نظــر

آيا په افغانستان كي به د امريكا اډې داسي وي لكه په سعودي، كوريا او جاپان كي؟!!

يوه ډله ذليل ناافغانان ادعاء كوي چي امريكا ته نظامي اډې وركول نه يوازي زموږ د ديني ارزښتونو خلاف نه ده او زموږ خپلواكي او ملي حاكميت نه نفي كوي، بلكي د هېواد په گټه ده، د سعودي، جاپان، كوريا، جرمني او ايټاليا او نورو هغو هېوادو نومونه اخلي چي د امريكا اډې په كي شته، وايي: د دغو اډو شتون هغوى ته ترقي او مخكي تگ ورپه برخه كړى، كه سعودي او نور اسلامي هېوادونه دا اډې مني نو موږ ئې ولي ونه منو؟! موږ د گاونډيو له گواښونو سره مخامخ يو، د دې اډو شتون ته اړ يو!!! دا ادعاء گاني په داسي حال كي كوي چي نه پوهېږي پر دغو هېوادو څه راغلي او امريكايي ځواكونه څنگه او كله په هغوى كي مستقر شوي.

راشئ دا ادعاء گاني لږ په تفصيل سره وڅېړو او وگورو چي له ديني، سياسي، علمي او تاريخي پلوه څه وزن لري كه نه، د څو وضاحتونو په رڼا كي د دې ادعاء گانو كچه والى او نقاهت هر چا ته جوتېږي:

جاپان د دوهمي نړۍ والي جگړي په ترڅ كي او له هغه وروسته اشغال شو چي امريكايي ځواكونو د جاپان پر دوو سترو سترو ښارونو، هيروشيما او ناگاسكي اتمي بمونه وورول او په زرگونو مظلوم جاپانيان ئې د مرگ په دائمي خوب ويده كړل او په زرگونو نور ئې دائمي معيوب او مفلوج كړل، هغه مهال جاپان يو ستر او پرمختللى هېواد وو، د چين په ډېرو برخو مسلط شوي وو او په گڼ شمېر جگړوكي ئې چين ته ماته وركړې وه، د جرمنيانو ملگرتيا ئې كوله، جاپاني پيلوټانو سرتېري عمليات ترسره كړل او امريكايي جنگي كښتۍ ئې يوه په بلي پسي په خپلو جهازونو وويشتلې او د امريكايي ځواكونو وړاندي تگ ئې متوقف كړ، امريكايانو د جاپاني ولس د مقاومت ځپلو لپاره اتمي بمونه وورول، د جاپان امپراطور دې ته اړ شو چي تسليم شي، جاپان له هغي نېټې وروسته تر نن پوري يو اشغال شوى هېواد دئ، ولس ئې له همغي ورځي تر نن پوري د امريكايي ځواكونو وتل غواړي او د جاپانيانو پر ضد د دوى پر  جناياتو اعتراضونه كوي، په سترو سترو لاريونونو لاس پوري كوي، په جاپاني نجونو د امريكايي سرتېرو جنسي تېري په مسلسله توگه په جاپاني رسنيو كي منعكس كېږي، دا په داسي حال كي چي په جاپان كي په خوښه او رضاء جنسي تېرى جنايت او جرم نه گڼل كېږي!!

جرمني تر دوهمي نړۍ والي جگړي وړاندي يو ستر ځواك وو، پر ټولي نړۍ ئې د واكمنۍ خوبونه ليدل، د اروپا هيڅ هېواد په يوازي توگه د هغه په وړاندي نه شو تم كېدى، د جرمني په ضد د امريكا  تر مشرۍ لاندي ائتلاف رامنځته شو، د دوهمي نړۍ والي جگړي اور بل شو، جرمني له ماتي سره مخامخ شو، په دوو برخو ووېشل شو، شرقي برخه (د شرقي المان په نامه) د روسانو تر سلطې لاندي راغله او غربي برخه ئې د غربي المان په نامه امريكا تصرف كړه، له هغي نېټې تر نن پوري د امريكا ځواكونه په جرمني كي مستقر دي، په لومړيو كلونو كي په داخلي او خارجي سياست كي له خپلواكۍ په بشپړه توگه محروم وو او ورو ورو ئې اسارت او محكوميت تخفيف شو، نن او د شوروي اتحاد له زوال او د دواړو المانونو له يووالي وروسته هم په خپل خارجي سياست كي د سپيني ماڼۍ د سترگو اشارې ته گوري، پر افغانستان د امريكا په وحشيانه بريد كي ئې يوازي د دې لپاره برخه واخيسته چي د امريكايي بادار رضايت ترلاسه كړي، كه نه نو جرمني افغانستان ته د ځواكونو د لېږلو لپاره هيڅ توجيه او مبرر نه لري.

