د امریکايي یرغل تر سیوري لاندې د شوروي یرغل ۳۷ کلیزه

نن ټکی اسیا – سرلیکنه:

نن د ۱۳۹۵ کال د جدي (مرغومي) شپږمه په افغانستان باندې د پخواني شوروي اتحاد د د یرغل ۳۷ کلیزه ده.

په همدې ورځ د کرملین بدمستو چارواکو زمونږ د هیواد په سپیڅلي حریم د وحشیانه یرغل دستور ورکړ.

شوروي اشغالګرو دغه یرغل د افغاني کمونستانو په مټ تر سره او د وخت شاه شجاع (ببرک کارمل) یې د روسي شوبلو په نیلي سپور کابل ته راوست.

شورویانو په داسې وخت کې په افغانستان پوځي یرغل وکړ چې تر ببرک کارمل وړاندې د ملحد تره کی او امین د الحادي حکومت په خلاف د افغان مؤمن ولس لخوا سرتاسري جهاد اعلان شوی او په ډیرو سیمو کې یو زیات شمیر کمونیستان د ولسي مقاومت په ترڅ کې وژل شوي ول.

روسانو فکر کاوه د خپل پوځي یرغل په وسیله به د مسلمانو افغانانو اسلامي مقاومت خاموش او د افغانستان په لاندې کولو سره به د هند سمندرګي ته ځان ورسوي، خو وړاندې تر دې چې دا هیله يې پوره شي د افغان ولس د وینو په توپان کې داسې لاهو شول چې په نتیجه کې یې ټوله کمونیستي امپراتوري له لاسه ووتله.

تش لاسې او غیرتي افغانان د الله په نصرت او اسلامي جهاد په برکت پر مغرورو شورویانو برلاسي او دا برلاسي یې د شلم قرن معجزه وبلل شوه.

خو له بده مرغه چې د جهاد په صف کي یو شمیر ځان غوښتونکو او واک پرسته بوالهوسانو د قرن دغه معجزه د خپلو خود خواهیو قرباني کړه ، هغوی د واک تر لاسه کولو په خاطر داخلې جګړې پیل کړې او هغه کابل چې د یرغلګرو شورویانو له بمونو او توپونو روغ پاتي وه د خپل منځي جګړو په ترڅ کې په ویرانه بدل او ۶۰ زره بیوزله کابلیان یې د ځان په وینو ورنګول.

د داخلې جګړو په ترڅ کې همدې بي شعوره او بي ضمیره عناصرو له خوا د افغان مجاهد ولس پرخلاف داسې څه تر سره شول چې د شوروي اشغالګرو ټول وحشتونه او مظالم یې ورباندې هیر کړل، هماغه و چې د هیواد دتاریخ په یوه حساس مقطع کې طالبان د دیني مدارسو د زده کوونکو په حیث د سیاست ډګر ته را وړاندې او د جهادي آرمانونو د پوره کوونکو په حیث یې د هیواد پنځه نوي سلنه د تنظیمي ګډوډي له شره وژغورله.

امریکایان چې د کمو نیستي امپراتورۍ له شړیدو وروسته یې اسلام د ځان په مقابل کې لوی خطر ګاڼه سمدستي په افغانستان کې د طالبانو په خلاف لاس په کار او د یوه پوځي یرغل په ترڅ کې یې د هغوی واکمنۍ ړنګه کړه.

افغانستان دا ځل د شوروي یرغل په ځای تر امریکايي یرغل لاندې راغی خو په دومره توپیر چې داځل یې کمونیستي پاتي شونې او تنظیمي جګړه ماران ټول تر یوه ځغ لاندې راټول او د وسله وال مقاومت په خلاف وکارول.

خو د امپراتوریو په هدیره (افغانستان) کې امریکایان هم په هغه برخلیک اخته شول په کوم چې انګریزان او بیا شورویان اخته شوي ول او اوس په داسې سرسام آوره حالت قرار لري چې نه په افغانستان کې پاتي کیدو ته زړه ښه کولی شي او نه له هغه څخه وتلو ته .

د شوروي یرغل د ۳۷ مې کلیزې د رارسیدو په مناسبت امریکایانو ته په کار ده چې په افغانستان کې د شورویانو او ترهغوي وړاندې انګریزانو له ماتې عبرت واخلي او نور د افغان ولس د ځورولو او د هغوی په هیواد کې د تاواني پاتي کیدلو خیال له سره وباسي.

همدا راز افغانانو ته په کار ده چې په پردیو باندې د اعتماد کولو او له هغوي څخه د خپل ورور په وژلو کې د مرستي په ځای د خپل منځي تفاهم لاره غوره او په دې سره نور جګړه ځپلی افغانستان د مزیدې تباهي له شره وژغوري.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د