په کندوز کې د «خرو زر پوستکې» نیول شوي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، مرغومی ۵، ۱۳۹۵ل): په کندز کې یو موټر نیول شوی چې د خرو «زر» پوستکي په کښي بار وه.

د کندز امنیه قومندان معصوم هاشمي رسنیو ته ویلي چې نن سهار پولیسو یو لوی بار وړونکی «هینو» ډوله موټر د کابل بندر دروازه کې نیولی چې د «خرو» زر پوستکي په کښي بار وه.

نوموړي ویلي چې د «خرو پوستکي» له مزار شریف څخه کندز ته لیږدول کېدل چې د پولیسو له لخوا ونیول شو او په تړاو یې پلټني پیل کړي دي.

نوموړي ویلي چې موټر چلونکی، د هغه همکار او د لویو موټرو د نمایندګۍ یو کس یې نیولی دی.

د موټر چلوونکي پژواک خبري اژانس ته ویلي چې ددې تر مخه یې هم له مزار شریف څخه کندز ته پوستکي انتقال کړي خو نه پوهېده چې هغه به هم د خره پوستکي وه او کنه.

د کندز سیمه ایزو خبریالانو پر خپلو ټولنیزو پاڼو ویلي چې پولیس اوس د «خرو» غوښو په سي ګرځي چې هغه څه شوي دي.

باید وویل شي چې ددې تر مخه هم داسي پيښي ثبت شوي او په ځانګړې ډول د دولتي ادارو له لوري د غوښو قراردادیان نیول شوي چې «خرونه» یې قصابي کوله.

تېر کال په بلخ کې دوه ورته پېښې وشوې، چې په مزار شریف ښار کې یو قصاب څلور کاله پر لپسې پر دولتي ادارو د خره غوښه خوړلې وه.

همداسي تېره میاشت د تخار په مرکز تالقان کې یوه ډله قصابان هغه وخت رسوا شول، کله چې له ۱۲ خرو نه د پوستوکي د ویستلو په حال کې ولیدل شول.

هغه وخت دتخار د امنیه قومندانۍ د جنايي جرمونو سره د مبارزې مسوول ویلي وه چې یوه ډله قصابانو ۱۲ خره قصابي کړي وه، د هغوی څخه د پوستکو د ایستلو پر مهال خلکو لیدلي وه او بیا یې پولیسو ته خبر ورکړی وو، چې د پولیسو د رسیدو سره سم قصابان له سیمي تښتېدلي وه خو د خرو هډوکي او یوه اندازه غوښي يې پر میدان پاته وي.

نوموړي ویلي وه چې دغه قصابان غوښي د غوايي له غوښو سره ګډوي او پر دولتي ادارو يې پلوري.

avatar
5 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
basit khan
میلمه

داخودخرودغوښوبرکت ووچې په دوستم يې دونه اثرکړی اوسپينږيری والی يې ….. دغه سي سرپه کونه ودراوو

الجاج استاذ بیانزی
میلمه
الجاج استاذ بیانزی

وایی د خرو غوښی لویانو ته حلالی دی . مګر دوی خو لیوان هم نه دی لیوان خو اشغالګر او دوی ګیدړان دی . دا هم د الله قهر او غضب دی زما په باور چه دا ۱۶ کاله یی هم دا دخرو غوښی پری خوړل شوی ، لابه اشغالګرو دغو قصابانو ته ویلی چه ډالری زمونږ ، تاسی دغه خره ورته حلالوی چه له دغه غلامی او فاسدی اداری لا نور خره جوړ شی

غوربندی
میلمه
غوربندی

ددې څرمنو غوښې حتما ګډ حکومت خوړلې دي چې پر وولس رحم نلري او د اشغال د ادامې سرځېل مستحمرین دي.

محمد عبداللہ
میلمه
محمد عبداللہ

دحدیث په رو سرہ دھر جانور خپل اثرات وی چہ په مالک کئ سرایت کوی،دخنزیرغوخہ ظاہر په اعتبار زکہ حرامہ دہ چہ دیوث دے اودخرو اثرات خو شکارہ دی چه بلیددی،

افغان
میلمه
افغان

زما په اند ، عبدالله صاحب ، ستا د خبری په تایید چه خوږ دوس او خر پلید دی ، زه یی هم منم ، مګر دغه د ټولو خنزیرانو او خرو فطرت دی د هغوی دوسۍ او پلیدی د هغوی د پاره کومه د شرم او عار خبره نه ده ، اوس هم د انسانانو بارونه وړی یعنی انسانان تری ګټی تر لاسه کوی مګر د کابل د اداری دوسۍ او پلیدی ته وګوری چه د فطرت خلاف دوسان او پلیدان دی د یو څو ډالرو د پاره یی خپله خاوره ،خلک او خبلواکی وپلورله حتی د افغانان او… نور لوستل »