ايټاليا جرمني ته ورته برخليك لري، تر دوهمي نړۍ والي جگړي وړاندي ستر هېواد وو، د موسوليني تر مشرۍ لاندي په ستر استعماري ځواك بدل شوى وو، د مستعمراتو لمن ئې تر افريقا پوري خوره شوې وه، له دې جگړي وروسته د امريكا په لاس كي پرېوته او امريكايي ځواكونه په كي مستقر شول.

كوريا د ساړه جنگ په دوران كي په دوو برخو ووېشل شوه، شمالي كوريا د مسكو پلوه كمونيستانو لاس ته ورغله او جنوبي كوريا امريكايانو اشغال كړه، تر نن پوري امريكايي ځواكونه په دې برخي كي مېشت دي او جنوبي كوريا د امريكا يوه مستعمره ده. په داسي حال كي چي په شمالي كوريا كي نه روسي ځواكونه شته او نه ئې د فقيد شوروي گواښ تهديدوي، د كوريا ټول ولس د خپل هېواد يووالى او وحدت غواړي خو امريكا ئې نه يووالي ته پرېږدي او نه خپلواكي او آزادي وركوي.

په سعودي او كويټ كي امريكايي ځواكونه هغه مهال مستقر شول چي امريكا پر عراق د بريد پرېكړه وكړه، امريكايي چارواكو له يوې خوا صدام حسين ته وويل: د عراق او كويټ په لانجه كي د هيڅ لوري مخالفت او ملتيا نه كوو، په دې سره ئې بغداد پر كويټ بريد ته وهڅولو، له بلي خوا ئې د كويټ گاونډيو ته وويل: عراق تاسو گواښي، موږ حمايت ته چمتو يو، د حمايت تر چتر لاندي ئې دې هېوادونو ته خپل ځواكونه ولېږل، خو دا دئ د عراق له اشغال او د هغه موهوم گواښ له منتفي كېدو وروسته هم امريكايي ځواكونه په دغو هېوادوكي پاته دي، ما د شهيد اسامه په شمول له ملك عبدالله سره ليدنه درلوده، هغه ته مي وويل: له كعبې د دفاع لپاره هر مسلمان تيار دئ، موږ افغانان چمتو يو چي يو لك مجاهدين د دفاع لپاره راولېږو، عراق په دې موقعيت كي نه دئ چي پر سعودي بريد وكړي، له امريكا سره موافقه مه كوئ چي خپل فوځونه سعودي ته راولېږي، كه راغلل نو سبا به ئې له بېرته ايستلو عاجز يئ… ښه مي په ياد دي چي هغه د شهادت گوته خوځوله او ويل ئې: امريكا به داسي نه كوي… خو دا دئ زما وړاندوينه رښتينې شوه او عربي واكمنان د امريكايانو له ايستلو عاجز دي.

دې ته مو بايد پام وي چي امريكايي ځواكونه په دغو هېوادو كي نه نظامي عمليات كوي، نه د خلكو كورونه پلټي، نه د بې پيلوټه طيارو له لاري د خلكو پر كورونو راكټي وروي، شتون ئې داسي نه دئ لكه په افغانستان كي، دلته د هېواد زمكه او فضاء د امريكايانو په واك كي ده، دولت او ادارات ئې، جوماتونه، منبرونه او امامان ئې، سړكونه، هوائي ميدانونه، صوتي، تصويري او چاپي رسنۍ، مخابرات، امنيتي ځواكونه (فوځ، پوليس، د ملي امنيت بې دريشي جاسوسان او د اربكيانو په نامه مليشې)، هوټلونه، بازارونه او ماركيټونه ئې د امريكايانو په واك كي دي، دوى جمهور رئيس راته غوره كوي، خو د ملت له لوري د غوره شوي منتخب جمهور رئيس نوم وركوي، د حكومت كابينه جوړوي، د پارلمان غړي ټاكي، يو په داسي حال كي د پارلمان منتخب غړى گڼي چي تر دوه سوه لږ رأيي ئې ترلاسه كړې او بل له شلو زرو رأيو سره ناكام كانديد اعلانوي.

