ټولنیزه برخه

حلال مال د کامیابۍ راز ده

حمزه حسيني

زما شــیخ او مــرشد طال الله عمـــره یوه ورځ د یوې پوښتــنې په ځواب کې وویل چې دنیا(مالداري) دا له اسلام او دین سره ټکــر نه لري بلکــې د زندګۍ یو مهــم اصل ده خو البتــه چې په حلاله طریقه وګټل شي او په منـاسب ځای مصرف شي بیا دا مال ممــدوح ده او که الله جل جلاله مه کــړه په حرامه طریقه وګټل شي او بې مناسبه ځای مصرف شي دا رښتــیا هم مذموم ده.

مـلاعــبدالرحمن جامي رحمه الله چې تعارف یې له هیچا څخه پټ نه ده او یو صوفي عالم ده او ډیر تصانیف یې کــړي دي د طلباء کرامو په منځ کې یې مشــهور کتاب شرح ملا جامــي ده چې د کافیه شرحه ده او اصل نوم یې (الفــوائدالضــیائیه) ده. عبدالرحمن جامي رحمه الله د طالبۍ په زمانه قرار درلود خو لاس نیوی یې لا له چاسره نه وو کړی یو وخت چا مشوره ورکــړه چې ته لاړ شه او له عبــیدالله احرار رحمه الله سره بیعت وکړه نو دی هم له معمول سره سم د عبیدالله احرار صاحب طرف ته روان شو تر څو له هغه سره بیعت وکړي.

خو چې کلــه ور ورســید څه ګوري د عبیدالله احرار چې ده کوم تصور کړی وو هغه بالکل بالعکس وو شاهي نظام یې جوړ کړی وو خادمان او مالونه یې دومره پرېمانه وو چې د عبدالرحمن جامي صاحب یې بالکل زړه ور مات کړ او هسې یې یوه فقره له ځان سره وویله چې هغه داده.

(نــــه مـــرد اســت آن کــه دنـیـــــــا دوست دارد)

دا فقره یې ووېله او بیرته روان شو او بیعت یې ورسره ونه کـــړ یو څه مــزل کولو نه وروســته ســتړی شو او نزدې مسجد ته د استراحت لپاره ورغــی او ویده شو په خوب کې څه ګــوري چې؛【 د قیامت ورځ ده او یو څو کــسان په ده باندې راټول دي او وایې چې یاالله جل جلاله دغه کس (عبدالرحمن) باندې زمونږ یو څو روپۍ قرض دي او له ده سره مال نشته نو دی جهنــم ته داخل که عــبدالرحمن جامي صاحب هم وارخطاء ده په دې کې څه ګوري عبیدالله احرار صاحب له خپل شان او شوکت سره راروان ده چې په عبدالرحمن باندې یې سترګې ولږېدې چې یو څو کسان پرې راټول دي او خپل قرض ترې غواړي نو عبیدالله احرار صاحب خپلو خادمانو ته امر وکړ چې ورکئ مال دغو کسانو ته چې هر څومره غواړي او عبدالرحمن جامي رحمه الله یې له دغې لانجـې څخه خلاص کړ.】

عبدالرحمن جامي رحمه الله چې څنګه راويښ شو نو نیت یې وکړ چې عبیدالله احرار صاحب ته به ورځي او د طریقت بیعت به ورسره کوي هغه د الله شان وو په همدغه وخت عبیدالله احرار صاحب سره له خپل شان او شوکته پر دغه لاره تېریږي عبدالرحمن جامي رحمه الله موقع غنیمت وګڼله او د قافلې مخ ته ورغــی نو عبــیدالله اجرار صاحب ته دده د خبرې کشف شوی وو هغه ورته وویل جامــي صاحب ته هغه فقره ووایه نو ده د شرم له وجې څخه انکار ورته کاوو پس له ډیر اصرار نه یې هغه بیت ووېلې چې:

(نه مرداست آن کـــه دنیا دوســـت دارد)

عبیدالله احرار صاحب ورته وویل چې بیت دې مکمل نه ده دا فقره ورسره ضم که:
(اګـــــر دارد بـــــراي دوســـــت دارد) نو بیا یې ورسره بیعت وکړ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x