ورزش

نړیوال جام کې ګډون مو طالعمندي هم ده او بدنصیبي هم!

یو داسې کال چیرې چې د کرکټ میدانونو ګرم خبرونه ایشز سیریز، په کرکټ کې درغلۍ (سپاټ فکسنګ)، سچن ټندولکر، جیک کالس او مایکل کلارک جوړ کړي په دې کې د افغانستان کارګردګۍ ولې د نړۍ توجه لاسته راوړه؟ داسې نه ده چې افغانستان څه نه دي کړي.

افغانستان په په نړیوال کرکټ لیګ کې تر پایلوبې ورسېد، او د ۲۰۱۵ز کال نړیوال جام ته ووت. دا اول ځل دی چې افغانستان کرکټ لوبډله په نړیوال ۵۰ اوریزو مسابقو کې برخه اخلي.

د افغانستان کرکټ کوچ کبیرخان په نړیوال جام کې شرکت طالمعندي او بدنصیبي دواړه ګڼي.

دی وايي ” د خوښۍ ځای دی چې په نړیوال جام کې ګډون کوو، لیکن زموږ بدنصیبي دې ځای کې ده چې نړیوال جام (ورلډ کپ) په استرالیا کې کیږي، په هغو میدانونو کې ټولو اسیايي لوبډلو ته لوبه کول ستونزمن وي- موږ خوبیخي په هغو میدانونو د لوبې تجربه نه لرو.”

كبير خان ددې ستونزې څخه د وتلو لپاره فکر و سوچ کوي دی وايي:

” موږ کوښښ کوو چې د نړیوال جام څخه دوه درې میاشتې مخکې استرالیا ته لاړ شو، د هغه ځای د میدانونو او موسم سره ځان بلد کړو، خپلو خامیانو څخه ځان تر ډیره بریده خلاص کړو او په نړیوال جام کې ګډون وکړو. همدا راز په دوبۍ کې د آی سي سي اکادمۍ کې چې دوه میدانونو يې د استرالیايي خاورې څخه جوړ دي تمرین وکړو.”

د نړیوال پنځوس اوریز جام څخه مخکې افغانستان کرکټ لوبډله د نړیوال ۲۰ اوریزو جام کې برخه اخلي. د ګټې په صورت کې افغانستان د نړیوال جام مرکزي مسابقو کې شامل شي.

د افغانستان کرکټ لوبډله همیشه په دوهمه درجه لوبډلو کې په سر کې راغلې. یواځې آیرلینډ د ی چې افغانستان ته يې په ۲۰ اوریزو، یوه ورځينۍ او پنځه ورځينۍ لوبو په پایلوبې (فاینل) کې ماتې ورکړې.

د افغانستان کرکټ لوبډله په دواړو نړیوال جامونو کې حمیدحسن څخه ډير توقعات لري، نوموړی د دوهمه درجه لوبډلو په لوبغاړو کې تر ټولو تېز بالر دی. لیکن متأسفانه دده ګډون دده تر روغتیا او فټنس پورې تړل شویدی. عزت الله دولت زۍ، دولت ځدران او شاپور ځدران هم د حميد حسن په څېر تېز بالران دي.

محمد شهزاد، محمد نبي او نوروز منګل په یوه ورځینۍ لوبو کې تر ټولو زیات منډې جوړونکو په سر کې دي. د ۲۰ کلن رحمت شاه هم خپل استعداد ښکاره کړی، نوموړي په «انټرکانټنیټل کپ» کې د« سپين ګوګلي» بال په کولو سره پنځه لوبغاړي وسوځول، همدا راز يې ۸۶ منډې وکړې او په پای کې ونه سوځېده.

د افغانستان زیات شمېر لوبغاړي په «ډاکه پریمیر لیګ» کې هم لوبېدلي. همدا راز په ګڼو لوبو کې يې خپل استعداد هم ښودلي. خو ستونزه دلته ده چې د اولې درجې هېوادونه افغانستان سره لوبې ته زړه نه ښه کوي.

پاکستان او استرالیا دوه یواځيني هېوادونه دي چې په شارجه کې يې دوه نړیوال یو ورځيني او یو ۲۰ اوریزه مسابقې کړي.

افغانستان لوبډله په جنورۍکې په خپل مصرف زمبابوۍ ته ځي، خو کبیرخان دا کافي نه بولي، دی وايي چې لوبغاړي به هله په نړیوالو لوبو کې تجربه پیدا کړي چې سترې لوبډلې په خپل مهال ویش کې افغانستان ته ځای ورکړي او زیاتې لوبې ورسره وکړي.

بي بي سي اردو

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x