دا د هر استعماري ځواك او د هغه د مزدورانو وينا او استدلال وي چي راغلي د خپلي مستعمرې استوگن د كوم موهومي او جعلي دښمن له احتمالي گواښ وژغوري، دا دښمن دوى په خپله جوړوي او د مستعمرې ولس ترې وېروي، كه داسي ونه كړي خپل حضور نشي توجيه كولى، امريكا د القاعده، تروريزم په ضد جنگ او د القاعده مدافع حكومت ته د سزا وركولو تر نامه لاندي پر افغانستان بريد وكړ، د طالبانو حكومت نسكور شو، د القاعدې اكثر غړي يا شهيدان شول، يا ونيول شول او يا عراق ته ولاړل، له دې وروسته ئې بايد د پاته كېدو لپاره بله پلمه او دليل وړاندي كړى وى، چي هغه افغانستان ته د گاونډيو له لوري د گواښ پلمه او بهانه وه، بايد دا گواښ ډېر جدي وښودى شي او دا گاونډيان د ستر خطر او لوى دښمن په توگه انځور شي، د همدې لپاره ده چي د امريكا ټولي مزدوري رسنۍ او د دوى غلامان پاكستان او ايران د افغانانو د اساسي او نه پخلا كېدونكو دښمنانو په توگه انځوروي، په داسي حال كي چي پاكستان او ايران د افغانستان په نيولو كي د امريكا ملگرتيا وكړه، تر نن پوري د ناټو ځواكونو اكمالات د پاكستان له لاري تر سره كېږي، پاكستان له داسي كورنيو ستونزو سره مخامخ دئ چي د نورو په كورنيو چارو كي د لاسوهنو امكان ئې ترې سلب كړى، څوك چي د پاكستان، ايران، افغانستان او د دې سيمي له وضعيت معمولي معلومات هم ولري پوهېږي چي په افغانستان كي جنگ او بې امني زموږ گاونډيو ته د گټي پر ځاى تاوان رسوي، په افغانستان كي د جنگ دوام د دې باعث شوى چي پاكستان ونه توانېږي د مركزي آسيا ماركيټونو ته لار پيدا كړي، نفت، گاز او برق ترلاسه كړي، او هغه ستره ستونزه حل كړي چي د انرژي د كمښت له كبله ورسره مخامخ دئ او ورځ په ورځ ئې وخامت زياتېږي، د همدې جگړي له كبله ده چي پاكستان په كور دننه له مسلح مقاومت سره مخامخ شوى او ورځ په ورځ شدت مومي. په دې كي هم شك نشته چي زموږ بل گاونډى ايران خپلي گټي د دې جگړي په دوام كي لټوي، دا جگړه د دې باعث شوې چي ايران هم د مركزي آسيا ماركيټونو ته لار پيدا كړي او په دې اړه په سيمي كي تر خپلو دوو رقيبانو هند او پاكستان وړاندي ولاړ شي، او هم دا فرصت ترلاسه كړي چي ايراني نفت او گاز ته په پاكستان او هند كي په زړه پوري ماركيټ پيدا كړي.

هيڅ مؤمن، آزاد، وطنپال او باشعور افغان به دا ادعاءونه كړي چي د بهرنيو ځواكونو شتون د افغانانو په گټه دئ، عملاً گورو چي د افغان ولس نه نوي سلنه (99%) د بهرنيو ځواكونو بشپړ او فوري وتل غواړي، يوازي څو كرغېړني مزدوري څېرې پر دې ټينگار كوي چي په افغانستان كي د امريكا شتون د دې هېواد په گټه دئ، دا هغه ناولې او سپېرې څېرې دي چي دوى، مېرمني، لوڼي او خوندي ئې په امريكايي دفاترو او اډو كي كار كوي، په ډالرو معاشونه ترلاسه كوي، او هر څوك پوهېږي چي دوى په دغو اډو كي څه كوي!!! افغانان هغه هم ښه پېژني چي د سياسي او نظامي كار پوهانو په نامه د مزدورو تلويزيونو په صفحو كي راڅرگندېږي او پر خپلو گنده او بوى ناكو ويناوو د افغانانو ذهنونه تخديروي او د ناټو شتون د افغانستان په گټه گڼي. ډېرى ئې هغه دي چي دوى اوبی حياوملګرو ئې روسانو ته همغه كارونه كول چي نن ئې امريكايانو ته كوي.  

