نظــر

بې پېلوټه الوتکې د دقیق هدف په ویشتلو کې پاتې راغلې

نن ټکی آسیا: د بې پېلوټه الوتکو یوه مخکینۍ مخکښه مشره او لارښوده چې د خپلې دندې پر مهال یې په عراق، افغانستان ، قبایلي سېمو او ګڼو نورو هېوادونو کې د بریدونو قوماندي ورکړي دي ،   په دې عقیده ده چې د امریکا له لورې د څارګرو او بې پېلوټه الوتکو بریدونه ډېر وخت بې هدفه وي او ملکیان په نخښه کوي.

آغلې هیټر لینباوګ د پاکستان له دنیا تلویزیوني شبکې سره د خبرو پر مهال د امریکا او برتانیې دا ادعا چې بې پېلوټه الوتکي د هدف په نخښه کولو کې دقیقې دي او پر ځای بریدونه کوي، په سختو ټکو رد کړه او دا یې محض تبلیغات وبلل.
د لینباوګ په وینا د بې پېلوټه الوتکو له لورې په اخیستل شویو عکسونو کې آن د ورځې په رڼا کې هم هدف نشي تشخصېدای او دا نه جوتېږي چې تر هدف لاندې کس آيا یو وسله وال دی که عادي کس.
دا زیاتوي، چې د بې پېلوټه او څارګرو الوتکو په عکسونو کې دا هم د تشخیص وړ نه وي،چې د تر هدف لاندي کس سره به په لاس کې وسله وي او که بل شی، له همدې کبله د بې پېلوټه الوتکو کارکوونکو ته دا ستونزمنه وي چې تر هدف لاندې کس د وسله وال دښمن په نامه وژني او که د عادي وګړي. له همدې کبله ډېری بریدونه یوازې د اټکل او ګومان له مخې ترسره کېږي.
هیترلینباوګ همداراز زیاتوي چې که څه هم امریکا له بې پېلوټه الوتکو څخه د یوې وژونکې او مهلکې وسلې په توګه استفاده کوي، خو کارونکي او کنټرولونکی يې له روزني سره – سره د ذهني او رواني ستونزو سره مخ کړي، چې ډېری پکې له دندو څخه استعفا او آن ځانوژني ته اړ شوي او ځانونه یې زندۍ کړي.
دې د خبرو په جریان کې یو سوړ اسویلی وکېښ او په حسرت سره یې وویل، چې کاش کولای یې شوای چې د امریکا د پوځ سرخېلو ته مخامخ ووايي چې خپل دوه ډېر نږدې دوستان یې چې د بې پېلوټه الوتکو په څارنه او کارونه کې يې ورسره دنده اجرا کوله له دې وهمه چې ګواکې په بریدونو کې يې ماشومان او بې ګناه ښځې په نخښه کړې، ځانوژنه کړې ده.  
له تېرو لسو کلونو راهیسې زموږ د هېواد د بېلابېلو سېمو سربېره د پولې هاخوا ته ډېری پښتون مېشته قبایلي سېمي هره ورځ د امریکا د بې پېلوټه الوتکو د بریدونو هدف ګرځي او تر اوسه یې د افغاني او پاکستان طالبانو د څو ګوت شمېرو محدودو مشرانو په ګډون زرګونه بې ګناه ملکي وګړي وژلي او تراوسه دا لړۍ روانه ده.
د یادونې وړ ده چې د پاکستان په قبایلي سېمو د بې پېلوټه الوتکو د درولو او د نه درولو په کشمکش کې د پاکستاني سیاستوالو او د پاکستان د دولت او ولس ترمنځ درزونه او واټنونه ورځ په ورځ مخ په پراخېدو دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x