fbpx

طالبان: امریکا دې له شوروي اتحاد څخه عبرت واخلي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، مرغومی ۶، ۱۳۹۵ل): طالبانو په افغانستان باندې د پخواني شوروي اتحاد د ښکېلاک د ۳۷ کال د پوره کېدو په مناسبت نوموړی تجاوز غندلی او ویلي يې دي چې هغه د اسلامي عقیدې او افغاني کلتور لپاره تباهي او خطر و.

طالبانو همدا راز په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو اوسنی شتون د پخواني شوروي اتحاد په څېر غندلې او دواړه یې «یرغلګر» بللي دي.

طالبانو د شوروي یرغل پر وړاندې جهاد د افغانانو د عقیدې، کلتور او دیني ارزښتونو د ژغورل کیدو او نجات لامل بللی، او په وینا یې افغان ولس په دې لار کې ستړیاوې او قربانۍ وګاللې او راتلونکي نسلونه یې له اخروي تلپاتې هلاکت څخه وژغورل.

رسنیو ته په لیږل شوې د طالبانو اعلامیه په امریکایانو غږ کوي چې د پخوانیو یرغلګرو له برخلیک څخه پند واخلي او د افغانستان د اشغال په پای ته رسولو فکر وکړي. اعلامیه زیاتوي:

«موږ لکه څنګه چې د شوروي یرغلګرو کرغیړن او ظالمانه یرغل غندو د افغانستان اوسنیو یرغلګرو امریکایانو اود هغوی ملګرو ته هم ورپه زړه کوو چې د شورویانو له انجام څخه عبرت واخلي، لکه څرنګه چې شوروي ځواکونه له خپل زر او زور سره د دې ولس په وړاندې ګونډه شول، امریکایان به هم ورته برخلیک لري، د اضافي زور ازمویلو او یرغل اوږدولو پر ځای دې د خپل ظالمانه اشغال په پای ته رسولو هرڅه ژر فکر وکړي او افغان اولس دې پریږدي چې په صلح او امنیت کې په ژوند کولو سره د دیرش کلنې جګړې څخه ورپیښ زخمونه پټۍ کړي».

ياده دې وي شورويانو د ۱۳۵۸ لمريز کال د مرغومي په شپږمه د داخلي همکارانو په ملاتړ پر افغانستان یرغل وکړ او ببرک کارمل يې د واک په ګدۍ نصب کړ او د ۱۳۶۸ لمريز کال د سلواغې په ۲۶مه سر ځوړند تېښتې ته اړ شول.

avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
الجاج استاذ بیانزی
میلمه
الجاج استاذ بیانزی

وایی ماسته شدی خو د هرچا خوښی مګر د پیشو پسی خڼی راوتی دی پرونی او ننی اشغلګر ، او یا د ژوند له شروع استعمار ګر د حرص ورته ناروغی لری ، تاسی ولیدل چه امان الله خان د تا چ او تخت د پاره در وسانو په لمسون او ملاتړ خپل پلار په شهادت ورسولو ، دغسی پیښی نوری هم شوی ، دا د کفارو او یا د غلامو تش په نامه مسلمانانو پخوانی دوسی ده ، چه له امله یی نه د نورو او نه د خپل ناموس خیال ساتی ، حتی ډیرو نارینه وو پکی ځان… نور لوستل »

غوربندي
میلمه
غوربندي

هغه استحمار شوي حضرات چې له روسیې سره د طالبانو اړیکې ډنډوره کوي، پورته اعلامیه دې څو ځله ولولي….

او په هغو دې وشرمیژی چې په هیڅ نه شرمیژي.