هغه به ډېر احمق او ناپوه وي چي په دې نه پوهېږي امريكا له دې موخي سره پر افغانستان بريد وكړ چي له دې لاري دا ټوله مهمه سټراټيژيكه او له ذخائرو ډكه سيمه په خپل واك كي راولي، پر مركزي آسيا د مسكو اغېز د تل لپاره پاى ته ورسوي، چين محاصره كړي، ايران او پاكستان وگواښي او تسليمېدو ته ئې اړ كړي، او تر ټولو مهمه دا چي د جهاد په نامه پيل شوې هغه تاريخي تجربه ناكامه كړي چي د شوروي اتحاد په زوال منتج شوه او دوام ئې اسلامي نړۍ د غرب له سياسي، نظامي او اقتصادي سلطې ژغوري،

امريكايي چارواكي په مكرره توگه او ډاروونكې بڼي وايي: د امنيتي تړون له لاسليك پرته او د بهرنيو ځواكونو د وتلو په صورت كي به افغانان له بدو ورځو سره مخامخ شي، مزدور كمونيستان، اوباش غربپال، او ټولي هغه وطن پلوري ډلي چي د اشغالگرانو شتون د دوى جيبونه له ډالرو ډك كړي په واز كومي غوښتنه كوي چي دا تړون بايد له كوم ځنډ او تعديل پرته ډېر ژر لاسليك شي، د امنيتي تړون په نوم د وطن پلورني دا شرمناكه وثيقه د افغانانو په گټه گڼي، وايي: د گاونډيو د گواښونو په وړاندي د امريكا مالي مرستو او نظامي اډو ته اړ يو!! دا ځكه چي دولت نه د امنيتي ځواكونو د مصارفو له عهدې وتلى شي او نه ئې د تجهيز او اكمال توان لري، كه امريكايي ځواكونه ووځي كېدى شي د شوروي ځواكونو له وتلو وروسته حالت بيا تكرار شي!! مزدوري او پردي پالي رسنۍ شپه او ورځ په دې اړه پراخ تبليغات كوي او همدا استدلال په ډېر زور شور سره تكراروي، له هغو ناولو څېرو سره د سياسي او نظامي كارپوهانو په نامه مركې كوي او مركې ئې په تكرار سره خپروي چي تل د پرديو په چوپړ كي پاته شوي، همغه چي پلرونو ئې د انگرېزانو راتگ او د هغوى په لاس د هېواد اشغال د افغانانو لپاره گټور گڼلو، همغه چي د شوروي ځواكونو راتگ ئې د افغانانو د سعادت او ترقي لامل گڼلو، او هغوى ئې د گاونډيو د لاسوهنو په وړاندي د افغانانو حاميان او انټرناسيونالست ملگري گڼل، نن ئې خپله قبله بدله كړې، د مسكو او لندن پر ځاى واشنگټن د دوى نوې قبله ده، د امريكايانو په پښو كي سجده كوي، د هغوى د بوټونو ښكلولو ته چمتو دي او استدلال ئې داسي چي غواړي افغانان د امريكايانو بوټونه ښكل كړي، همدا وطن پلورونكي دي چي خپلي پرونۍ مسخره خبري تكراروي او ناټو د افغانانو لپاره د نجات فرشته گڼي، همغسي لكه چي انگرېزان او شوروي ځواكونه ئې د امنيت، صلحي او ترقي باعث گڼل، نه دا ورته ارزښت لري چي هره ورځ په لسگونو افغانان د دوى په لاس په وينو كي رغړي، د افغانانو پر عزت تېرى كېږي، نه دا چي دې ځواكونو زموږ هېواد تباه كړ، زموږ شتنمۍ غارتوي، زموږ ملي هويت له منځه وړي، زموږ دين او مذهب گواښي، زموږ ځوانان بې لاري كوي، په اخلاقي فساد او بې هويتي او بې ديني كي ئې لاهو كوي، قلم، بېل، كلنگ او څټك ئې له لاسه اخلي يا رباب په لاس وركوي او په سندرو او نڅا، شراب او قمار ئې مصروفوي او يا ټوپك په لاس وركوي او له آزادي غوښتونكو افغانانو سره ئې جنگوي، غله او مفسدين ئې پر افغانانو تپلي، زموږ خپلواكي ئې سلب كړې، موږ ته ايران او پاكستان د ستر دښمن په توگه معرفي كوي او راته وايي: د دغو گاونډيو د احتمالي خطر دفع كولو لپاره بايد ستا هېواد زما په واك كي وي، فوځ او پوليس دي وروزم، د گاونډيو له احتمالي بريد مو وېروي خو خپل نظامي، سياسي، او فرهنگي هجوم، افغانستان د يو سل پنځوس زره مسلح ځواكونو په مټ نيول، د افغانانو په ضد شپه ورځ نظامي عمليات، د بمونو او راكټو وروني، دائمي نظامي اډې، او زموږ د دين، كلتور، ملي هويت، ملي حاكميت او خپلواكۍ په خلاف د دوى پراخ هجوم نه يوازي د انتقاد او اعتراض وړ نه بولي بلكي هغه د وخت ضرورت او د ملي مصالحو په گټه بولي!!

حکمتيار

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x