نظــر

د هېواد د حقيقي زېرمو ساتنه وکړئ!

 محمد يعقوب (نائل)

لکه څرنگه چې د خپل گران هېواد د هغو خزانو ساتنه خپله فريضه گڼو کومه چې قومي شتمني ګڼل کېږي او په خيانت کولو باندې پرې خپل سرونه ماتوو، دغه راز د خپلې پاکې خاورې د ساتنې په موخه د اشغالګرو سره جنګ فرض ګڼو؛ نو په هېواد کې مو د دين ستنې او هغه اشخاص چې د قوم سترگې يوازې او يوازې د دوی په لور کتل کوي او د زړونو مينه يې پرې ډکيږي، په حقيقت کې د هېواد اصلي زېرمي همدا اشخاص دي، پکار ده چې د هېواد هر وگړئ د داسې زېرمو ساتنه په خپل لاس وکړي، هيڅ داخلي او بهرني دښمن ته وخت ورنکړي چې دغسې زېرمو ته په کږو سترگو وگوري.

که خدای مکړه زموږ د کمزوريو له وجې همدا علمي خزانې له لاسه ووځي ، يا يې زندانونو ته واچوي او يا هم د دوی د صدف په څېر خوله باندې د دښمن له لورې د حق پر ويلو بنديزونه ولگيږي او يا هم پرې بزدلانه او نه زغمونکي پټ بريدونه کيږي؛ نو نه يوازې دا چې بچي به يې يتيمان شي ، بلکې د مدرسې د تنکيو گلاليو زده کوونکو او ښوونکو دغه جوړ کړی بڼ به يې خزان شي، د ښوونځيو او پوهنتون د زده کوونکو د ترقی او کاميابی
فکرونه به يې بيا څوک کوي؟

بلکې زه خو وايم چې د گران هېواد د زخمي – زخمي پرهر بدن ټکور به څوک کوي؟

د گران هېواد د يتيمانو د پالنې او روزنې فکر به بيا څوک کوي؟

د هغوی اوښکې به څوک پاکوي؟

د گران هېواد د کونډو، بورو او معيوبينو پوښتنه به بيا څوک کوي؟

د ټول هېواد په کچه داسې سترې هستئ لکه د مولوي عبد السلام (ضعيف) په څېر ډېر کم شتون لري چې د
خپلو خدمتونو او اخلاقو له وجې يې د ټول قوم په زړه کې ځای موندلی دی.

رښتيا هم د قدر وړ (ضعيف صاحب) د هېواد اصلي بچی، په هېواد او هېوادوالو مين دی او د گران هېواد په دربدريو يې زړه درديږي.

داسې اشخاص چې د هېواد په هر رنځ خبر دی، پرېږدئ چې د هېواد ښه تشخيص وکړي تر څو ښه علاج او ښه درملنه يې وکړي.

خپل باغ خپله مه تالا کوئ!

بلکې د خپل باغ د ګلانو ساتنه خپله وکړئ!

ځکه چې په داسې گلانو چاپېريال ډېر ښه ښکاري.

(د گرانو هېوادوالو د سوکاله ژوند په هيله)

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x