصاص روا ده ، خان شیرین چې موږک یې کوهي ته غورځولی باید دی هم کوهي ته پسې وروغورځول شي .

کومندان وویل : ګل خبره دې وکړه ، ورشئ دا ظالم انسان په خپله سزا ورسوئ .

خان شیرین اکا په هغو اوبو چې دګاونډي له کوره یې راوړې وې دمازدیګر اودس تازه کړ، کوروالاوو ته یې وویل چې له پاکو اوبو سره ډیر احتیاط کوئ ، ځکه له پردیو کورو اوبه پوره کول اسانه نه دي ، خان شیرین اکا په څادره لاسونه وچول ، چې دروازه ډېره په درب وټکېده ، خان شیرین ور روان شو ، خو کله یې چې دروازه خلاصه کړه ، ګوري چې اربکیان له ټوپکو سره ولاړ دي او وار له واره یې ورباندې حمله کړه .
ــ

ـ ظالمه جرم هم وکړې او بیا ځان ناګاره هم اچوې ، اوس به دې موږ خوښ شو ، خان شیرین چیغې کړې څه کیسه ده؟ دخدای پار دی ، ما کوم جرم کړی دی ، خو اربکیانو له څو کونداغه وهلو وروسته خوله او لاسونه په څادره ټینګ ټینګ وروتړل ، بیا یې نو له لاسو او پښو ونیو ، او دکور په منځ کې دکوهي په خوا یې واخیست .

خان شیرین اکا لاسونه او پښې خوځول ، خو هیڅ یې له وسه نه کیدل ، لږ شیبه وروسته دکومندان معاون شادوخان چې ملګرو ته یې ویل ( راځئ راځئ ، قصاص په قصاص روا دی ) دکوهې سرپوښ یي ایسته کړ او نورو اربکیانوخان شیرین اکا لاندې کوهي ته وغورځاوو .

اربکیانو ددې لپاره چې په کومندان دحکم دتنفیذ زیری وکړي د پوستې په خوا منډه کړې ، خو ددوی تر رسیدو وړاندې خان شیرین اکا له خپل مقتول موږک سره یوځای شوی وو .
پای
۱۴۳۵/۲/۲۷ هـ ق

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د