fbpx

د روس وعبر في قصة موسی (علیه السلام) کتاب دوهم ځل چاپ شو

د ځوان عالم او تکړه علمي لیکوال مولانا محمد عطاء الحق صاحب قیمتي اثر ( دروس وعبر في قصة موسی علیه السلام) د دوهم ځل لپاره چاپ شو.

یاد کتاب د لومړی ځل لپاره تیر کال د الدعوه خپرندویه ټولنې لخوا چاپ شو.

خو په هغه کې د راټول شویو علمي او دعوتي محتویاتو د اهمیت او مقبولیت له وجې په ډیر لیږ وخت کې کتاب د لوستونکو په منځ کې کمیاب او له مؤلف څخه یې د دوهم ځل چاپولو غوښتنه وشوه چې مؤلف یې هم د کتاب د مینه والو غوښتنې ته په لبیک ویلو سره په لومړني چاپ باندې په لازمو اصلاحاتو او مطلوبو زیاتونو سره هغه د دوهم ځل لپاره چاپ کړ او د دوهم ځل چاپ ویاړ یې هم د الدعوه خپرندویه ټولنې په برخه دی.

کتاب په ټولیز ډول په ۱۷۵ مخونو کې په ۳۸ درسونو مشتمل دی چې د حضرت موسی علیه السلام د دعوتي ژوند بیلابیلې برخې یې احتواء کړې او د داعیانو لپاره خوارا د اهمیت وړ موضوعات ورکې راغونډ شوي.

پرکتاب د دوو فاضلو عالمانو هر یوه جناب شیخ الحدیث مولانا ابوسعید راشد او شیخ الحدیث مولانا محمد ضاء الحق (عبده) لخوا علمي تقریظونه لیکل شوي چې د کتاب اکادیمیک اهمیت یې نور هم ورزیات کړی دی.

پای

پي ډي ایف یې له دې ځایه کښته کړئ

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د